په افغانستان کې دفساد کړکیچ
دافغانستان د څیړنو او ارزونو اداري په دولتي بنسټونو او بهرنیو مؤسسو کې د فساد د شتون په خواکې امنیت او عدالت ته د افغانانو د لږ لاس رسي په اړه هم اندیښنه ښودلي ده.
د افغانستان د څیړنو او ارزونو د اداري لوی مدیر د ابګلاس سیلت مارس نن په کابل کې یوی خبری غونډی ته وویل، د دوی دموندنوله مخې په دولتي بنسټونو کې د بډو او پراخ اداري فساد شتون او عدالت ته لږلاس رسي د افغانانو سترې ستونزی دي.
ښاغلي مارس زیاته کړه، له دی سره سره چې دولایتونو پر پراختیايي چارو او د خدمتونو د وړاندي کولو په برخو کې بی شمیره لګښتونه شوي، خو لاهم زیاتره خلک بهرنیو مرستوته اړاو له بلی خوا د بهرنیو مؤسسو په لګښتونو کې هم رڼښت شتون نه لري. دمرستی په نوم راغلې کومک ټول پټ شوي.
سلمیان