نړۍ

فلسطین د نړیوالې جنايي محکمې غړیتوب ترلاسه کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په نړیوالې جنايي محکمه کې د فلسطین غوښتنلیک منلی او غړیتوب يې ورکړی دی.

فلسطین کولای شي تر دې وروسته د اسراییلو پر ضد په نړیواله محکمه کې د جنګي جنایتونو دوسیې ثبتې کړي او اسراییل محکمې ته راکش کړي.

که څه هم اسراییل او ملاتړې امریکا په نړیواله جنايي محکمه کې فلسطین ته د غړیتوب ورکولو تر ټولو سخت مخالفت وکړ خو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون تر دغې پریکړې وروسته فلسطین په اپریل کې د جنګي جرمونو پر ضد نړیوالې محکمې ته عریضه کولای او هم دوسیې ثبتولای شي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټيفین یوجرک فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې عمومي منشي بانکي مون د نړیوالې جنايي محکمې غړي د سه شنبې په ورځ د فلسطین د غړیتوب څخه خبر کړل.

ملګرو ملتونو په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې عمومي منشي ددې تصدیق وکړ چې فلسطین د ټولو قواعدو سره سم په نړیواله محکمه کې د غړیتوب اخېستلو لپاره غوښتنلیک ورکړی.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس د دسمبر پر ۳۱مه د نړیوالې جنايي محکمې او نورو ۱۶ نړیوالو میثاقونو او تړونونو باندې لاسلیک وکړ.

اسراییلو د فلسطیني حکومت ددغه اقدام پر ضد ۱۲۰ میلیونه ډالرو څخه زیات محصولات بند کړل. همدا راز اسراییلو فلسطین ته یو شمېر نور ګواښونه هم وکړل.

په عین حال کې امریکا چې ځان د نړۍ تر ټولو بشردوسته بولي د ترهګرو او شرخوښو اسراییلو په ملاتړ کې د فلسطین لخوا ملګرو ملتونو ته د ورکړل شوي غوښتنلیک غندنه کړې او ویلي یې ددې به خورا بدې پایلې وي.

د امریکا کانګرس سربېره پر دې د ۴۴۰ میلیونو ډالرو د مرستو د بندولو ګواښ هم وکړ.

فلسطيني چارواکي وايي، چې د نړيوالې جنايي محکمې غړیتوب د دې لپاره غوښتلو څو فلسطين کې د اسراييلي ښکېلاکګرو د ظلمونو او جنايتونو په اړه نړيوالې محکمه کې عريضه وکړي او اسراييل نړيوالې محکمې ته کش کړي، په ځانګړې توګه پر غزه د اسراييلو د وروستيو بريدونو په اړه دوی يو شمېر دوسيې تيارې کړي دي.

تېر کال په غزه کې د فلسطیني اشغالګرو په بمباریو کې شاوخوا ۲۲۰۰ فلسطیني مسلمانان شهیدان شول چې تر ۴۰۰ زیات یې ماشومان و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x