روغتیا

برتانیا کې د خرابو طبي وسایلو له کبله ۲۳۰۰ ناروغان وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): د برتانیا په روغتونونو کې د زړو او بی کاره طبي آلاتو له کبله د مرګونو شمیر مخ په زیاتیدو دی.

د برتانوي ورځپاڼي ډیلي میل د راپور سره سم په دغه هیواد کې د رغتونونو د عملیات خانو د ماشینانو حالت انتهايي خطرناک حالت ته رسیدلی، او یوازي په تیرو لسو کلونو کې د همدې ناکاره طبي آلاتو له کبله ۲۳۰۰ ناروغان مړه شوي دي.

د میډیسن اینډ هیلت کیر پروډکس اتارټي په وینا ددې مرګونو شمېر په روان کال کې تر تیرو کلونو هم زیاتیدای شي، ځکه چې ددغه طبي آلاتو جوړونکو تر اوسه پوري هغه احتیاطي تدابیر نه دي پورته کړي چې ورته په کار دي، او نه یې هم خپل آلاتو په بیا رغونه فکر کړی.

د یاد راپور سره سم یوازي تیر کال ۲۹۰ ناروغان وژل شوي، او د هغه تر مخه په کال ۲۰۱۳ کې ۳۰۹ کسان وژل شوي وه، او ۵ زره نور ټپيان شوي وه.

په راپور کې راغلي چې په عملیات خانه کې چې کوم حساس طبي آلات کارول کیږي، لکه مصنوعي تنفس والا ماشین، سیټي سکین، وینټي لیټرز او نور سامانونه چې انتهايي حساس دي، د هغوی د بیټریو د چاودني له کبله، او همداسي نورو خرابیو له کبله هر کال په سلګونو ناروغان وژل کیږي، او یا هم ټپیان کیږي.

دغه سامانونه عموما د عملیاتو (اپریشن) په وخت کې په کار اچول کیږي، ځکه یې نو اکثره قربانیان هم ناروغان ښودل شوي.

د ګډ هیلت په نامه خیریه طبي مؤسسې خپل په یوه راپور کې ویلي چې په کال ۲۰۱۳ کې یوازي د ۱۳۶۰۰ راپورنه د خرابو طبي آلاتو په هکله ثبت شول، چې د هغو د خرابوالي له کبله ۳۰۹ ناروغان مړه او تر پنځه زره زیات ټپیان شول.

په دغو ټپیانو او مړو کې زیات شمېر تازه پيدا شوي ماشومان هم شامل دي، کوم چې د ګرم ساتلو لپاره په خاص طبي وسایلو کې ساتل کیږي.

د ډیلي میل په وینا د طبي وسایلو له کبله د ناوړو پيښو شمېر ورځ تر بلي مخ په زیاتېدو دی، او د ۲۰۰۳ څخه بیا تر ۲۰۱۳ پوري ددغو پيښو شمېر سل زره ته رسیدلی، چې مطلب یې هر کال لس زره پيښي تر سره شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x