نظــر

حقيقي مجاهد څوک دی او څه بايد وکړي؟ (وروستۍ برخه)

ليکوال: مولوي محمد يونس خالص (رحمه الله)
د نشر نيټه: ۱۳۶۹ کال د جدي لومړۍ

الف: د کوم وخت څخه چه ددې تنظیم مشر تابه د ټولو هغو طرحو سره مخالفت کړی دی چه د یو واقعي اسلامي حکومت د راوستلو لپاره نه وي بلکه د اسلامي تحریک یې د انحراف سره مخامخ کولو.

ځکه نو نه یوازې دا چې استعماري قدرتونو زمونږ پر ضد هلې ځلې پیل کړې او تاند یې وواهه چه زمونږ او نورو تنظیمونو تر منځ فاصله پیدا کړي بلکه په خپله د ځینو تنظیمونو مشرانو هم زمونږ پر ضد احساس پیدا کړ او دا خیال ورسره پیدا شو چې ګوندې د دوی د چوکۍ نیولو تر مخه دغه زمونږ تنظیم خنډ دی.

په داسې حال کې چه مونږ په همدې ذریعه وروڼو او نړیوالو ته وعده ورکوو چه هیڅکله به هم زه د کومې چوکۍ او منصب لپاره کاندید نه شم زمونږ عملي لاره دا ده چې د موجوده اسلامي تنظیمونو سره د جهاد په صحنه کې اتحاد غواړو او د دوی د جهاد تائید کوو درد یې خپل درد ګڼو او کامیابي یې خپله کامیابي ګڼو خو د دې معنی دا نه ده چه دوی په هر ډول او په هره لاره چې حکومت جوړوي مونږ یې تائیدوو بلکه معنی یې دا ده چې د دښمن په مقابل کې د دوی سره یو لاس یو خو یوا زې هغه حکومت منلی شو چې په اسلامي طریقه د مسلمانانو له خوا د سپیڅلو مسلمانانو څخه جوړ شي او په اسلامي لاره روان وي البته دا ضروري نه ده چې په هغه حکومت کې به د دې تنظیم مشر یا افراد حتماً مؤظف کيږي ځکه زمونږ په نظر کې د چوکۍ لپاره هلې ځلې او حکومتی وظیفي په احزابو ویشل یوه نا مشروعه لاره ده .

او تر څو پورې یې چې زمونږ د حق پسندۍ مخه نه وي نيولې مونږ به ورسره خپله د اسلامي ورورولۍ رویه جاري ساتو.

ب: کوم وخت چې مونږ وغوښتل خپل تنظیمي مرکز په داخل د افغانستان کې عیار کړو زمونږ بدخواهانو یعنې د یوه غیر اسلامي حکومت طرفدارانو پیل وکړ ترڅو زمونږ او زمونږ د مرستیالانو ( د پاکستان حکومت او ملت ) تر منځ فاصله پیدا کړی تاند وواهه تر څو هغوی ته وښئ چه ګوندې دغه تنظیم د هغوی سره په لاره نه ځي.

حال دا چه د پاکستان حکومت او ملت کلونه کلونه زمونږ حمایه کړې او تر وسې وسې یې زمونږ سره مرسته کړې څنګه امکان لري چې یو مسلمان او بیا افغان مسلمان د دوی په ښېګڼو سترګې پټې کړي زمونږ لاره دا ده چه د تل لپاره به له دوی سره په اسلامي چوکاټ کې خپله ورورولي ساتو او تر وسې وسې به یې ملاتړ کوو خو ددې معنی دا نه ده چه خپل ټول سر نوشت دوی ته سپارو او نه دا چه د دوی په امر خپل جهاد وڅرخوو بلکه اسلامي مشورو ته یې په درنه سترګه ګورو او دوستانه یې بولو.

