داسې ګونګسې دي چې د ملک عبدالله له مړینې وروسته به د پاچاهۍ پر تخت ناندرۍ له طبیعي پولو واوړي او په شاهي کورنۍ کې به د شخړو او تاوتریخوالي لمبې بلې شي

د شاهي کورنۍ غړی په سعودي کې د تاوتریخوالي خبرداری ورکوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د سعودي شاهي کورنۍ یو غړي «سعود بن سیف النصر» په خپل ټویټر پاڼه د اموي شاعر «نصر بن سیار» د شعر بیتونه لیکلي، چې معنی یې ده:

«تر ایرو لاندې د بلو سکروټو څرک وینم ــ او ژر ده چې لمبه یې پورته شي
لرګي چې دوه شي نو اور بل شي ــ خو د جګړې پیل له خبرو څخه کیږي»

سعود بن سيف النصر همدا شعر په بله لیکنه کې بشپړ کړی او پاتې بیتونه یې هم لیکلي دي:

«که د ولس هوښیاران دغه اور ونه وژني ــ نو ډیر خلک به په کې وسوزي
د تعجب خبره ده، کاشکې زه پوهیدای ـــ چې ایا اموي کورنۍ ویښه ده که ویده؟
که ویښه وي نو خلافت به باقي پاتې شي ـــ او که ویده وي نو بیا ملامتي زما نه ده»

د دغو بیتونو شاعر (نصر بن سيار) په اموي خلافت کې د خراسان وروستنی والي وه، دا شعر یې هغه مهال لیکلی چې کله په خراسان کې وضعیت اندیښمن شو او حالاتو د ګډوډۍ، تاوتریخوالي او مصیبت باره بدلون ښکارندويي کوله.

په ټولیز ډول د نصر بن سيار قصیده هغه مهال کارول کیږي چې کله په نږدې وختونو کې د فتنې او جګړې د پیښېدو ډار موجود وي.

سعود بن سیف النصر د پخواني پاچا ملک سعود لمسی دی او د هغې کمیټې غړیتوب هم لري چې د نوي پاچا او ولیعهد د ټاکلو او هغوی ته د قدرت د انتقال مسئوله بلل کیږي.

نوموړی دغه اشعار په داسې حال کې خپروي چې د سعودي ۹۲ کلن پاچا عبدالله تر سختې ناروغۍ وروسته روغتون ته انتقال شوی او د مرګ په تخته پروت دی.

داسې ګونګسې دي چې د ملک عبدالله له مړینې وروسته به د پاچاهۍ پر تخت ناندرۍ له طبیعي پولو واوړي او په شاهي کورنۍ کې به د شخړو او تاوتریخوالي لمبې بلې شي.

دا لومړی ځل نه دی چې سعود سیف النصر له ملک عبدالله وروسته د هیواد په راتلونکي وضعیت څرګندونې کوي، نوموړي پخوا ویلي وه چې له ملک عبدالله وروسته د سعودي د کورنیو چارو پخوانی وزیر (احمد بن عبدالعزیز) د پاچاهۍ وړ کس دی او په خبره یې د ولس د خوښې رهبر دی.

د شاهي کورنۍ د چارو متخصصین د سعود سیف النصر څرګندونې له «احمد بن عبدالعزیز» سره د نوموړي د بیعت په معنی اخلي او لکه ده چې په پورتني شعر کې اشاره کړې، په وینا یې دغه ډول خبرې د د داخلي ګډوډۍ او جګړې لپاره غوره پیلامه ګرځیدلی شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Shamsulislam
میلمه

هو:
]من أعان ظالما سلطه الله عليه[

سوك جي د الله د لشكر به مقابل كي
د الله او زمونز د دشمنانو سره اتلاف كوي نو الله به دوي ته د دنيا بد ترين عذاب نه وركوي هغه عذاب جي تر تولو بد دي نفاق او إختلاف،]فانتظروا إنا منتظرون[
دا به د الله لخوا سخه بر دوي د عذابونو بيلامه وي إنشاءالله.