په څو کرښو کې لوی مفاهیم (11)

حامد افغان

 1) بښنه او مغفرت غوښتل

علي ابن ابي طالب رضی الله عنه وایي: ابوبکر صدیق راته ویل چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مې اوريدلي ویل یې: هر سړی چې ګناه وکړي بیا ولاړ شي په ښه توګه اودس وکړي او له الله نه بښنه وغواړي الله به خامخا بښنه ورته کوي، وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم دا ایت تلاوت کړ: عن علي بن أبي طالب رضي الله عنه قال: حدثني أبو بكر الصديق – وصدق أبو بكر -: سمعت النبي – صلى الله عليه وسلم – يقول: ما من رجل يذنب ذنبا، ثم يقوم فيتطهر، فيحسن الطهور، ثم يستغفر الله عز وجل إلا غفر له. ثم تلا: وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً . اخرجه احمد والاربعة.

وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللَّهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ وَمَنْ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا اللَّهُ وَلَمْ يُصِرُّوا عَلَى مَا فَعَلُوا وَهُمْ يَعْلَمُونَ. [آل عمران (135) ] . یعني او هغه خلک چې لویه ګناه وکړي او یا په ځانونو ظلم وکړي نو الله او د هغه وعید یاد کړي او د خپلو ګناهونو مغفرت وغواړي او دا چې یواځي الله ګناهونه بښي او په خپلو کړنو دوام ونه کړي او دوی پوهیږي چې دا ګناه ده.

له دې حدیث او ایت نه په روښانه توګه معلوميږي چې الله جل جلاله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم مو له ګناه نه توبې ایستلو او بښنې او مغفرت غوښتلو ته هڅوي نو مومن ته لازمه ده چې هر وخت استغفرالله وایي او له الله نه بښنه غواړي.

2) د جمعې د لمانځه فرضیت

ای هغو خلکو چې ایمان یې راوړی دی کله چې د جمعې د ورځې د لمانځه اذان وکړل شي کوښښ وکړئ چې د الله یاد او لمانځه ته ځانونه ورسوئ او اخیستل او خرڅول پرېږدئ که تاسو پوهيږئ نو په دې کې ستاسو ګټه او خیر ده.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِيَ لِلصَّلاةِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ (سورة الجمعة 9 ).

له ایت نه دوه خبرې معلومې شوې یوه دا چې د جمعې لمونځ فرض دی او بل دا چې کله اذان وکړل شي او امام خطبې ته پورته کیږي له هغه وروسته اخیستل او خرڅول ناروا او حرام دي، داراز کوم کار چې د جمعې لمانځه ته د تګ خنډ ګرځي هغه هم صحي نه ده.

3) اتفاق او یووالی

عمر بن الخطاب رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تاسو خامخا د مسلمانانو له ډلې سره یوځای اوسئ او خامخا له تفرق او اختلاف نه ځانونه وساتئ، ځکه شیطان له یوه کس سره ملګری وي او له دوو کسانو نه لیري وي او که څوک د جنت خوشالي غواړي یا غوره جنت غواړي د مسلمانانو له ډلې سره دي یوځای اوسي. عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَاب أَنّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: عَلَيْكُمْ بِالْجَمَاعَةِ وَإِيَّاكُمْ وَالْفُرْقَةَ فَإِنَّ الشَّيْطَانَ مَعَ الْوَاحِدِ وَهُوَ مِنَ الاثْنَيْنِ أَبْعَدُ وَمَنْ أَرَادَ بُحْبُحَةَ الْجَنَّةِ فَعَلَيْهِ بِالْجَمَاعَةِ. رواه الترمذي.

4) ریاکاري

جندب رضي الله عنه وایي: له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه مې واوريدل ویل یې: څوک چې د دې له پاره عبادت کوي چې خلکو ته یې ور واوروي الله به یې خلکو ته واوروي او چې د دې له پاره عبادت کوي چې خلک یې وویني الله به یې خلکو ته ور وویني. عن جندب رضي الله عنه، قال: سمعت النبي صلى الله عليه وسلم يقول: من سَمَّعَ سَمَّعَ الله به، ومن يُرَائِي يُرَائِي الله به.

یعني یو څوک په عبادت کې مخلص نه وي الله یې غرض نه وي بلکي موخه یې دا وي چې خلک یې وویني او خلک یې واوري څو یې خلک عزت وکړي الله به یې په اخرت کې خلکو ته وښيي او وبه یې شرموي، او امام النووي وایي دا معنا یې هم کیدی شي چې څوک خپل عیبونه خلکو ته اوروي او بیانوي یې الله به یې عیبونه ښکاره کړي او وبه یې شرموي . یعني ریاکاري الله او مخلوق ټولو ته شرمندګي او رسوایي ده.

