سمارټ څراغونو ته خپل د خوښې رنګ ورکړئ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۸مه ۱۳۹۳ل): میس فیت (MisFit) کمپنۍ چې له دې وړاندې اغوستوونکي ټکنالوژي په برخه کې فعالیت درلود خو دا ځل نړیوال نندارتون کې خپل نوی سمارټ څراغونه نندارې ته وړاندې کړی.

کاروونکي کولی شي چې د دغې څراغونو رنګ د خپل خوښې مطابق بدله کړي. دغه سمارټ څراغون په سمارټ فون کې د یو ځانګړی اپلیکیشن په مرسته کنټرولیږي. د دغې سمارټ څراغونو بیه ۵۰ امریکایي ډالر ټاکل شوی.

کاروونکي کولی شي چې د دغې سمارټ څراغونو رڼا په مختلف وختونو کې کم یا زیات کړي او همدا راز کاروونکي کولی شي چې په مختلفو وختونو کې دغه څراغونو ته خپل د خوښې مختلف رنګونه وکړي.

دغه سمارټ څراغونه زیات بریښنا هم نه مصرفوي او د عامو څراغونو په څیر ۶۰ واټ انرژي مصرفوي چې رڼا يي هم په بازار کې شته عام څراغونو په اندازه ده.

کاروونکي کولی شي د دغې څراغونو په مرسته خپل د کوټې رڼا د هوا مطابق وټاکي. د مثال په ډول که څوک ورزش کوي نو کولی شي د کوټې رڼا د لمر رڼا په څیر وټاکي.

دغه څراغونه د سمارټ فون سربیره د دغې کمپنۍ لخوا جوړ شوي مړوند بند په وسیله هم کنټرولیدی شي. دغه سمارټ څراغونه له وای فای (Wi-Fi) سره وصلیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د