افغانستان

د بهرنیو ځواکونو یو تن سرتیری په جنوب کي ووژل شو

AfghanistanAmericanSoldierKilledنن ټکی اسیا: د بهرنیو ځواکونو یو تن عسکر د افغانستان په جنوب کې نن ووژل شو.

دغه خبر د بهرنیو ځواکونو رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کي ورکړ، په خبرپاڼه کې ویل شوي چي د بهرنیو ځواکونو یو سرتیری نن د افغانستان په جنوب کې د مخالفینو په برید کي ووژل شو.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي نن سهار د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ د مالګیر په سیمه کې

د طالبانو او بهرني ځواکونو تر منځ خورا سخته نښته را منځته سوله، چي له کبله يې بهرنیانو ته مرګ ژوبله واوښتله.

باید وویل شي چي په روانه میلادي میاشت کي بهرنیانو د خپلو ۴۴ سرتیرو وژل تر اوسه منلي دي، او په روان کال کي دغه شمېره ۲۶۰ تنو ته پورته سوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x