fbpx

اشرف غني د رسول الله ﷺ د توهین؛ غچ اخیستونکی برید په کلکو ټکو غندلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني په فرانسه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د توهینونکې مجلې پر دفتر برید په سختو ټکو غندلی او دا يې وحشیانه عمل بللی دی.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني دا پېښه غندي او د فرانسې له جمهور رییس، د فرانسې له خلکو او د وژل شویو له کورنیو سره په درد ور شریک دی.

د خبر پاڼې له مخې په فرانسه کې دغه برید یو وحشیان عمل بلل شوی دی او ويلي يې دي چې د دې «ناوړه» کار لپاره هیڅ توجیه شتون نه لري.

په خبر پاڼه کې ویل شوي چې «تروریزم» د افغانستان په شمول د سیمې لپاره ګواښ دی او باید پر وړاندې يې په ګډه جدي مبارزه وشي.

د یادونې وړ ده چې پرون /چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه/ درې تنو بریدګرو د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د هغې طنزیه مجلې چې شاوخوا درې کاله وړاندې یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه توهینوونکی کارتون خپور کړی و، وسله‌وال برید وکړ.

په دغه برید کې د مجلې د ايډيټر او ۴ مهمو کارتونستانو (کارتون رسموونکي) په شمول ۱۲ کسان ووژل شول.

د فرانسې پولیس وايي چې له دریو تنو بریدګرو نه يې دوه تنه پېژندلي، چې سید کاوچي Said Kouachi او چيریف کاوچي Cherif Kouachi  نومېږي او په خبره يې دواړه سره وروڼه دي.

پولیسو له خلکو غوښتنه کړې چې د دوی په نیولو کې ورسره مرسته وکړي.

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
naweed
میلمه
naweed

داسی سوک شته چی غنی نه دا پختنه وکری چی دا نن په خوست کی 25 سربازان په شهادت رسیدلی ایا دا کم دول عمل دی د ولسمشر نوم خو درته نشو اخستی زکه که ولس مشر وی نو د ولس د درد نه به خبر وی

مهاجر فراهی
میلمه
مهاجر فراهی

دابه شاید درولا غنی په اشاره داغبرگون شودل سوی وی

رښتین خوږیاڼی
میلمه
رښتین خوږیاڼی

ااشرف غني دلته د همدې لپاره تپل شوی، چې دلته اسلام سیکولر کړي او اسلامۍ مقدساتو ته سپکاوی کوونکی په سزا ونه رسول شي.

ميرويس
میلمه
ميرويس

اشرف غني خو هر چا ته معلوم دي چي څوک دي۔ الله (ج) دي و ده ته او د ده په شان نورو ټولو ته هدايت وکړي۔ د

مرګ تر مخه دي الله تعالي اصلاح کړي۔ زه و دي ته ډير حيران او په تعجب کي يم چي دي و عمري يا حج ته د څه لپاره

تللي وو ؟

کمونسټان خو حج ته نه تلل او دوي ولي ځي ؟؟؟ ۔۔۔۔۔۔۔

ساپي
میلمه
ساپي

ښاغلي ډاكترصيب اشرف غني. په رښتيا اوس مي زړه ته ولويده چي ته خپلوچپي اوكمونستي افكارواودخپلي ميرمني مقدساتوته ژمن اوپه درنښت ورته گوري زماداندته په حقه يي كه چيرته چادماركس،لينن اوانگلزسپكاوي كړي واي نوپوهيږم چي اوربه درباندي بل شوي واي اوغوغابه دي ټوله نړئ په سر راخيستي واي اودغندني حق به هم ستاپخواء واي ځكه دغه خلك ديونيم ميلارده انسانانو دفاع كي ودريدلي دي چي استكباري نړئ يي تروريستان بولي خوزماتا اوستاپه شان سيكولران ته يووړانديزدي چي خپلوبادارانوسره يي شريكه كړي چي دنورواديانواهانت كول داصلي بشرې قوانينوسره اړخ نه لگوي نوبايدپه كلكه ډډه تروشي ځكه هرچاته خپله عقيده دقدروړده اوسپكاوي… نور لوستل »