نړۍ

اسلامي دولت غیررسمي د «چارلي ابدو» مجلې په دفتر برید مسوولیت پر غاړه اخېستی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۸مه ۱۳۹۳ل): په ټولنیزو وېبپاڼو کې ځينې کسانو چې ویل کیږي د اسلامي دولت چارواکي دي د «چارلي ابدو» مجلې په دفتر برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی.

راپورونه وايي چې د اسلامي دولت اړوند د ابو حمزه په نوم د ټویټر یوې پاڼې د «رسول الله ص علیه وسلم بدل مو واخېست» تر هاشټیګ لاندې لیکلي: « د فرانسې پیښه د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) انتقام نه دی، بلکې د انتقام اخیستنې پیل دی. تر هغه پورې پوره انتقام نه دی تر څو دوی او د دوی حکومتونو له منځه یوسو».

همدا ډول د الطابقي المهاجر په نوم یوې بلې ټویټر پاڼې لیکلي چې دوی نه وايي د رسول الله صلی الله علیه وسلم انتقام واخېستل شو، بلکې وايي چې دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم انتقام واخېست. - 2015-01 - اليوم السابع

د یادونې وړ ده چې پرون /چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه/ درې تنو بریدګرو د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د هغې طنزیه مجلې چې شاوخوا درې کاله وړاندې یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه توهینوونکی کارتون خپور کړی و، په داسې حال کې وسله‌وال برید وکړ چې د مجلې ټول کارکوونکي د دفتر دننه موجود او پر کار لګیا و.

په دغه برید کې چې فرانسویان يې په تېرو ۳ لسیزو کې تر ټولو خونړی برید بولي، د مجلې د ايډيټر او ۴ مهمو کارتونستانو (کارتون رسموونکي) په شمول ۱۲ کسان ووژل شول.

راپورونه وايي چې بریدګرو د «الله اکبر» او «د رسول الله صلی الله علیه وسلم انتقام مو واخېست» چېغې وهلې. دوی تر برید وروسته په اسانۍ وتښتېدل چې د فرانسې حکومت یې د نیولو په لټه کې پراخه عملیات پيل کړي دي.

فرانسوي پولیس وايي چې بریدګر په کوم ډول راغلي، بیا څه ډول یې د مجلې پر دفتر برید کړی، بیا څومره په اطمینان يې کسان ویشتلي او بیا په تېښته بریالي شوي، له دې څرګندیږي چې بریدګر ښه سم روزل شوي کسان دي.

فرانسوي رسنۍ د هغې ښځې چې وسله والو ته يې د دفتر دروازه خلاصه کړې، د خولې لیکلي چې بریدګر ورته ویلي چې دوی القاعده دي.

خو تر دې مهاله القاعده او اسلامي دولت په رسمي ډول ددغې پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخېستی. - 2015-01 - اليوم السابع

فرانسه چې په مالي، الجزایر، افغانستان، سوریې او نورو مسلمان هېوادونو سره په مستقیمه جګړه کې ښکېل ده، شننونکي وروستی برید ددغې جګړې د اور بڅرکي بولي چې فرانسې ته ور الوځي. دوی وايي چې ددغو بریدونو موخه دا نه وي چې په یو وار دې وطن چپه شي بلکې د جګړې لومړي مراحل دي چې بې امنیتي رامنځته شي او حکومت نا ارامه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x