غزنی: په ګیلان کې یو اربکی قومندان وژل شوی او بل مرګونی ټپي دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): په غزني کې د ګیلان ولسوالي د اربکیانو قومندان عنایت الله د طالبانو په مخامخ نښته کې ووژل شو او ورسره قومندان مرګونی ټپی شو.

په قومندان عنایت الله نن تر غرمې وړاندې شاوخوا لس بجې د ګیلان ولسوالي په اغوجان سیمه کې برید وشو، چې نوموړی ځای پر ځای ووژل شو او قومندان رحیم الله سخت ټپي شوی دی.
طالبانو د برید مسوولیت منلی او ويلي يې دي چې د دوی ملګرو د خیبر عملیاتو په لړ کې د ګیلان ولسوالي په اغو جان سیمه کې د قومندان عنایت الله وژلی او قومندان رحیم الله يې شدید ټپي کړی دی.

قومندان عنایت الله چې په سیمه کې په خورا وحشت مشهور و، د ګیلان په اغوجان، شینکۍ او الخ کلیو کې يې د خپلو پرسونلو لپاره خوارکي توکي له خلکو نه په زور اخیستل.

په یادو کلیو کې پر هر کور درې وخته شپېته ډوډۍ او درې کیلو د پسه غوښه مقرره وه، چې د انکار په صورت کې يې قومندان عنایت الله د مرګ امر ورکړی و.

په غزني پوهنتون کې د ګیلان ولسوالي د شینکۍ د کلي یو تن محصل د نوم نه ښودو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې د دوی د کلي نږدې اوه سوه کورنۍ د قومندان عنایت الله د پرسونلو خوراکي لګښت نه شوای ور پوره کولای، ځکه خو يې اغوجان او الخ کلي هم پکې را شریک کړي و.

د نوموړي په قول د دې قومندان له لاسه محصلین خپلو کورونو ته نه شوای تللی، ځکه چې هغه محصلین د دولت خلک بلل او په زور يې دې ته اړ کول چې له دوی سره ټوپک واخلي او اربکیتوب ومني.

تر دې وړاندې د غزني د مقر ولسوالي د اربکیانو عمومي قومندان فیضول هم د طالبانو په بمي چاودنه کې ووژل شو، چې په تر لاس لاندې سيمو کې يې اذان منع کړی و.

یاده دې وي څو ورځې وړاندې د لوګر ولایت په بره کي برک ولسوالي کې د اربکیانو عمومي قومندان حاجي خليل هم د طالبانو په مخامخ برید کې ووژل شو.

تر دې وړاندې قومندان سید اغا، قومندان سبزعلي، قومندان یاسینک په لوګر کې او قومندان لنډو په زابل کې په یو بل پسې پرلپسې ووژل شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د