فرانسه: «بریدګرو د یوې یوې ثانیې پلان ګذاري کړې وه»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته توهین کوونکې مجلې پر دفتر برید، عیني شاهدانو د یوې فلمي صحنې سره تشبېه کړی دی.

د «چارلي ابډو» مجلې یوې کارکوونکې کورین رین چې په دغه برید کې بریدګرو ژوندی پريښې فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې بریدګر په زور دفتر ته دننه ننوتل.

نوموړې زیاته کړې چې نوموړې د خپلې لور سره وه چې «دوه تنه وسله‌والو کسانو موږ ته ټیله راکړه. هغوی دفتر ته داخلېدل. ما دروازې د خلاصولو کوډ ووهلو. هغوی په وولنسکي ډزې وکړې. برید ۵ دقيقو پورې روان و. زه د میز لاندې پټه شوم».

کورین زیاته کړې چې بریدګر په فرانسوۍ ژبه غږیدل او ویل یې چې دوی القاعده دي.

یو بل عیني شاهد فرانس پریس ته ویلي چې بریدګرو مخونه پټ کړي و، له هغوی سره کلاشنکوفونه و او دفتر ته ننوتل.

«بریدګر ډير تجربه کار و. هغوی ته معلومه وه چې څه وکړي او څوک ووژني. یو بریدګر بهر ته کتل او بل بریدګر ډزې کولې».

نوموړي زیاته کړې چې «د ډزو وروسته هغوی موټر پر لور منډې کړې، څنګه چې موټر کې کیناستل په ډیره ارامه او اطمینان سره ولاړل. هغوی د یوې یوې ثانیې او یو یو سانتي متر پلان ګذاري کړې وه».

یو بل عیني شاهد ویلي چې دوی لومړی فکر کاوه چې د چینایانو د نوي کال د لمانځلو پروګرام روان دی.

«کله چې ما پولیس ولیدل چې یو خوا بل خوا پټیږي نو زه ایله د پېښې په اړه پوه شوم».

فرانس پریس خبري اژانس د یو بل عیني شاهد له خولې لیکلي چې «برید د یوې فلمي صحنې په څېر و. هغوی ډزې وکړې او لاړل. هغوی مخونه پټ کړي وو. لومړی موږ فکر کاوه چې ځانګړي ځواکونو د نشيي توکو د خرڅوونکو سره جګړه کوي».

د یادونې وړ ده چې تر دې دمه په رسمي ډول هیچا ددغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخېستی.

پرون /چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه/ درې تنو بریدګرو د «چارلي ابدو» مجلې پر دفتر برید وکړ چې د مجلې د ایډيټر او ۴ مهمو کارتون رسموونکو په شمول يې د مجلې ۱۲ کارکوونکي او پولیس ووژل او ۱۱ نور يې ټپیان کړل.

په ټپیانو کې د ۵ کسانو حالت د انديښنې وړ ښودل شوی دی.

دغې مجلې په ۲۰۱۱ز کال کې رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه توهینوونکی کارتون خپور کړي وو چې د نړۍ په لر او بر کې یې توند غبرګونونه پارولي وو او وروستی برید هم د هغو کارتونو د خپرولو غبرګون ښودل کیږی.

دغه ۳ تنو بریدګرو له منځه ۲ ورونه دي او د فرانسې پولیسو یې نن انځورونه او نومونه خپاره کړل.

فرانسې امنیتي چارواکي وايي چې یو تن شکمن کس ورته تسلیم شوی او ۷ نور شکمن کسان یې نیولي خو د پېښې اصلي کسان لا هم نادرکه دي.

د یادونې وړ ده چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني که څه هم د فرانسوۍ ورځپاڼې د توهینوونکو خپرونو په اړه په ښکاره توګه څه نه دي ویلي، خو هغه برید یې په کلکه غندلی چې تیره ورځ د دې مجلې په دفتر ترسره شو.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
استاد پیانزی
میلمه
استاد پیانزی

عجیبه بی انصافه او بی اخلاصه نړیوال استعمار دی ، چه زمونږ د دینی مقدساتو د توهینولو وخت کی یی ویل چه مونږ د دغه مجلی په هکه څه ځکه نه شو ویلایی چه دیموکراسی ده ، اول خو همدا دموکراسی ټوله نړی د تباهی سره مخ کړی ، که دا هم ومنو چه دیموکراسی ده ، ایا دا دموکراسی یواځی د استعمار پلویانو د پاره او که د هر چا د پاره ده که هغه وخت دموکراسی وه اوس چه دوی خبل بدل واخست دا هم دموکراسی ده که مو هغه وخت دا غندنه او یا محاکمه نه شوه… نور لوستل »

جند اللہ همت
میلمه
جند اللہ همت

افسوس چی اشرف غني هم زان ته مسلمان وايي او د يو اسلامي هيواد د مشرئ غوشتنه كوي أو دئ دفرانسي دبريد فه كلكه غندنه كوي نور دي اولس ته چپوالی دبی همتی په معنا دی