افغانستان

په هلمند کي د بهرني عسکرو یوه هلیکوپتر الوتکه را وغورځیده

copter_afgنن ټکی آسیا: په افغانستان کي میشتو بهرني عسکرو په خپل یوه خبرپاڼه کې تیره ورځ اعلان وکړي چي ددوی یوه هلیکوپتر الوتکه د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کي را وغورځیده.

په خبرپاڼه کي ویل شوي چي په هلیکوپتر کي سپرو عسکرو ته هیڅ ډول زیان نه دی رسیدلی، او دپيښي په اړه پوره تحقیقات روان دي.

که څه هم طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي،

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي هغه الوتکه چي ددې یوه ورځ تر مخه په زابل ولایت کي لویدلی، هغه ددوی په ډزو لګیدلی، او را غورځیدلې ده، هغه وویل چي په الوتکه کې سپاره ټوله بهرني عسکر وژل شوي دي.

د یادوني وړ ده چي د تیري پنجشنبې په ورځ هم په زابل ولایت کي هلیکوپتره را غورځیدلې وه، چي بهرنیانو يې په اړه ویلي وو، چي هیڅ رنګه ځاني زیان نه دی ورته رسیدلی.

باید وویل شي په تیرو ۳۲ ساعتونو کي دا دوهم الوتکه ده، چي بهرني ځواکونه يې په افغانستان کي راغورځیدل مني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x