5) الله تاسو ته اسانتیا غوره کوي

عبدالله رضي الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: افراط او غلو کوونکي هلاک شول، دا خبره یې دری ځله وکړه . عَنْ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ هَلَكَ الْمُتَنَطِّعُونَ قَالَهَا ثَلَاثًا. رَوَاهُ مُسْلِمُ.

د (التنطع) د معنا په اړه امام النووي رحمه الله لیکي: یعني په یوه شي کې تعمق، غلو او افراط کول او په خبرو او کړنو کې له شرعي حدودو تیری کول، امام ابن الاثیر رحمه الله لیکي: التنطع تعمق او غلو کولو ته وایي، اصلاً النطع په خوله کې د ننه غار او حلق ته وایي او مطلب دا ده چې هرڅوک په خبرو کې تکلف کوي د خلکو د اغیزمن کولو په نیت په تکلف سره ژورې خبرې کوي عجیب لغات او الفاظ په سختي سره په ستوني کې ادا کوي هغه المتنطع دی، داراز که یو څوک په عمل او چارو کې تعمق، غلو او تیری کوي او له اعتدال او منځلاري وځي چې دا د اسلام روح ده؛ هغه هم المتنطع بلل کیږي . او دا ډول خلک هلاک دي. ځکه الله جل جلاله فرمایي: الله تاسو ته د اسانتیا اراده لري هغه تاسو ته سختي او تکلیف نه درکوي. يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ. البقرة/185.

 6) په دین کې افراط کول

عبدالله بن عباس رضي الله عنه وایي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمایلي دي: په دین کې له غلو، افراط او تېري نه ځانونه وساتئ، له تاسو مخکي خلک په دین کې په غلو، افراط او تېري کولو سره هلاک شوي دي. عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : إِيَّاكُمْ وَالْغُلُوَّ فِي الدِّينِ ، فَإِنَّمَا أَهْلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمُ الْغُلُوُّ فِي الدِّينِ. رواه ابن ماجه وابن حبان والنسائي في السنن.

غلو او افراط اصلاً په هرشي کې له ټاکلیو حدودو تېري او اوښتلو ته وایي، او په شریعت کې په عملي او عقیدوي لحاظ له شرعي حدودو اوښتلو او تېرېدلو ته وایي، مخکي اهل کتابو د خپل شریعت له ټاکلیو حدودو تېری کړی وو لکه عیسایانو د الله پیغمبر عیسي علیه السلام د الله زوی وباله داراز دوی او یهودو په خپلو عالمانو او دیني لارښوونکو کې غلو او افراط وکړ د هغوی له دین وتلې خبرې یې منلې او له الله پرته یې ارباب ګرځولي وو. او په دې غلو او افراط سره هغوی الله هلاک کړي وو.
7) په الله باور

یوه ورځ کار ته را نغی په سبا یې د کار څښتن ته عذر وکړ هغه ته خو د ده اخلاص معلوم و فکر یې وکړ شاید د معاش کمښت به وي ورته ویې ویل: سل افغانۍ مې درزیاتې کړې، ده غږ هم ونکړ په کار بوخت شو. څو ورځې وروسته بیا له کاره پاته شو بله ورځ چې کار ته راغی د کار څښتن ورته غوسه و ورته کړه یې: معاش مې هم در زیات کړ ته بیا هم کار ته ښه نه راځې، هغه سل افغاني مې بیرته کمي کړې، ده بیا هم څه ونه ویل په کار بوخت شو.

د کار څښتن یې دې چلند ته هک پک پاته شو له ځانه سره یې وویل: چې معاش مې ورزیات کړ هیڅ یې ونه ویل! اوس مې چې په غوسه د معاش کمولو ورته وویل بیا یې هم څه ونه ویل! خوات یې ورغی او دا خبره یې هغه ته وکړه چې په دواړو حالاتو کې دي هیڅ هم ونه ویل؟! هغه ورته وویل: لومړی ځل کار ته ځکه رانغلم چې کورواله مې ناروغه وه او زوی مې پیدا شو چې راغلم تا معاش رازیات کړ ما وویل چې د زوی روزي مې الله رازیاته کړه، دویم ځل له کاره ځکه پاته شوم چې مور مې وفات شوې وه چې راغلم او تا معاش بیرته کم کړ ما وویل چې د مور روزي مې بنده شوه!! .

