د مبایل تیلیفون له لیاری څوک څرنګه تعقیبدلای شي: قدم په قدم په عملی بڼه کی

لیکوال: انجنیر سید احمد شاه سادات

د مخابراتو د علومو ماستر او متخصص

د مبایل تیلیفون د لیاری د یو شخص او یا د یو عرادی تعقیبیدل د نوی عصر یو له زړه پوری لاسته راوړنو څخه ده چه د ضرورت په وخت کی دولتی چارواکی او شخصی شرکتونه تری استفاده کوي.

د مبایل په واسطه تعقیبیدل هم مثبت او هم منفی اړخونه لري. چه مثبت اړخونه یی د ورانکارو او د ورانکارو د ځالو له منځه وړل دي او د یوی عرادی تعقیبیدل دي چه چیرته او کوم ځای ته ورسیده او هم د کوچنیانو د خپلو والدینو په واسطه تعقیبیدل دي.

همدا راز ډاکتر کولای شی چه په ژوندی بڼه د خپل مریض په هکله په ژوندی بڼه معلومات را ټول کړی او هم یی تر نظارت لاندی ونیسی. منفی اړخونه یی دا دي چه د انسان آزادی ورسره ختمیږی، ځکه دلته هر وحت یو څوک شته چه د ستا د موقعیت په هکله معلومات ورسره دي چه ممکن ډیر خلک دا نه خوښوي.

که مبایل تیلیفون نه ګرځوی د نړۍ سره روابط دی سلب دي او که ګرځوی یی نو آزادی دی سلب ده.

که د مبایل نمره دی چاته نه ورکوی او استفاده تری نه کوی نو د مبایل ګرځول بی فایده دی، او که یی استعمالوی نو ا‌زادی دی سلب ده، دلته حتمآ یو څوک شته چه په اړه دی معلومات ورته شته چه ته چیرته یی. د مبایل پواسطه تعقیبیدلو لپاره صرف او صرف دومره هم کافی دی چه مبایل دی په جیب کی پروت وی، او که تری تیلیفون وکړی او یا ټکسټ ولیږی بیا خو کار ډیره اسانه کوي.

زه په لاندی ترتیب په ژوندۍ بڼه یوه د مبایل نمره چه ما د کار لاندی نیولی ده دلته یی تاسی سره قدم په قدم تعقیبیدل تاسی سره شریکوم. البته زه د اکسفورد پوهنتون تدریسی مبایل شبکه استعمالوم، او اصلی د مبایل شبکو دستګاوو ته د انګلستان د امنیتی ارګانونو څخه بغیر هیڅوک لاسرسی نه لري.

د تیلیفون په دستګاه کی ددغه کس د مبایل ډاټا په لاندی ډول پرته ده. چه زه یی د کار لاندی نیسم او تحلیلوم یی.

Message Header Serving Cell RX-Level BSIC/ BCCH Neighbour Cell RX-Level BSIC/  BCCH Latitude Longitude
Measurement Report -89 42/71 -77 43/99 51.75473 -1.22887
Measurement Report -90 42/71 -77 43/99 51.75478 -1.22873
Measurement Report -90 42/71 -77 43/99 51.75478 -1.22873
Measurement Report -90 42/71 -77 43/99 51.75483 -1.2286
Measurement Report -92 42/71 -76 43/99 51.75483 -1.2286
Measurement Report -92 42/71 -76 43/99 51.75488 -1.22847
Handover Command -92 42/71 -76 43/99 51.75488 -1.22847
Handover Complete -91 42/71 -76 43/99 51.75488 -1.22847
Measurement Report -91 42/71 -76 43/99 51.75493 -1.22833
Measurement Report -80 74/543 -75 43/99 51.75493 -1.22833
Measurement Report -80 74/543 -75 43/99 51.75498 -1.2282
Measurement Report -87 74/543 -80 43/99 51.75509 -1.22794
Measurement Report -87 74/543 -78 43/99 51.75509 -1.22794

په پورتنی جدول کی که مونږ وګورو د دغه شخص کوردینات په دیسیمل کی دي. مونږ یی په درجو زاویه او سیکنډونو اړوو.