ج: ملحد حکومت د ملي مصالحې په نوم پیل کړی چې ملت ته دوکه ورکړي او نړیوالو ته وښئي چه د روغې او امن دښمنان یوازې مجاهدین دي ددې تر خوا ممکن د دښمن سره د ځینو قومندانانو یا مشرانو په کوم ګټور نیت کتلي وي او دښمن ور څخه بده استفاده کړې وي غواړي له همدې لارې څخه زمونږ د تنظيم په مقابل کې پروپاګند وکړي دا ځکه چې مونږ د مرتدو افغانانو سره هيڅکله اسلاماً روغې ته نه شو حاضرېدلای وجه يې دا ده چې شرعاً د مرتد وژل واجب دي دوی سره نېکه رابطه ساتنه هم ددې قراني حکم په اساس چې فرمايي (( لا تجد قوما يؤ منون بالله والیوم الاخر یوادون من حاد الله و رسوله .الایه. )) سورة المجادله.

يعنې د کافرانو سره یو مسلمان قوم هم د دوستۍ لاس نه شي ورکولای دوی چې روسانو ته د دوستۍ لاس ورکړی او هغوی ته وروڼه وايي نو دوی سره نېکه او دوستانه رابطه ساتل یا ورسره شریک حکومت منل د یو نیم مېليون شهیدانو په وینو یوازې نه بلکه په قراني احکامو لوبې کول دي خو د دې معنی دا نه ده چې مونږ جنګ ته په صلحه باندې ترجیح ورکوو بلکه که دوی مسلمانان شي او د دې پر ځای چې کمونېزم په مسلمانانو تحمیل کړي د یوه اسلامي حکومت منلو ته حاضر شي او واقعاً په اسلامي لاره د یوه حکومت راوستلو مخې ته خنډ نه شي او بیا د اسلامي مقرراتو تطبیقولو ته حاضر شي هیڅکله به هم جنګ جوړ نه شي اما دا چې دوی د کفري رژیم با وجود او د ټولو جرائمو سره ومنل شي او دوی د حاکم په صفت په چوکۍ ناسته د ملي مصالحې په نوم ورسره ډزبندي وشي دا صلحه نه بلکه دښمن ته تسلیمېدل بلل کيږي او دې ته د مصالحې نوم ورکول په خپله د روسانو غلامۍ ته تن ورکول دي.

مونږ باور لرو چې موجوده شخړې ته روسان صرف ددې له پاره ادامه ورکوي چې د افغانستان ملت د دواړو خواو څخه هلاک او برباد شي.

روسان پوهېږي چې د نجیب یا د نجیب په څیر نور غلامان يې دلته حکومت نه شي تر لاسه کولای خو ددې له پاره چې د دې ملت دوه برخې نابودې کړي او په مستقبل کې ورباندې یو ځلې بیا حمله وکړي ځکه نو خپلو مزدورانو ته تر هغې پورې مرسته ورکوي تر څو چې ټول تېر وتلي مظلومان چې د دوی په سنګرو کې په جنګ مصروف دي ګرد سره له منځه نه وي تللي او د همدې مقصد له پاره يې په افغانستان کې دېرش مېليونه ماینونه ځای پر ځای کړي چې اوس لا نجیب په پوره بې حیايۍ او سپین سترګۍ دغه ماینونه هم په مجاهدو پورې تړي.

مونږ خپلو هغو مسلمانانو وروڼو ته چې د نجیب تر قوماندی لاندې کار کوي؛توصیه کوو چې د خپلو ټوپکو خولې هغو نا مردو مسلمانانو ته واړوئ چې روسان يې راوستل یا روسانو دوی را وستل او تر اوسه د دې ملت نسل تباه کوی.

اسلامی حزب دې ته حاضر دی چې د دغه شان مجاهدو مسلمانانو وروڼو پالنه وکړي مونږ نه غواړو خلقیان او پرچمیان د خلقیانو او پرچمیانو په حیث معاف کړو او کفري حزب په افغانستان کې ومنو.

