افغانستان

له افغانستان څخه دامریکايي پوځونود ایستلو په اړه د طالبانو اودولت متضاد موقفونه

barak_obamaنن ټکی  آسیا: تیره ورځ دامریکا ولس مشر باراک اوباما له افغانستان څخه  په روان کال کې دلسو زرو امریکايي سرتیرو دایستلو اعلان وکړ.

دباراک اوباما دغه اعلان دامریکايي ولس دهغوپرلپسي غوښتنو په پایله کې وشوکوم چې نورپه افغانستان کې دخپلو پوځیانو له وژل کیدو اود سلګونوملیارده ډالرو له بي ځایه لګولو ترستوني راغلی .

خو داوباما د دغه اعلان په وړاندې دطالبانو،دکرزي دولت ،خپله امریکایانو اونورونړیوالو له خوا بیلابیل غبرګونونه راښکاره شول .
طالبانوپه خپلې یوې اعلامیې کې چې دهغوئ دویاند له لوري رسنیوته لیږل شوې اویوه کاپي یې نن ټکی آسیاته هم رسیدلې دغه اعلان یوه سموبولیکه هڅه بللې چې په هیڅ صورت په افغانستان کې دجګړې په پایته رسولو هیڅ ډول اغیزه نشي لرلای.
هغوئ ویلې ځکه دایوه سمبولیکه بڼه لري  چې له هغه سره همزمان  امریکایانو په افغانستان کې دخپلو دائمي اډو دچوړولولپاره  داستراتیژیک تړون ترعنوان لاندې دکابل مزدوره اداره په امضاکولومجبوره کړې ،اوپه عین مهال  دافغانستان په ګوټ ګوټ کې امریکايي یرغلګرځواکونه دبیوزله افغانانو په وژلو اوځورولو لګیادي .
دطالبانو په اعلامیه کې راغلي چې : اوبامااودهغه جګړه غوښتونکي پلویان  دغه  اعلان یواځې دخپل ولس دتیرایستنې اودپوځیانو دبیرته ایستلوپه  اړه دهغوئ له مکرروغوښتنوڅخه دځان خلاصونې په غرض ترسره کوي اوپه حقیقت کې په هیڅ وجه نه دخپل ولس دغوښتنو احترام لري اونه  د  افغانستان دجګړې اواشغال د پای ته رسولو اراده  لري.
خو دطالبانو داعلامیې برخلاف بیا دکرزي  دولت  ددغه اعلان په ترسره کولو خوښې څرګنده کړې او افغان ولس مشرحامد کرزي  دهغه په اړه په خپلوڅرګندونوکې هغه یومثبت ګام  وباله  اوپه خپلې یوې مطبوعاتي ویناکې دهغه په اړه وویل ((موږ د امريکا دا اقدام او د افغانستان د ځوانانو په مټو د خپلې خاورې ساتلو مبارکي وايو.))
نوموړي وويل: ((د افغانستان خلک خپله خاوره د خپلو ځوانانو په زور ساتي، له نړيوالې ټولنې او له هغه خدمت نه، چې د افغانستان خلکو ته يې کړى، مننه کوو او هېڅکله به له هغه خدمت نه سترګې پټې نه کړو، چې  د افغانستان خلکو ته شوى وي.))
خو د بارک اوباما ددغه اعلان په اړه په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان ډیویډ پیتراییس  بیا دهغه په اړه په خپل غبرګون کې وویل چې ده ولسمشر بارک اوباما ته تر دې د کم شمېر ځواکونو د ایستلو سپارښتنه کړې وه مګر ویې ویل چې له دې سره سره بیاهم  د ولسمشر د پرېکړې ملاتړ کوي.
دپیتراییس په خبره چې د ولسمشراوباما په وروستي اعلان کې تر هغه څه چې ده یې وړاندیز کړی و، د زیات شمېر عسکرو د وتلو امر شوی اوهم یې  د ایستلو موده ډېره لنډه ټاکل شوې ده..
همداراز د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن کلنټن په خپلو وروستیوڅرګندونو کې چې دامریکادکانګریس په استماعیه غونډې کې یې کولې  ددغه اعلان په اړه وویل: زه د پوځي هلوځلو ترڅنګ دولسمشر بارک اوباما ددغه اعلان چې سږکال لس زره عسکرله افغانستانه وباسي  دافغان لانجې دحل په اړه  د دیپلوماتیکو یا سیاسي هڅو هم ملاتړ کوم.
ددې ترڅنګ  دملګروملتونو عمومي منشي بانکي مون هم  دباراک اوباما داعلان  په اړه خپله خوښې څرکنده کړې او ویلي دي چې  سږکال  له افغانستان څخه دلسو زروامریکايي  ځواکونو ایستل دهغه پلان یوه برخه ده کوم  چې  دیوه سوله ایز افغانستان  دمنځته راتلو په غرض دنړیوالې ټولنې لخوا په پام کې نیول شوي .
دانګلستان لومړي وزیر ډیویډ کمیرون هم په خپل نوبت دغه اعلان ستایلی او  ویلي دي چې ما مخکې ترمخکې  اوباماته په افغانستان کې دامریکايي تلفاتو اوملاماتوونکو مادي  لګښتونو دمخنیوي په اړه  له افغانستان څخه  دامریکايي  پوځیانو  دایستلو یاکمولو مشوره ورکړې وه.
پای.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x