نظــر

پر اسلام دښمنه فرانسوي مجلې بريد فردي عمل او که د نورو بريدونو پيل

عبدالباري عطوان

د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته «ايکانوميسټ» مجلې په خپله سرمقاله کې ليکلي و: «دا څه معنا چې موږ پر دوی بريدونه کوو او زرګونو کيلومتره لرې د دوی وژلو پسې ورځو او موږ بايد د دوی له لوري د غچ اخیستو په تمه اوسو.»

تېره ورځ، چې درې ځوانانو په غالب ګومان د کومې جهادي ډلې غړي به وي، د فرانسې په زړه پاريس کې د «چارلي ابدو» اسلام دښمنه مجلې پر دفتر ناتاره ډزې کولې، چې کلاشينکوف او راکټ لانچر هم ورسره وو، چې د مجلې د ريس تحرير «ايډيټر»، څلور کارټون جوړونکو او دوو پوليسو په ګډون يې ۱۲ تنه ووژل، نو د ايکانوميسټ مجلې هغه ديارلس کلنۍ پخوانۍ سرمقاله راياده شوه.

لومړۍ خبره خو دا ده، چې د نظر خاوندانو وژل له شرعي او قانوني پلوه ناروا دي، مګر دا په دې معنا نه، چې خلک دې اسلام او نورو اديانو پسې ژبې راوباسي او د هغوی د معتقداتو او انبياوو سپکاوی دې کوي.

موږ د هغه هندي الاصله برتانوي ليکوال سلمان رشدي هم مخالفت کوو، چې دا يې ويل« اديانو پسې بايد ملنډې ووهل شي» او په عين حال کې سلمان او ډېرو نورو ليبرالانو د همدې فرانسوي مجلې ملاتړ کاو، مګر دا کارونه غلط دي او د اديانو بايد بشپړ درناوی وشي.

«چارلي بدو» مجله له ټولو سرو ليکو ډېره ها پلو واوښته او پر اسلام يې ملنډې پيل کړې او ۲۰۰۶م کال کې يې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم کارټون يې جوړ کړ، چې د يو نيم ميليارد مسلمانانو غوسې يې راپارولې او مظاهرې يې پيل کړې او د دغو مظاهرو په ترڅ کې شاوخوا دوه سوه تنه ووژل شول او ۲۰۱۱ کال کې يې يو ځل بيا د رسول الله صلی الله عليه وسلم او قرانکريم سپکاوی وکړ.

د مجلې خپروونکي او ريس تحرير يې هغه ګواښونه له پامه وغورځول، چې دوی ته کېدل او ګومان يې نه کاو، چې د فرانسې په زړه پاريس کې د دومره امنيتي تدابيرو سربېره دې پر دوی څوک داسې بريدونه وکړي، مګر د دوی فکر او ګومان بې ځايه و.

د فرانسوي مجلې پر دفتر له بريده څرګنديږي، چې جهادي ډلې هر ځای وغواړي بريدونه کولای شي او هغه خلک بايد د دوی ګواښونو ته متوجه شي، چې څوک دوی سره دښمني لري او يا يې عقيدې او دين ته سپکاوی کوي.

د پروني بريد ويډيو چې چا کتلي وي، چې دغه بريدګر په څومره ډاډ او مهارت جګړه کوي او بيا په څومره ډاډ د پېښې له ځايه وځي، نو پوهيږي، چې دې بريدګرو ډېر قوي نظامي درسونه ويلي او په عملي جګړو کې ډېره تجربه لري.

د دې کرښو تر ليکلو هيڅ ډلې د دې بريدونو مسؤوليت نه دی اخيستی او تر اوسه خو ګڼ ضد و نقيض راپورونه راغلي دي.

