fbpx
لیکوال رحیم بریال، د بګرام پخوانی زنداني

له ښوونځي نه تر بګرامه ! (څلورمه برخه)

لیکوال: رحیم بریال

…په تېر پسې

ابو ناصر خپلو ملګرو ته دتېښتې په اړه لازمې لارښوونې وکړې او ښه یې وپوهول، د تېښتې پلان برابر شو ،ملګرې یې زړه نا زړه و خو ابوناصر تر ټولو لومړی له دروازې څخه بهر شو نورو ته یې د راتلو ایشاره وکړه ،او دوی هم له شا ورپسې شول ، ابو ناصر لږ ښي خواته مزل وکړ د دیوال سیورې تر څنګ یې یوه دقیقه انتظار وکړ ،نیمه شپه وه ، په ټول زندان چوپه چوپتیا خپره وه، هیڅوګ نه تر سترګو کیدل ، دشپې پرمهال به تیز سپین رنګه ګروپونه ټول ګل و ،یوازې هغه ژیړ بلفونه به بل پاتې کیدل چې دخوب پرمهال به کار ترې اخیستل کیده خو بیا هم ټول زندان رڼا و ابو ناصر لږ نور هم وړاندې لاړو زړه یې ډاډه و چې څوګ نشته غوښتل یې چې شاته ملګرو ته یې مخ راواړوي خو د چا د پښو ښکالو یې واوریده ، د کثافاتو یوه بیلر شاته غلی شو ، ویې لیدل چې یوعسکر مخامخ راروان دی په لاسونو کې یې هغه پلاستیکي خلتې نیولې چې دکثافاتو لپاره به بیلرونو ته ور اغوستل کیدې عسکر رانیږدې شو ،په یو څو بیلرونو یې خلتې وا غوستلې ، د ابوناصر زړه ریږدیده خو څه یې کړي وای نه په شا تللی شو او نه مخ پر وړاندې ، ځان یې تقدیر ته وسپاره ،کله چې عسکر دده په خوا د راتلو اراده وکړه سمدستي مخابره وشغیده عسکر ته یې مشرانو په انګلیسي کې څه وویل ،عسکر ځواب ورکړ او په منډه په یوه لورې ولاړ، د ابوناصر زړه ډاډه شو ایلا یې رنګ ته وینه ورغله ، دوعاګانې یې په ځان شف کولې ، ملګرې یې هم رانیږدې شوي و ابوناصره په یوه منډه دغسل خانو په لورې منډه کړه او له یوه اوږده دهلیزه تیر شو ،کله چې دی له سترګو پنا شو ملګري یې هم یو یو ورپسې ورغلل په حمامونو کې یو عسکر هم نه لیدل کیده، د اختیاط لپاره یې لږه چوپتیا غوره کړه او څک غوندې شول څه اورې چې دموسیقی نری نری اواز راځي ، حمامونو ته مخامخ پاس یوه چوتره وه دوه پیرداران پاس په کرسی کې یو بل ته مخامخ دې ناستې په شکل ویده دي ،موسیقي ورته چالان ده او له هرڅه ناخبره غورهاری کوي، ابوناصر او ملګرو ته یې دا یو ډیر طلایي چانس و ،په حمامونو یې شاوخوا نظر واچوه کیڼي خوا ته لږ ها خوا هغه الماري یې تر سترګو شوه چې د بندیانو جامې پکې ایښي وې ، ددې ترڅنګ هغه شین رنګه جامې هم وې چې امریکایي ساتونکو به د زندانیانو دسرونو کلولو پر وخت ترې لنډ مهالی کار اخیست، هغه لباس یې را واخیست او خپلې سرې جامې یې وباسلې ،اوس نو ددې وخت رارسیدلی و چې بهر ته وتلو لپاره پلان پرمخ بوزي ، ملګرو ته یې وویل چې تاسو به یو یو راپسې یی او د کثافاتو ډکې خلتې به مو پر سر ایښي وي ترڅو ساتونکي دا ګمان وکړي چې دا دتنظف کسان دي ،همداسې یې وکړل د زندان په دا خل کې له یوې دوو دراوزو څخه بې له کومې ستونزې ووتل خو کله چې بهرنی عمومي دروازې ته ورسیدل نو له سختې مایوسی سره مخ شول ،په دروازه کې یو عسکر چې چاریدار ټوپک یې پرغاړه دې د دروازې تر څنګ قدم وهي په ژورو سوچونو کې ډوب دی کله ها خوا او کله دې خوا ځې او راځي، دوی لږ انتظار شول ملګرو ته یې د ودریدو ایشاره وکړه ،په فکر کې یې څه وروګرځیدل پدې پوی شول چې دعسکر په شتون کې په هیڅ صورت هم نشو کولای چې له دروازې دباندې ووزو، عسکر چې کله دوی ته شا شوه نو ابوناصر پرې ورټوپ کړ له هرڅه ناخبره عسکر پدې نه پوهیده چې زه د چا اوسپنیزو پنجو ته لویدلی یم ،په مری یې لاس ورټینګ کړ او نیږدې د خوړو ګدام پر لور یې کش کړ یو درې بکسه یې سم ګرم کړ چې له دې سره عسکر په ځمکه راولوید په مری یې کلکه پښه ورکیښوده تر څو فریاد یې نور عسکر راخبر نکړي ،په یوه دقیقه کې یې دریشي ترې وباسله آو پرتن یې کړه اوس نو ابوناصر یو پوځي ښکاریده خولۍ یې پر سر او ټوپک یې پر اوږه کړ دا لکه چې هماغه کوټه وه چې زه او اصف همدا اوس پکې ناست یو ،ابوناصر د دریشی جیبونه تلاشي کړل خو ددروازی کیلي یې پکې پیدا نکړه بلاخره د مخ پرجیب یې لاس وواهه په کیلی یې ګوتې ولګیدې ،دروازه کې ولاړ پیرداربه تل کیلي دمخ په جیب پورې په یو معمولي اوږده تار راځوړوندوله چې د اړتیا پر مهال به یې سمدستي کار ترې اخیسته، ابوناصر له کوټې څخه بهر راووته ملګري یې چې تراوسه ددیوال ترڅنګ خلتې پرسرونو نیولې سم وویریدل ، دوی دا ګمان وکړ چې عسکر بهر په وتلو بریالی شو او ابوناصریې وژلی او یا نیولی دی، لاسونه یې په ریږدیدو شول اوخالتې ترې لاندې را وغورځیدې له دې سره ابوناصر پرې غږ کړ چې مه ویریږی کار خلاص شو راځي !!