د:- د اسلامی تحریکونو او مسلمانو ملتونو سره د دې تنظیم روابط : مونږ نه غواړو ځینې مخالفتونه چې کله نا کله د مسلمانانو تر منځ را پیدا کېږي اسلامي ورورولي يې سره وشلوي بلکه لکه څنګه چې اسلامي ارشاد دی چې مسلمان د مسلمان ورور دی که خوښوي يې او که نه په دې اساس د اسلامي تنظیم د ټولو اسلامي تحریکونو سره په اسلامي چوکاټ کې د ورورولۍ په احساس خپل روابط ساتي او د انصر اخاک ظالماً او مظلوماً په حکم د هر مسلمان غلطۍ ته د اصلاح لپاره د تنقید ګوته نیسي او هم هر مسلمان ته حق ورکوي چې زمونږ خلاوې او غلطي په اسلامی طریقه را وښيي اسلامي ملتونه په تېره بیا عرب وروڼه چې مونږ سره يې د مال او سر ملاتړ کړی، د یوه اسلامی جسد غړي بولو.

په غم او خوښۍ کې ورسره ځانونه ګډ بولو او تاند وهو چې په موجوده حالت کې د افغانستان د مسلمان ملت سره مرستې يې جلب کړو مذهبي اختلافونه د دې وړ نه بولو چې مسلمانان سره وجنګوي دا چې د سلفیت په نوم ځینې لګیا دي د افغانستان په یوه برخه کې خپل امارت اعلانوي او په همدې پلمه غواړي افغانستان تجزیه کړي اهل تشیع ته هم موقع ورکړي چې خپله سيمه جلا کړي سخت غندو او لوی خدای ته يې مسؤل بولو.

د اسلام دین کې مذهبي اختلافونه د مسلمانانو تر منځ باید همغه شان و بلل شی لکه چې د اصحابو ( رض الله عنهم) تر منځ چې موجود وو لکه چې هغه وخت د نظرونو او اجتهادي اراو اختلاف اسلامي وحدت متاثر نه کړ اوس هم څوک حق نه لري په هغه صورت کې چې یو تر بله سره په یوه خدای یوه کتاب ایمان لري او شرکي عقیده چې د ائمه و په اتفاق شرکي عقیده بللی شي ونه لري یو د بل سینې ته توپک ونیسي او د تورې بریښ او ګواښ ور باندې وکړي.

هـ:- د غیر اسلامي دولتونو سره د دې تنظیم روابط په دې مبارک ایت ولاړ دي. ( لا ینهاکم الله عن الذین لم یقاتلوکم فی الدین ولم یخرجوکم من دیارکم ـ الایه ـ سوره ممتحنه پاره ۲۸ ).

و:- بین المللی قوانین چې د اسلامي مقرراتو مخالف نه وي د تائید وړ بولو او بس.

ز:- په داسې حال کې چې بین المللي منابع او د نړۍ ټول طاقتونه د افغانستان قضیه پخپله د افغانانو بولي او نعرې وهي چې  افغانان دې يې سره په خپلو منځو کې حل کړي بیا هم په مزدور حکومت رسماً اعتراف کوي.

او په ديپلوماسۍ اوضاعو کې يې عملاً ملاتړ کوي د دې مظلوم ملت سره ظلم بولو او هم کله چې په انتخاباتو کې د نجیب او د هغه پلویانو شاملیدل حق ګڼي زمونږ په داخلي چارو کې يې مداخله بولو مونږ وایو: که بین المللي مصادر او نړیوال همدا نن افغانان چې د افغانستان څښتنان دي،د دې هېواد خاوندان وبولي.

او تر څو چې ورته داسې حکومت افغانانو نه وي وړاندې کړی چې د دې ملت اووه مشهور تنظیمونه يې طرفدار او ملاتړي وي، هیڅ کوم حکومت يې اعتراف ونه کړي او تر څو چې افغانانو دوی ته قضاوت نه وي سپارلی په خپل سر په کې قضاوت ونه کړي باور لرم چې په ضرب د یوې میاشتې کې به نه مزدور حکومت پاتې شي او نه به اهل تشیع هومره پورته شي چې په قدرت کې د ګډون مدعیان شي دا ټول مشکلات چې نن سبا ور سره مخامخ یو د همغو منابعو څخه را پیدا شوي چې په خوله د افغانستان موضوع د افغانانو بولي خو په عمل کې د دې هیواد خائنې ډلې کله په نظامي موادو تقویه کوي او کله ورته سیاسي اعتبار ورکوي او کله د ځانه څخه قضاوتونه اعلانوي.

