اشرف غني سخت ناروغ دی

ډاکټر عطامحمد رحیمي

مفکر چې لا په بې واکه واک سم نه و کېنستی، نو سلاکار يې د سیمې په سطحه مدرسې د «تروریزم ځالې» وبللې او ويې ویل چې که غواړئ تروریزم ورک شي، نو مدرسې باید بندې شي. تر دې ناندرۍ څو ورځې وروسته يې عیسوي مېرمنې په نره وویل چې دا په فرانسه کې د حجاب د بندیز کلکه پلوۍ ده.

تر دې لا هم څو ورځې نه وې تېرې، چې افغانستان ایکسپریس رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ښکاره توهین وکړ، پر الله جل جلاله يې ملنډې ووهلې خو د افغانستان په اسلامي (!) جمهوریت کې يې چا دوسیه جوړه نه کړه او نه یې بیا درک معلوم شو. تر دې ګستاخۍ یو څو ورځې وروسته د غزني د ملا مطیع الله زوی مجید قرار د قضاوت په تله کې د فیسبوک جوړوونکی د نړۍ تر پیدا کوونکي عادل وخوت. نعوذباالله

دا هرڅه له دې بې واکه، دوه سري او بې حاکمیته حکومت سره نوي پیل شول او څه تصادفي ډنډورې هم نه وې، د مفکر په اړه خو د هغه ړندو پیروانو تر دې اندازې مبالغې ته کش ورکړ چې آن «بابا» ويې ګاڼه، خو اوس يې لمسیان شرمېدلي سر له خواله رسنیو پټ ګرځي یا هم په نورو مسایلو ځان غولوي، لکه دوی چې هیڅ نه وي کړي. خو پر دې سربېره په مفکر دا ټاپه هم ښه چلېده، چې نه دی او نه يې کورنۍ د اسلام په کیسه کې دي.

ماته په دې ټاپو کې هم مبالغه ښکارېده او فکر به مې کاوه چې د اشرف غني مخالفین غواړي پر دې خبرو هغه ښکته معرفي کړي، خو چې ومې لوستل چې هغه د لبنان له امریکايي پوهنتونه فارغ دی، نو پوی شوم چې سړی څنګه مفکوره لري، کله چې مې يې د زوی او لور ویډيويي کلیپونه ولیدل، نو پوره باوري شوم چې څوک خپله کورنۍ نشي اداره کولای د هېواد اداره خو لرې خبره ده.

نن بیا د مفکر د تفکر ګراف لا لوړ تللی او په نره يې نارې کړې چې په فرانسه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د توهینوونکې مجلې پر دفتر برید وحشیانه عمل دی او هیڅ د توجیه وړ نه دی. مفکر په دې توګه ثابته کړه چې د فرانسې د حجاب په اړه يې د عیسایڼې څرګندونې هم د ده د زړه غږ و.

مفکر وايي چې په فرانسه کې برید وحشت دی او په خبره يې د تروریستانو مخه باید په شریکه ونیسو، د مفکر په فکر چې په فرانسه کې بریدګر یعنې «تروریستان». له دې ښکاره په ډاګه کېږي چې مفکر د چا په معیارونو د تفکر دې درجې ته رسېډلی او څنګه پر موږ تپل شوی دی.

نن دې د مفکر هغه لارویان چې لا هم ورته سپي ـ سپي کېږي، په لاندې دوو کې یو وټاکي:
ـ یا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د توهین له غچ اخیستونکو سره
ـ یا د مفکر له تفکر سره.

مفکر د خپلې بې واکه واکمنۍ په سلو ورځو کې د ده د بادارانو له لوري شوي وحشتونه په غلطۍ هم ونه غندل، خو د بشردوستۍ دروغجن مدعي بیا په فرانسه کې په د پیغمبر د سپکوونکو په وژلو خپه کېږي.

د مفکر د تفکر د ګراف په اړه سړی ډاډه ویلای شي، چې هغه نه د افغانستان له وضعیته خبر دی، نه اسلامي اصول او خواخوږي پېژني او نه به يې هم د بې بې ګلې پلانونه دلته عملي شي. خو د افغانستان په خاوره کې د ده دا ډول څرګندنې سړی باوري کوي چې هغه سخت اروايي ناروغ  دی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد سعيد
میلمه
احمد سعيد

مننه. له معنا ډکه لیکنه. الله دې اجر در کړي.

raz mohammed mohmend
میلمه
raz mohammed mohmend

this webSITE ARE FOR TERRORISME,EVERY THI NGS EXPLANATION OPOSITE,FOR TERRORISME,
ASHRAFGHANI IS GOOD LEADER,HE WILL DO GOOD JOB FOR AFGHANS,STOP SUBOTAGE AGAINST ASHRAFGHANI SAHIB,THANK YOU