8) یو حکیم وایي

یو حکیم د ډیرو خلکو په منځ کې ناست و او د حکمت ملغلرې یې شندلې اخیر یې یوه داسي ټوکه وکړه چې ټولو ناستو خلکو د لیونیو په شان په کړس کړس ورته وخندل ، نیمه ګینټه وروسته یې هغه ټوکه بیا تکرار کړه نیمایې خلکو وخندل او نور چوپ پاتي شوو یو څه وروسته یې بیا تکرار
کړه کمو خلکو وخندل او یوڅه وروسته یې چې بیا تکرار کړه هیچا هم ونه خندل نو یې خلک مخاطب کړل : زما د ټوکي په اړه ستاسو غبرګون
ولي په دومره کم وخت کې تغیر وکړ په داسي حال کې چې د درد او غم په زخم په کلونو کلونو ژاړئ ؟!!

9) فکري بلوغ

ځیني يارانو یو وخت شپه ورځ یوه کړې وه د فقهي په اختلافي مسائلو به یې رسالې ته ورته اوږدې ليکنې کولې ما به ورته ویل: يارانو له جنجالونو تېر شئ د یووالي لورته خلک دروبولئ خو دوی نه اوریدل، عجیبه دا ده چې اوس هغه خلک په مليګیرایي کې د سیکولرزم پولو ته رسیدلي دي! .

دا ډول فکري ښکته پورته کیدل د باور وړ نه دي، دا خلک په فکري لحاظ نابالغه دي، فکري بلوغ، کره توب او سړيتوب مهم دی، په یوه حدیث کې راغلي ” ولاتکن إمعة ” د دې مطلب همدا ده چې پر حق ټینګ اوسه د هر چا او هر فکر لرونکو خبرو ته د تسليمي سر مه ښکته کوه.

10) د خیر سړی

د سعودي په شمالي ښار “تبوک” کې مې د یوه لوی او ښایسته جومات په دیواله لوحه وليدله د جومات د جوړیدو له تاریخ او نورو لیکلو لاندي په کوچني سايز لیک کښلي و: بناها فاعل الخیر، یعني “د خیر سړي جوړ کړی دی” .

11) د ملګرتیا اصول

یو هوښیار وایي: خپلو زامنو ته د نویو ملګرتیاو جوړولو او د زړو د پاللو چل ورزده کړئ، که نوې ملګرتیا جوړول سپین زر ده نو زړه هغه پالل سره زر ده، د کلکې ملګرتیا اصول وروښیئ چې هغه امانتداري، ګډون او ورکړه دي.

1) امانتداري: یعني له یوه ملګري سره د بل مال، اولاد، خبرې او اسرار امانت دي.
2) ګډون: یعني یو به له بل سره خپل غمونه، دردونه، خوشالي او خپګان ګډوي.
3) ورکړه: یو ملګری به بل ته له خپل وس سره سم هیڅ ډول ورکړه او مرسته نه سپموي.

12) ابلیس هم نصیحت کاوه چې ادم او حواء علیهما السلام ته یې وویل: هل أدلکم على شجرة الخلد وملک لا يبلى، تاسو ته داسې ونه درونه ښیم چې په خوړلو سره به یې تلپاته وئ او پاچهي به مو نه زړیږي، نو هر نصیحت کوونکي ته غوږ مه نیسئ.

13) ویده نه پوهیږي چې خوب ویني کله چې راویښ شي پوه شي، له اخرت نه غافل هم په خپل غفلت هلته پوه شي چې مرګ ورته راورسیږي. یا الله د غافلینو له ډلې مه مه ګرځوه.

14) یو قاضي وایي: ماته تر اوسه داسي دوسيه نده راغلې چې مور او پلار خپله لور عاقه کړې وي، د مور او پلار د عقوق او نافرماني ټولې قضیې د زامنو له خوا وي، خو له دې سره بیا هم د ډیرو خلکو چې لور پیدا شي پرې خپه وي! .

15) چینایي فیلسوف کنفوسیوس (پیدا 551 ق.م/مړ 479 ق.م) Confucius 孔夫子 وایي: بې له فکره زده کړه ضایع شوې هڅې دي او بې له زده کړي فکر خطرناک کار دی.

 



د لیکوال او لاندي تبصره کوونکو له نظر سره د نن ټکی اسیا د ادارې توافق شرط نه دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.