افغانستان

بهرنيو ځواکونو په قره باغ ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال يو ماشوم ټپي کړ

night_raidنن ټکی آسیا: په قره باغ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې يو ماشوم ټپي شو او څلور ملکي کسان ونيول شول

تېره شپه بهرنيو ځواکونو د قره باغ ولسوالۍ په باران کلي کې پر يوه کور چاپه ووهله، چې په ترڅ کې يې يو ماشوم ټپي شو او د کورنۍ د پلار او دوو زامنو په ګډون څلور تنه بهرنيو ځواکونو له ځانه سره بېولي

د همدې کورنۍ اوسېدونکي محب الله وويل، چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو يې په کور چاپه ووهله.

نوموړى وايي، چې بهرنيو ځواکونو د کور تر تلاشۍ وروسته د هغه پلار دوه وروڼه او يو د کاکا زوى له ځانه سره بېولي دي

محب والله وايي، چې د هغوى په کورنۍ کې هېڅوک هم طالب نه دى او بهرنيو ځواکونو په ملکي خلکو چاپه وهلې او ملکي خلک يې له ځانه سره بېولي دي.

نوموړى له دولت څخه غواړي، چې د هغه پلار او وروڼه دې ورته را خوشي کړي، ځکه هغوى طالبان نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x