
اسلام اباد کې د ۲۰۰ خطيبانو د نيولو امر شوی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې پوليسو د دوو سوو جوماتونو خطيبانو د نيولو امر کړی دی.
د اسلام اباد پوليسو دا امر په داسې حال کې کړی، چې تېره ورځ د پاکستان ملي اسامبلۍ او مشرانو جرګې اساسي قانون کې ۲۱تعديل د رايو په اکثريت تصويب کړ.
د پاکستاني رسنيو له قوله د پوليسو حوزو د دوو سوو خطيبانو د نيولو چارې پيل کړي او ګناه يې دا ښودل شوې، چې دغو خطيبانو د جوماتونو له لاسپيکرو ناوړه استفادې کړي دي.
۲۱ تعديل د څه لپاره؟
پاکستان کې د طالبانو او نورو مخالفينو د بريدونو، چاودنو او د هغوی د خواخوږو د ځپلو لپاره پاکستان د نظامي محکمو د فعالولو پرېکړه کړې او په دې اړه يې ملي اسامبلۍ او مشرانو کې جرګه کې ۲۱ تعديل تصويب کړ، چې له مخې به يې نظامي محکمې قانوني شي.
دغه قرارداد د رايو په اکثريت ومنل شو او د مذهبي ګوندونو په ګډون د پارلمان هيڅ غړي د نوموړي قرارداد مخالفت ونه کړ.
د عمران خان ګوند د احتجاج په توګه پارلمان کې حاضر نه و او د مولانافضل الرحمن په مشرۍ جمعيت علماء اسلام په رايو کې ګډون ونه کړ.
يو شمېر مذهبي او سیاسي څېرې وايي، چې د ۲۱م تعديل موخه پاکستان کې د مذهبي فعاليتونو، مدرسو او جوماتونو پر ضد د عملياتو پیل بلل کيږي او د تروريزم ضد جګړې په ترڅ کې حکومتي چارواکي غواړي، چې د هېواد په لروبر کې هغه مدرسې او جوماتونه بندې يا له منځه يوسي، چې د دوی په ګومان له جهادي ډلو سره خواخوږې يا مرسته کوي.
د پاکستان ګڼو سياسي ګوندونو د ۲۱م تعديل په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړي، چې دې سره به د ملکي حکومت حيثيت له منځه ولاړ شي او د نورو چارو سربېره محکمه به هم د پوځ کنټرول کې شي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودهري نثار علي خان وايي، چې د پاکستان ډېری مدرسې امن پلوې دي او هيڅ وسله والې ډلې سره اړيکې نه لري او دوی به هيڅکله اجازه ورنکړي، چې د ديني مدرسو پر ضد دې علميات وشي او يوازې هغه مدرسې به په نښه کيږي، چې وسله والو سره اړيکې لري.
ښه وشو چی دا ملایان د پاکستان اصلیت وپیژنی