ددی کوردیناتو اړولو لپاره پروګرامونه هم شته او ویبسایتونو هم شته چه اړولی یی شي. مونږ له لاندی سایټ نه استفاده کوو.
http://transition.fcc.gov/mb/audio/bickel/DDDMMSS-decimal.htm

mobile trace 1

په همدی ترتیب ټول ډیسیمل کوردینات په درجه مینټ او سیکنډ اړوو او لاندی جدول لاسته راوړو.

Latitude Longitude Converted Latitude Converted Longitude
51.75462 -1.22913 51° 45′ 16.632″ -1° 13′ 44.868″
51.75468 -1.229 51° 45′ 16.848″ 1° 13′ 44.4″
51.75468 -1.229 51° 45′ 16.848″ 1° 13′ 44.4″
51.75473 -1.22887 51° 45′ 17.028″ -1° 13′ 43.9314″
51.75473 -1.22887 51° 45′ 17.028″ -1° 13′ 43.9314″
51.75478 -1.22873 51° 45′ 17.2074″ -1° 13′ 43.428″
51.75478 -1.22873 51° 45′ 17.2074″ -1° 13′ 43.428″
51.75483 -1.2286 51° 45′ 17.3874″ 1° 13′ 42.9594″
51.75483 -1.2286 51° 45′ 17.3874″ 1° 13′ 42.9594″
51.75488 -1.22847 51° 45′ 17.5674″ -1° 13′ 42.4914″
51.75488 -1.22847 51° 45′ 17.5674″ -1° 13′ 42.4914″
51.75488 -1.22847 51° 45′ 17.5674″ -1° 13′ 42.4914″
51.75493 -1.22833 51° 45′ 17.748″ -1° 13′ 41.9874″
51.75493 -1.22833 51° 45′ 17.748″ -1° 13′ 41.9874″
51.75498 -1.2282 51° 45′ 17.928″ -1° 13′ 41.5194″

اوس دغه پورتنی کوردینات په ګوګل نقشه کی پیدا کوو او د هغه بی ټی ایس انتن ساحی هم پیدا کوو چه دغه مبایل تری سیګنل اخلي.

له پورتنی کوردینات څخه دا معلومیږی چه دغه مجرم کس په لاندی موقعیت کی قرار لری.mobile trace 2

اوس مونږ ګورو چه مطلوب مبایل له کوم بی ټی ایس انتن نه سیګنل اخلي.

له دغه لاندی افکام ریګولیتری ( د انګلستان د مبایل خدماتو د مونیتور اداره) بریښنا پاڼه څخه استفاده کوو چه معلوم کړو چه نژدی د بی ټی ایس انتن چیرته دی.

مونږ وینو چه ددغه نظارت لاندی مطلوب شخص خواته نژدی انتنونه په لاندی ډول دي.
http://www.sitefinder.ofcom.org.uk/search

mobile trace 3

له هغه کوردیناتو چه مونږ یی په جدول کی تر لاسه کړل وینو چه دغه د نظارت لاندی مطلوب شحص له ودافون دریم نمبر انتن نه سیګنل اخلی او په لاندی د سرک تر غاړی په لیاره روان شوی دی. دغه ساحه لندن سرک نومیږی او په اکسفورد انګلستان کی ده.mobile trace 4

په پورته د ګوګل نقشه کی دا هم وینو چه په یوه نقطه کی د مطلوب شخص د مبایل سیګنل د دریم نمبر سایټ پر ځای د څلورم نمبر سایټ (انتن) څخه سیګنل اخلی چه هندور ورته وایی.

په دستګاه کی ښایی چه ددغو دوو بی ټی ایس انتن ساحی په لاندی کوردیناتو قرار لري.

ددریم نمبر بی ټی ایس انتن کوردینات:

Latitude= 51:45:18.35 (51.755097), Longitude= 1:13:27.63(1.224342)

د څلورم نمبر بی ټی ایس انتن کوردینات:

Latitude= 51:45:02.97 (51.750825), Longitude= 1:14:39.58(1.244328)

اوس ددغو دوه بی ټی ایس (انتن) او د مبایل تر منځ فاصله معلوموو. ددغه لاندی بریښنا پاڼی څخه استفاده کوو.
http://andrew.hedges.name/experiments/haversine/

mobile trace 5
د پورتنی بریشنا پاڼی څخه په استعفاده دا ویلی شو چه مطلوب شخص په ذکر شوو کوردیناتو کی د انتنونو څخه په لاندی فاصله کی قرار لري.

