افغانستان

طالبان سیاسي حل ته لیواله ښکارې

r210571_808051دامریکا اولس مشربارک اوباما وايي داسي نښې نښانې شته چې طالبان دافغانستان دلانجې سیاسي حل ته تیاری نیسي چې داکار کیداي شي  له افغانستان ځخه دامریکایي عسکروله وتلووروسته په ثبات کې مهم رول ولري

داله تېرې چهارشنبې راهیسې له کله نه چې اوباما له افغانستان ځخه دخپلو۳۳ زره عسکرودوتلواعلان وکړپه دوو  ورځوکې دوهم ځل دي چې له طالبانوسره په کې دخبرو یادونه کوي .

نوموړي زیاته کړه که طالبان خبروته حاضرشي نومونږهم تیاریو اوپرسیاسي حل باورلرو اوموجوده شرائط هم دلانجې دسیاسي حل غوښتونکی دي .

دې ته ورته ویناپرون دامریکادبهرنیوچارووزیرې هیلري کلنټن هم دامریکادکانګریس دمشرانوجرګې ته وکړه نوموړې په خپلوخبروکې له طالبانوسره دخبروتائید اوملاتړ ځرګند کړخوزیاته یې کړه چې طالبان هم بایددمتحده ایالاتوشرائطوته غاړه کېږدي   له القاعده ډلې ځخه ځان بېل کړي ،  اساسي قانون ومني اودښځوحقوقوته درناوی ولري .

                                                                                                                            ندیم توخي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x