افغانستان

طالبان وایی دځواکونو دایستلو په اړه دابامااعلان یوعلامتي ګام دي

afghan_taliban_and_motorcycles(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۲۴) طالباو تیره ورځ دابامادهغه اعلان په اړه چي وایی دروان کال تراخیره به لس زره ځواکونه او داراتلونکي کال تراخیره به ټول دري دیرش زره عسکر له افغانستان څخه باسي یو علامتي ګام وباله اوزیاته یی کړه ترڅو پوری چي ټول امریکایی ځواکونه له افغانستان څخه نوي وتلي دامریکایانو اودافغاني ځواکونو به وړاندي به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

اباما تیره ورځ اعلان وکړ چي دروان کال تراخیره پوري به له افغانستان څخه لس زره عسکر باسي او دراتلونکي کال تراخیره پوري به ټول ۳۳۰۰۰ زره عسکر له افغانستان څخه وباسي.

دطالبانو ویان ذبیح الله مجاهد وویل داباما اعلان په داسی وخت کي راڅرګندیږي چي افغانان نور له جنګ څخه ستړي شوی دي، مجاهد زیاته کړه امریکایان دافغانستان دپرمختګ اوابادي لپاره ندي راغلي بلکی دخپلو ګټو لپاره دلته پاتي دي اوجنګیږي داچي ځیني امریکایی دماغه اړخونه وایی امریکایان افغانستان ته دافغانستان دامن اوپرمختګ لپاره راغلي دي هیڅ حقیفت نه لري.

مجاهد زیاته کړه دامریکایی ځواکونو دایستلو په اړه داباما اعلان یواځي یو علامتي قدم دي اودابه دجنګ ځپلی افغانستان ځوریدلي اولس ته هیڅ دمنلو ورنوي اونه هم اباما په دغه اعلان سره افغاني ټولني ته ډاډ ورکولی شي چي امریکایان په رښتیا سره غواړي له افغانستان څخه وزي.

اوزه فکر نکوم چي هغه امریکایان کوم چي غواړي خپل عسکر یی له افغانستان څخه کورونو ته راستانه شی داباما په دغه اعلان سره ډاډه اوباور وکړي، چي اباما دي په رښتیا سره وغواړی چي امریکایی ځواکونه دي له افغانستان څخه ووزي.

دامریکي ولس مشر اباما تیره ورځ دخپلي وینا پرمهال وویل دجنګ څپي دورکیدو په حالت کي دي اودسولي څراغ له لري څخه بلیدونکي ښکاري.

له بله لوري طالبانو په دي ورستیوکي یو ځل بیا دبهرنیو ځواکونو او افغاني میلیشو په وړاندي خپلو بریدونوته زور ورکړی دي اوپه افغانستان کي دورځپاڼو لومړي مخونه دطالبانو په بریدونه سره رنګه شوی وی.

بخت الرحمن بخت……………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x