ورزش

نړیوال جام سیالیو لپاره د زیمبابووي لوبډله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د زیمبابووي نوی مشر روزونکی واټمور راتلونکی نړیوال جام لپاره د دغې هیواد ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان او هیله يي څرګنده کړه چې دغه لوبډله به دغه سیالیو که ښه وځلیږي.

واټمور وویل:« راتلونکی نړیوال جام کې زمونږ تر ټولو ستر هدف دادی چې زمونږ لوبډله د هرې لوبډلې پر وړاندې یو ښه رقیب وي. زه غواړم چې دغه لوبډله د نړۍ پیژندل شوي لوبډلو پر وړاندې هم غوره لوبه وکړي.»

واټمور همدا راز وویل:« زه غواړه چې دغه لوبډله تر ډیره نړیوال جام سیالیو کې پاتې شي او د څو مهمو لوبو له ګټلو سره په ۸ غوره لوبډلو کې شامل شي.»

واټمور چې اوسمهال ۶۰ کاله عمر لري تیره اونۍ د زیمبابووي لخوا د دغه هیواد ملي لوبډلې مشر روزونکی وټاکل شو او د دغې لوبډلې پخوانی روزونکی سټېفېن مانګونګو له دغې دندې ګوښه کړای شو.

زیمبابووي ۱۵ کسیزه لوبډله:

۱- ایلټن چیګمبرا (لوبډل مشر) ۲- سیکندر رضا بټ
۳- ریګس چکابوا ۴- ټینډای چتارا
۵- چمونوروا چیبابا ۶- کریګ ایرواین
۷- تفادزوا کمنګوزی ۸- همیلټن مسکدزا
۹- سټارټ متسیکنیري ۱۰- سولومون مایر
۱۱- تواندا موپریوا ۱۲- تیناشي پنینګارا
۱۳- برینډن ټیلر ۱۴- پروسپیر اوتسیا
۱۵- سین ویلیمز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x