څوک وايي، چې دا بريد القاعده جهادي ډلې او يا هم اسلامي دولت کړی دی. يو شمېر باوري سرچينې وايي، چې کېدای شي، دا بريدونه د هغو زرو فرانسويانو له خوا ترتيب شوی وي، چې عراق او سوريه کې د اسلامي دولت په ليکو کې جنګيږي او خپل هېواد ته د دې لپاره را ستانه شوي، چې له خپل حکومته د هغو بريدونو غچ واخلي، چې د امريکايي ايتلاف په ترڅ کې يې پر اسلامي دولت کوي.

دغه بريد که کومې جهادي ډلې کړی وي او که فردي عمل وي، خو موخه او هدف يې دا دی، چې اروپا او په سر کې یې فرانسه له دغسې بريدونو سره مخ ده؛ ځکه چې فرانسه مالي هېواد کې د جهادي ډلو پر ضد بريدونه کې قوي ونډه لري او همدارنګه د اسلامي دولت ضد جګړه کې یې اردن ته خپلې جنګي الوتکې لېږلي او غواړي، چې دغه دولت کمزوری او بيا يې له منځه يوسي.

هو! کېدای شي له دغو بريدونو وروسته سخت دريځي ښي اړخي اروپايان د مهاجرو مسلمانانو پر ضد د کرکې او نفرت نور اورونه بل کړي او د هغو لس ميليونو منځلارو مسلمانانو پر ضد ډېر څه وکړي، چې اروپا کې ژوند کوي، مګر اروپايي هېوادونه بايد په دې پوه شي، چې دغه لږه کي مسلمانان په دغو بريدونو کې هيڅ لاس نه لري او دوی بايد د نورو جهادي مسلمانانو په کړنو ونه ځورول شي.

اروپايي هېوادونه او په سر کې يې فرانسه بايد په منځني ختيځ کې له لاسوهنې او نظامي مداخلې لاس پر سر شي او دوی پوهيږي، چې د نظامي مداخلو له امله «تروريزم» نور هم وده کوي او هغوی ته په اروپايي هېوادونو کې د بريدونو او چاودنو نورې اسانتياوې برابروي او سربېره پر دې دغه نظامي مداخلې تر اوسه هم په خپلو موخو نه دي بريالي شوې، بلکې نورې ستونزې يې هم زېږولي دي.

بايد يادونه وکړو، چې د ناټو او ايتلافي هېوادونو جنګي الوتکو ليبيا کوم حال ته وروسوله، له دې وړاندې عراق او افغانستان ويجاړ کړ او وروسته يې سوريه او يمن کې بمبارۍ او مداخلې پيل کړې، چې تر اوسه يې له يو ميليون زيات انسانان قرباني شوي دي.

د لويديځو هېوادو ناکام سياست عربي او اسلامي نړۍ غلام او ناکام دولتونه رامنځته کړي، کورنۍ جګړې د همدوی له لاسه راپيدا شوې، چې نتيجه کې يې جهادي ډلې قوي شوې او اوس بېرته د دغو بريدونو او نظامي مداخلو د غچ اخيستو په موخه مرګوني بريدونه کوي او لس ګونو زره خلک له دغو هېوادونو هره مياشت هجرت کوي دا هر څه د هغو ژمنو برکت دی، چې د فرانسې پخواني ولسمشر ساکوزي عربي ولسونو سره کړې وې، چې دوی د بشري حقونو او ولسواکۍ د تر لاسه کولو په موخه دغه بريدونه کوي.

موږ هيله کوو، چې دغه بريدونه به فردي عمل وي او د نورو بريدونو پيل به نه وي او همدا رنګه له لويديځو هېوادونو هم هيله کوو، چې د عدل او يووالي سياسي فکر خپل کړي، اسلامي هېوادونو کې له مداخلې لاس واخلي او د هغو فعاليتونو او رسنيو مخنيوی وکړي، چې اسلام ته سپکاوی کوي او نړۍ کې د عدالت طلبو قضيو ملاتړ وکړي، چې سر کې يې د فلسطين قضيه ده او د فرانسې په ګډون ټول د فلسطيني ولس په ستونزو او کړاوونو کې لاس لري او دغه ولس له اويا کالو راهیسې ځوريږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x