افغانستان

جوزجان: د منګجیک ولسوالۍ امنیه قوماندان د خپلو ۵ ساتونکو سره وژل شوی دی

police_vehicle_IEDنن ټکی آسیا: نن په جوزجان ولایت کې د د منګجیک ولسوالۍ امنیه قوماندان د خپلو ۵ تنو ساتونکو پولیسو سره د طالبانو په یوه برید کي ووژل شو.

د جوزجان ولایت د امنیه قومانداني د امنیت امر محمد ابراهیم ویلي چي طالبانو د یادي ولسوالۍ په شیخ راز سیمه کې د دغه قوماندان پر موټر ډزی وکړي چي له کبله يې هغه مړ او ۵ تنه نور پولیس ورسره ووژل شوه.

ویل کیږي چي ددغه قوماندان نوم حق نواز وو.

د نومړي په وینا په وژل شویو کسانو کي دیادي ولسوالۍ څارندوال هم شامل دی.

له بلي خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي دا یو وسلوال برید نه بلکي په چاودنه کې دغه کسان وژل شول.

جوزجان یو د هغو ولایتو څخه دی، چیري چي نسبتا د طالبانو عملیات کم وي، خو په دې وروستیو کي دلته هم ددوی عملیات خورا پراخ سوي دي، او څو ورځي تر مخه يې د همدې ولسوالۍ د ملي پيوستون یو تن کارکوونکی ووژلو.

او ویل کیږي چي دغه مرکزي ولسوالۍ کې د طالبانو د عملیاتو او نورو فعالیتونه په کي نشت برابر وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x