Latitude Longitude Converted Latitude Converted Longitude Distance from cell site-3 Distance from Cell site-4
51.75462 -1.22913 51° 45′ 16.632″ -1° 13′ 44.868″ 0.334km 1.128km
51.75468 -1.229 51° 45′ 16.848″ 1° 13′ 44.4″ 0.324km 1.139km
51.75473 -1.22887 51° 45′ 17.028″ -1° 13′ 43.9314″ 0.314km 1.15km
51.75478 -1.22873 51° 45′ 17.2074″ -1° 13′ 43.428″ 0.304km 1.161km
51.75483 -1.2286 51° 45′ 17.3874″ 1° 13′ 42.9594″ 0.295km 1.171km
51.75488 -1.22847 51° 45′ 17.5674″ -1° 13′ 42.4914″ 0.285km 1.181km
51.75493 -1.22833 51° 45′ 17.748″ -1° 13′ 41.9874″ 0.275km 1.192km
51.75504 -1.22807 51° 45′ 18.144″ -1° 13′ 41.052″ 0.257km 1.214km

تاسی وینۍ چه مطلوب شخص موقعیت او د هغی فاصله د دواړو انتنونو څخه په پوره دقیق ډول مو پیدا کړه. 

اوس که امنیتی اداره هر څه کول غواړی پر مطلوب شخص یی تطبیقولی شي.

زمونږ د ګران هیواد د مخابراتو ډاټا خوندي نه ده او هر څوک ورته لاسرسی لرلای شي او په راتلونکی کی ډیر مشکلات زیږولای شي. زمونږ د افغانستان اړونده چارواکی په وړو وړو شیانو اخته دي او لوی لوی کارونه تری پاته دي چه یو له دغو لویو کارونو همدغه د مخابراتو دستګاه ته لاسرسی دی چه هم غږیز پیغامونه او هم د مبیایل کوردینات پکی ثبت دي.

د ټولو مخابراتی شرکتونو ډاټا باید پوره خوندي وی او هر شخص باید لاسرسی ورته ونه لري، خو ما دا خبره په تکرارډول کړی ده چه د مخابراتو محرم اسنادو ته لاسرسی خوندی نه دی او نتیجه یی هم ولیدل شوه چه په تیرو انتحاباتو کی وخت نا وخت غږیز ریکارډونه میډیا ته راووتل.

غږیز پیغام خو لا یو مشکل او که د ځای معلومول عامو خلکو ته لاسرسی وموند نو بیا تاسی به شاهد اوسۍ چه په سلګونو خلک یو او بل د خپلو شخصی او سیاسی موخو لپاره له منځه وړي.

او که بهرنی استخبارات ورته لاره پیدا کړی بیا خو هیڅکله هم له هغوی دا راز افشا نه شی او په مسلسله توګه به په افغانستان کی خپل اهداف پر مخ وړي.

والسلام

انجنیر سید احمد شاه سادات
د مخابراتو د علومو ماستر او متخصص
د یو اباد او مترقی افغانستان په هیله
اکسفورد، انګلستان



3 تبصرې

  1. شیی لانسته

  2. داغه ۴/۵ورزی کیژی چی د خپلی پانی شکل مو بدل کری ده پخوانئ بنه یئ صحیح وه اوس مهال په اندرائت موبائل کی ستاسی پانه نه زوم کیژیلطفا پخوانی شکل ته ئی بیرته راولئ.زما دسترگو دید کمزورئ ده زکه زما لپاره ده موبائل سائت زوم کیدل ضروری وی . مننه وسلام علیکم. کریم خان ده پاکستان له سنده ایالت نه

  3. اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته ګرانو ستاسی د ارواپوهنی په اءه خپرونی نشته

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.