نړۍ

پښتونخوا: بم چاودنې څلور پاکستاني پوځيان وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمه کرمه ایجنسۍ کې بمي چاودنې ۴ پاکستاني پوځيان وژلي او ۳ نور يې ټپیان کړي دي.

د کرمې ایجنسۍ امنیتي چارواکي وايي چې دغه چاودنه ډيورنډ کرښې ته څېرمه د «شبک» په سیمه کې رامنځته شوې.

دوی وايي چې امنیتي ځواکونو موټر ګزمه کوله چې د سړک د غاړې ریموټ کنترول ماین پرې وچاودید.

د کرمې ایجنسۍ د امنیتي چارواکو له قوله په چاودنه کې لږ تر لږه ۴ پوځيان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د پېښور د پېښې وروسته پاکستاني ځواکونو د کرمې ایجنسۍ په ځينو سیمو بمباري او وسله‌والو مخالفینو ته د زیات شمېر مرګ ژوبلې د اوښتو ادعا وکړه.

طالبانو هم د پېښور تر برید وروسته د نورو سختو بریدونو ګواښونه کړي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې په کرمه ایجنسۍ کې امنیت ښه شوی دی او د سیمې ټول لوی سړکونه د خلکو پر مخ خلاص شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x