نړۍ

فرانسوي پولیسو رسول الله ﷺ ته توهین کوونکي مجلې پر دفتر د بریدګرو عکسونه خپاره کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۸مه ۱۳۹۳ل): فرانسوي پولیسو د هغو درې تنو بریدګرو له منځه د دوو تنو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته توهین کوونکي مجلې «چارلي ابدو» پر دفتر يې برید کړی و او تر برید وروسته په تېښته بریالي شوي وو، عکسونه او نومونه خپاره کړل.

د فرانسې ملي پولیسو رسمي وېبپاڼې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له خلکو غوښتي چې د سید کاوچي Said Kouachi او چيریف کاوچي Cherif Kouachi په اړه چې چېرې يې په نظر ورغلل، دوی ته معلومات ورکړي.

پولیس وايي چې دواړه بریدګر ورونه دي او عمرونو یې ۳۰ او ۳۲ کاله دي.

دوی همدا راز ویلي چې خلک باید له احتیاطه کار واخلي ځکه بریدګرو سره وسله ده او شاید د کوم حرکت په کولو سره پر نورو برید وکړي.

په عین حال کې فرانس پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته توهین کوونکې مجلې دفتر باندې بریدکوونکی شکمن کس چې ویل کیږي ۱۸ کلن دی پولیسو ته تسلیم شوی دی.

پولیسو هم تایید کړې چې یو تن شکمن کس ورته تسلیم شوی او پاتې دوه کسان چې ورونه دي، دوی یې د نیولو په لټه کې پراخه عملیات پیل کړي دي.

د یادونې وړ ده چې پرون /چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه/ درې تنو بریدګرو د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د هغې طنزیه مجلې چې شاوخوا درې کاله وړاندې یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه توهینوونکی کارتون خپور کړی و، وسله‌وال برید وکړ.

په دغه برید کې د مجلې د ايډيټر او ۴ مهمو کارتونستانو (کارتون رسموونکي) په شمول ۱۲ کسان ووژل شول.

دغه برید په داسې حال کې وشو، چې د مجلې کارکوونکي د دفتر دننه پر کار لګیا و.

راپورونه وايي چې بریدګرو د «الله اکبر» او «د رسول الله صلی الله علیه وسلم انتقام مو واخېست» چېغې وهلې.

فرانسوي پولیس مني چې بریدګر په کوم ډول راغلي، بیا څه ډول یې د مجلې پر دفتر برید کړی، بیا څومره په اطمینان يې کسان ویشتلي او بیا په تېښته بریالي شوي، له دې څرګندیږي چې بریدګر ښه سم روزل شوي کسان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابن شهید ين

اللهم احفظهما واستر هما وانصرهما وثبتهما .. يارب تا ته حمد شكر او ثنا ده جي ستا دبر حقه نبي صلي الله عليه وسلم ددفاع ريشتوني زوانان شته .
قسم به الله كه دغه زاوان را نيز دي واي اقلا يو زل خو بمي به دي تندي شكل كري واي ..
زرونه يي راته يخ كرل سينو ته يي را شفا وموند له ..

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x