ورزش

سویلي افریقا لوبډله راتلونکی نړیوال جام سیالیو لپاره

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۸مه ۱۳۹۳ل): سویلي افریقا هم راتلونکی نړیوال جام سیالیو لپاره خپل ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

دا په داسې حال کې ده چې دغه لوبډله ټیسټ لوبو کې لومړۍ مقام لري او د کرکټ نړیوالې ادارې لخوا يي ۵۰۰۰۰۰ امریکايي ډالر هم د انعام په ډول ګټلی.

سویلي افریقا راتلونکی نړیوال جام کې یو له پیاوړو لوبډلو څخه شمیرل کیږي. د دغې لوبډلې ډیر پیاوړي لوبغاړي د ښه لوبه کولو په حالت کې دي چې دغه لوبغاړي د هر سیالې لوبډلې لپاره خنډ ګرځیدلی شي.

سویلي افریقا ۱۵ کسیزه لوبډله:

۱- ډی ویلیرز (لوبډل مشر) ۲- هاشم آمله (مرستیال لوبډل مشر)
۳- کېل ایبټ ۴- فرهان بیهارډين
۵- ډي کوک (ویکټ ساتونکی) ۶- ډومیني
۷- ډو پلیسېس ۸- عمران طاهر
۹- ډیویډ میلر ۱۰- مورنی مورکل
۱۱- واین پارنېل ۱۲- ارون فنګیسو
۱۳- ویرنان فلیندر ۱۴- ریلي روسوو
۱۵- ډیل سټین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x