د نن سرلیکنه

امنیتي تړون تر تحلیف یوه ورځ وروسته لاسلیک شو او پر کابینې سل ورځې وا وښتي…

امنیتي تړون تر تحلیف یوه ورځ وروسته لاسلیک شو او پر کابینې سل ورځې وا وښتي…

د ښاغلي اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت پر لومړنیو سلو ورځو دری ورځې نورې هم واوښتې خو لا یې هم د کابینې درک نه لګیږي.

د کابینې د جوړیدو په اړه نور د ولس د صبر کاسه لبریزه شوې ؛ ځکه هغه ضرب الاجلونه چې د حکومت د مشر لخوا د کابینې د تشکیل لپاره ټاکل شوي ول ټول پایته رسیدلي .

خو ولس باید د کابینې د تشکیل په اړه دا خبره له پامه ونه باسي چې لکه څومره چې نن د هغې تشکیل ته لیواله دی سبا به یې بیرته د ړنګیدو او له منځه تللو همدومره آرمان کوي .

ځکه لکه غر هغسي یې کربوړی ، کابینه به هم د هغه دوه سرې حکومت پر معیارونو جوړیږي چې د امریکایانو لخوا د افغان ولس د تفرقې او شندلو لپاره جوړ شوی.

د اشرف غني په مشرۍ حکومت ایجاد اصلا د افغاني ستونزو د حل پر ځای د امریکايي منافعو د تحقق لپاره شوی ، که داسې نه وي ولي له امریکایانو سره امنیتي تړون د تحلیف له مراسمو سمدستي وروسته لاس لیک او کابینه د حکومت له تشکیل نه دری نیمې میاشتې وروسته هم نه ده جوړه شوې؟

که چیري د اشرف غني حکومت واقعا هم د افغانانو لپاره حکومت وای نو باید د امنیتي تړون او کابینې د تشکیل په اړه يې د اوسني وضعیت په نسبت قضیه بر عکس وای.

ځکه د کابینې تشکیل د هیواد او ولس داخلي ضرورت او د امنیتي تړون لاسلیکول بهرنی مصلحت دی.

په کار دا وه چې باید لومړی کابینه معرفې شوې ، د پارلمان لخوا منظوره شوې، تر هغه وروسته بیا د امنیتي تړون د لاسلیک او نه لاسلیک په اړه د کابینې لخوا تصمیم نیول شوی وای.

له قانوني اړخه هم د یوه هیواد داخلي قضایاوو ته پر بهرنیو هغو ترجیح او لومړیتوب ورکول کیږي.

ځکه د کابینې تشکیل د حکومت او ولس تر ټولو لومړنی اساسي ضرورت او د هغې پر جوړولو ټول افغانان اتفاق نظر لري، او له امریکایانو سره د امنیتي سند لاسلیکول د افغانانو ترمنځ یوه متنازع فیها مسئله ده .

په پارلمان او سنا جرګه کې او همدا راز د ولس مطلق اکثریت له امنیتي تړون سره مخالف ، او د همدي مخالفت په نوم سیاسي سازمانونه وجود لري.

دا چې د حکومت مشر د خپل هیواد پر لومړنیو اساسي ضرورتونو او د ټول ولس تر منځ پر اتفاقي موضوعاتو باندې بهرني متنازع فیها قضایاوې مقدمې بولي او هغوی ته د لومړي توب حق ورکوي له دې څخه ښکاره مالومیږي چې امریکایانو له پیله دا حکومت د افغاني قضایاوو د حل لپاره نه ، بلکې د خپلو منافعو د تر لاسه کولو لپاره جوړ کړی.

ایا ښاغلی اشرف غني د نړۍ د لومړي نمبر متفکر په توګه پر دې خبرې نه پوهیږي چې حکومت او د هغه دری ګونې ارکان د یوه هیواد له اساسیاتو او له نړیوالو سره د تعامل لپاره بنسټیز حیثیت لري؟

که یو هیواد نظام او بشپړ حکومت و نه لري هغه به له خارجي نړۍ سره د کومو اصولو او مقرراتو له مخې تعامل کوي؟

د ښاغلی اشرف غني د سهامي حکومت له تأسیس نه تر اوسه پورې په هره خارجي او داخلي غونډه کې د حکومت د مشر لومړنۍ ژمنه د مسلکي کابینې تشکیلول وي ، خو اوس چې د دغو ژمنو تسلسل تر دری نیمو میاشتو هم او ږد شو داسې ښکاري چې یا خو له هغوی سره د کابینې جوړولو واک او صلاحیت نه شته او یاهم د خپل حکومت لپاره د مسؤلې کابینې جوړولو عزم او اراده نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x