ملګرو یې بیرته خلتې پرشا کړې او په ده پسې شول ، ابوناصر په ان پن کې اوسپنیزه دروازه پرانیستله او دباندې ووتل ،په څلورو کالو کې یې دا لومړی ځل و چې په شنه او له ستوروډک اسمان یې سترګې ولګیدې،ښې لاس ته په کږو لارو وخوځیدل او په یوه خالیګاه کې د مشورې لپاره سره راغوڼد شول ابو ناصر له ملګرو وغوښتل چې باید ټول د کایناتو دمالک پر وړاندې شکرانه ادا کړو ،دده په خبره ټول خپل ژغورونکي ذات ته پر سجده پریوتل او دوعاوې یې وکړې چې :

اې پالونکیه او ژغورونکیه ربه!

ته مو تراخیره حفاظت وفرمایې او مرستندوی موشې !

الهي ! ته پوهیږې چې مونږ د دې لپاره نه تښتو چې مونږ بزدله یو، خپلو کورونو ته ستانه شو او دعیش او عشرت ژوند غوره کړو،بلکه ستا د کلیمې د اوچتوالې په خاطرغواړو چې دقربانی په ډګر کې خپله وروسته څاڅکه وینه هم نذرانه کړو،
اې دمجاهدینو ربه ! تاته خو علم شته او په هرڅه پوه یې که مو پاتې ژوند ستا په لار کې دجهاد او سرښندنې لپاره نه وي نو یوه دقیقه مو هم ژوندي پاتې مکړې او همدا اوس مو پرې شهیدان کړې او که تاته مو خدمت کول منظوروي نو تر اخیره مو پښې او قدمونه محکم کړې ،همت راکړې او پر وړاندې مو شته خنډونه له منځه یوسې!

