ګډ حکومت، نور یې هم ازمويئ؟! / سرلیکنه

د اشرف غني او عبدالله عبدالله د دوو متخاصمو ټیمونو ترمنځ له ګډ حکومته اوس د ولس هيلې نورې وختلې. د دې حکومت لومړنيو سلو ورځو په ډېرې اسانۍ سره په ډاګه کړه چې که حکومت همداسې دوام کوي؛ نو ولس به څه هيلې ترې نورې ولري.

سل لومړنۍ ورځې په پرمختللې نړۍ کې د پنځو/څلورو راتلونکو کلونو لپاره د حکومت د ارزونې یو ښه معیار بلل کېدای شي. په دې سلو ورځو کې د ملي یووالي په نوم د اشرف غني او عبدالله عبدالله د ټیمونو ترمنځ ګډ حکومت دومره هم ونه شوای کولای چې خپله کابینه جوړه کړي. هغه ژمنې چې ولسمشر اشرف غني د لوړې پر ورځ له ولس سره وکړې، نن خیال و جنون ګڼل کېږي. هغه څه چې له سلو لومړنیو ورځو یې د راتلونکي د قضاوت په توګه ترلاسه کولای شو، دا دي چې که د دې دوو ښاغلو حکومت دوام وکړي، افغانستان به پنځه کاله د دوو متخاصمو او بې باوره ټیمونو په ولکه کې وي. یو حکومت به د دوو ټمیونو د رقابت او ټکر ډګر وي.

د افغانستان ولس ته د ګډ حکومت له منځ ته راتګ څخه وړاندې ځینو رسنیو ویل چې ګواکې ټاکنې به یې برخلیک خوندي کړي. مګر ولس په تېرو څه باندې درېو میاشتو کې هر څه د سر په سترګو ولیدل. نور ولس پوه دی او څوک د شایسته سالارۍ او اهلیت په تشو ژمنو نه غولېږي. اوس ګردو ته معلومه شوې چې د غني او عبدالله ترمنځ لانجې د څوکیو او پوسټونو پر سر دی.

یوه سره هم د ولس د ګټو ساتلو اندېښنه نه شته. که د کابل په بازارونو کې د مزدورۍ د نشتوالي او د مالونو د نرخونو لوړېدو ته نظر وکړو، دا ښيي چې ولس له دغو په اصطلاح رهبرانو څومره زړه تورن دی.

حقیقت دا دی چې د ګډ حکومت له تشکیل څخه وړاندې کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په خپل سفارت کې عبدالله عبدالله او شرف غني وروغوښتل او د «ملي یووالي» په نامه یې حکومت ورجوړ کړ، ټولو ته جوته وه چې دغسې متزلزل او نیم بنده حکومت نه شي کولای چې د افغانستان ستونزې حل کړي. د امریکایانو ګټو همدا ایجابوله چې باید دلته یو کمزوری حکومت جوړ کړي. دا چې غني او عبدالله ولې دغسې یوه حکومت غاړه کېښوده، دوی ته خپلې ډله ییزې او شخصي ګټې مهمې دي. عبدالله عبدالله ته همدا غنیمت ده چې حکومت پورې نښتی وي. غني هم له هېڅ نه همدا ولسمشري بهتره بولي.

د ګډ حکومت د ازمویېلو وخت نور پای ته رسېدلی. اشرف غني او عبدالله عبدالله ولس ته خپل امتحانونه ورکړل. ولس نور له دوی څخه توقع نه لري. دوی ته یوازینۍ مسئله ډېره مهمه وه او هغه له امریکا او ناټو سره د افغانستان پر سر ننګینه معامله وه. نور یې دوی پوښتنه نه کوي چې تړون څومره عملي دی کنه. دوی ته مهمه دا ده چې د یو شمېر امریکايي ځواکونو شتون د دوی لړزانده حکومت راټینګ کړي. کنه نو د دوی حکومت به ډېر ژر په سقوط محکوم شوی وای. دوی نور د ازمویلو نه دي. «آزموده را آزمودن خطاست».