
کندهار کې د ملي اردو درې عسکر د انسان تښتونې په جرم نیول شوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي۱۷مه،۱۳۹۳ل): د کندهار امنیتي چارواکو د ملي اردو د درو تنو هغو منسوبینو د نیولو خبر ورکړی، چې د انسانانو په اختطاف کې يې لاس لاره.
د کندهار امنیه قومندانۍ چارواکو نن د ملي اردو هغه درې تنه عسکر خبریالانو ته ور وښودل، چې د انسان تښتونې په پېښو کې ښکېل ول.
د امنیه قومندانۍ ضیا دراني خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل، چې د ملي اردو دا درې تنه عسکر چې د کندهار په ۲۰۵ اتل قول اردو کې یو د سرباز او دوه نور د بریدملانو په توګه دنده اجرا کوي، په داسې حال کې د دوی له لورې نېول شوي، چې دوه تنه محصلین يې په کندهار کې اختطاف کړي ول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، دغو تورنو عسکرو د لغمان دوه تنه محصلین ، چې په روزګان ولایت کې يې زده کړې کولې، په کندهار کې لومړی تښتولي او بیا یې د هغوی د خلاصون په بدل کې د دوی له کورنۍ نه د درې سوه زره امریکايي ډالرو غوښتنه کړې وه.
د امنیه قومندانۍ ویاند وویل، چې تښتول شوي محصلین یې د اختطاف کوونکیو له منګولو نه له ژغورنې وروسته خوشي کړي او خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
ویل کېږي، چې د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو دا درې تنه منسوبین ، چې دا مهال د انسان تښتونې په پېښو کې د لاس لرلو په جرم په زندان کې اچول شوي، دوه پکې د لغمان ولایت اوسېدونکي او یو بل یې د کونړ ولایت اوسېدونکی دی.
د یادونې وړ ده، دا لومړی ځل دی، چې په کندهار کې د ملي اردو عسکر د انسان تښتونې په جرم نیول کېږي او بیا خلکو ته ښودل کېږي. د محلي پولیسو،ملي پولیسو او نورو امنیتي منسوبینو په پرتله د ملي اردو په اړه د ډېری هیوادوالو انګېرنه دا ده، چې تر نورو په اخلاقي او اداري فساد کې زیات ښکېل نه دي لیدل شوي.
د کندهار پر امنیتي منسوبینو او چارواکو یې ستره نیوکه دا ده، چې ډېری اشخاص یې د اخلاقي فساد ترڅنګ په زیاتره جرمونو کې لاس لري.