ستره ذاته! ددې وخشیانو داسې سترګې راباندې ړندې کړې لکه څنګه دې چې پر خپل محبوب رسول الله صل الله علیه وسلم دمکې مشرکینو سترګې پوچې کړې!

امین ! ټولو په یو غږ امین وویل ،هریوه څلورو ملګرو مختلفې مسنونې دوعاګانې ، قراني ایتونه اودیاسین سورې اووه مبینه پرځان شف کړل ،وجعلنا من بین ایدیهم سدا ومن خلفهم سدا فااغشیناهم فهم لایبصرون ، او ، الهم انا نجعلک في نحورهم ونعوذ بک من شرورهم دوعاګانې یې بار بار تکرارولې ، مخ پر وړاندې روان و بهر په میدان کې تکه سپینه رڼا وه ،هره خوا په بجلیو او ګروپونو باندې ښایسته وه ،بهر یو لوی انګړ و چې په څلورو خواو کې یې د سړي د قد په اندازه له ځمکې پورته ټاورونه جوړ کړي وي چې تر ډیره لیري په کې ناستو پیرادرانو منطقه څارلی شوه ،په لومړیو وختو کې نه دومره امنیتي تدابیر نیول شوي و او نه دومره زیاتې دروازې وې لکه اوس چې دبګرام زندان په بې شمیره اغزنو تارونو اولږ تر لږه په اوو د روازو پوښل شوي دی هره دروازه یې ځان ځانته پیردار او بیلابیل قلفونه لري ،چې په هر نیم ساعت کې یې ساتونکي بدلیږي را بدلیږي.

ابوناصر او ملګرې یې په ډاډه زړه پر مخ راوان دي پاس په ټاورونو کې ناست عسکر له خپل ګرل فرینډونو سره په لپ و جپ او کړسنده خنداګانو بوخت دي ،له دې انګړ څخه بې له کومې ستونزې بهر شول یو بل پراخه انګړ مخې ته راغی ، ددې انګړ څلوردیوالي هم دتیر په شان شاوخوا له خاورو ډکو بوجونو څخه جوړه وه ،فرق یې دا و چې پدې کې کوم امنیتي ټاور او پوسته نه وه ،ځوانان بې غمه تیرشول، مخې ته یو پوخ قیر شوی سرک راغی ، دسرک ها خوا ډیری کارګر مزدوران لګیاو چې په لویو موټرونو کې کثافات بارول او چا همالته خپل کنټینرونه ودرولي و او قرار بې غمه د موټرو په سیټونو کې غځیدلي و ، دوی هم بې له ځنډه دا کاریګرو خواته ځانونه ورسول او ابوناصر ته که څه هم ستونزه نه وه ولې چې پوځي دریشي یې پرغاړه و او ترټولو مخکې و خو بیاهم د ملګرو په شنه لباس یې هر وخت امریکایي عسکر شکمنیدای شول نو ځکه یې غوره وبلله چې په خوا و شاکې په کار کولو ځان بوخت وساتي ترڅو ایخوا دیخوا تلونکي په موټرو کې سپاره امریکایان په دوی د نابلدو ګمان ونکړي، لنډه دا چې له یو څلورو پنځو اوږدو پراخه میدانونو تیرشول ،کله به یې دکثافاتو بیلرونه او خلتي په سر واړولې او کله به دموټرو شاته غلي شول ،اوس نو داسې ځای ته رسیدلي و چې باید دهوایي میدان له دیوالونو واوړي .

نور بیا .. . .

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

یوه غوشتنه لرم دوسته له شونزی نه ترباگرامه داستان لژدیردیرنشروی