افغانستان

په بادغیس ولایت کي افغان بیسیم او روشن خپل فعالیتونه بند کړي

afghan_talking_on_mobileنن ټکی آسیا: په باغیس ولایت کې د افغانستان د دوو مخابراتي شبکو روشن او افغان بیسیم خپل خدمات درولي دي.

د بادغیس څخه د والي ویاند حاج شرف الدین ویلي چي د څو ورځي راهیسي دلته په بادغیس ولایت کې د یادو دواړو شبکو انتنونه کار نه کوي، او داسي مالومیږي چي هغوی خپل فعالیتونه په ټپه درولي.

هغه وویل چي ددغه بندیدو علت هم نه دی مالوم سوی.

هغه وویل چي دا کار نه یوازي د بادغیس ولسي خلکو ته ډیر تاوان رسوي، بلکي د افغانستان د دولت مامورینو او کارونو ته سخت زیان رسوي.

باید وویل شي چي ددې تر مخه یوازي د بالامرغاب او مقر په ولسوالۍ کې یوازي انتنونو کار نه کوی، خو په ټول بادغیس کي دا اول وار دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x