اسلامی حزب باور لري چې زمونږ د اسلامي جهاد پر ضد یوه نړيواله مبارزه پیل شوې ده او نن سبا مجاهدین مکلف دي چې د خدای جل جلاله په لاره د خدای له پاره خپل اسلامي جهاد سمبال کړي د دوی د هر ډول دوکې څخه ځانونه وساتي او واقعاً یو اسلامي حکومت را منځته کړي لکه چې په نظامي ساحه کې يې غټ غټ بریاليتوبونه تر لاسه کړي دي په سیاسي میدان کې هم ماتې ته تن ور نه کړي او د همدې لپاره مونږ خپلو تنظیمي وروڼو ته څه مواد په یوه لائحه کې ولیکل او دوی ته مو يې د عملي کولو هدایت ورکړ او اوس هم لګیا یو د جهاد عملی لاره ورته ورښیو.

په پای کې باید ووایو دا هیواد چې هم د زراعت او مالدارۍ له پاره مستعد دی هم د مختلف النوع قیمتي معادنو څخه مالا مال دی او هم د صنعت له پاره استعداد لري داسې یو اسلامي حکومت ته هم ضرورت لري چې په اسلامي طریقه د حکومت اقتصادي پرمختګ د ملت په اقتصادي پرمختګ کې ولټوي مقصد دا چې ملت ودان کړي او د دې لارې څخه حکومت هم سرمایه دار شي نه دا چې د ملت د افرادو غوښې وخوري هډونه يې وشپیلوی. او حکومتي ادارې عیارې کړي او مؤظف مامورین ور باندې شتمن کړي او نور دا مظلوم او ځپلی ملت دېته اړ نه کړي چې په نورو ملکونوکې مزدورۍ لپاره در په در خاورې په سر وګرځي خپل توان د نورو هېوادونو په ودانولوکې مصرف کړي او خپل هېودا يې وران پاتې شي.

داسې حکومت هېڅکله هم د دې ملت په درد نه خوري چې ملي سرمایه په حکومتي دستګاه مصرف کوي او د ملت له پاره په زراعت، مالدارۍ او نورو اقتصادي ساحو کې څه خدمت نه کوي زمونږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم هغه وخت چې یو مسلمان يې د ګدايۍ څخه بچ کړ کار يې ورته پیدا کړ ويې ښودله چې د کار له لارې رزق حاصلول د ګدايۍ څخه با عزته او غوره کار دی او همدغه راز یو اسلامي حکومت مکلف دی چې د ملت وګړو ته تر وسې وسې کار پیدا کړي.

د اسلامي حکومت معنی یوازې دا نده چې د لمانځه او روژې توصیه وکړي او بس.

بلکه اسلامي حکومت مکلفیت لري چې د اسلام پنځه بناوو د عملي کولو سره سره د مسلمان ملت ټولې چارې اقتصادي وي که تعلیمي،کلتوري وي که سیاسي يا روغتيايي وی که اجتماعي په اسلامي لارې سمبال کړي او پر مخ يې بوځي دغه شان یو حکومت جوړول څه د لسو یا شلو تنو کار نه دی بلکه دغه شان حکومت جوړول ایجابوي چې مؤظف مامورین او کارکوو نکي يې هم د دې ملت سره د زړه له کومې همدرد واوسي.

او په عین حال کې اسلامي جذبه او پوهه هم ورسره وي.

مونږ له خدایه همدغه شان یو حکومت غواړو.

والسلام

مولوي محمد یونس خالص

——

ددې لیکنې لومړۍ دوه برخې

حقيقي مجاهد څوک دی او څه بايد وکړي؟ (۱)

حقيقي مجاهد څوک دی او څه بايد وکړي؟ (۲)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x