نظــر

نظامي محکمې

جاوید چودري – د پاکستان مخکښ ژورنالست او شنونکی
ژباړن: وحید پاڅون

که موږ فکر کوو، چې دا ستونزه به د نظامي محکمو له لارې ختمه شي، نو دا زموږ غلط فهمي ده. موږ به په هیواد کې څومره نظامي محکمې جوړې کړو؟ دا محکمې به څومره قضیې واوري او څومره کسان به اعدام کاندي؟!

ترڅو چې په نړۍ کې د ناروغیو او خرابیو حمایه بنده شوې نه وي، مسأله تر هغو نه حل کېږي. ترهګر، ترهګري او قتل د دې ناروغۍ یوازیني علایم او نښې دي، چې زموږ د بدن په رګونو، حجرو کې دننه موجودې دي، ترڅو چې موږ د خپلو حجرو درملنه کړې نه وي، ترڅو مو چې د ناروغۍ جرړې نه وي ایستلي، دا نښې به تر هغو پر ځای پاتې وي او ولس به هم د نظامي محکمو مخ ته ناست وي.

اوس پوښتنه دا ده، چې زموږ ناروغي څه ده؟ زموږ ستونزه څه ده ؟ زموږ ستونزه زموږ سخت دريځي ده، موږ په خپل روش کې سخت او متشدد خلک یو، په موږ کې دا سخت دریځي د یوه اوږد مهاله ټولنیز عمل په بڼه راغلې، ترڅو چې مو دا عمل نه وي پېژندلی، تر هغې به په سخت دریځي لاس بري نه شو او تر څو چې پر موږ دا د سخت دریځۍ پیریان ناست وي، ترهغو زموږ ستونزه حل کېدای نشي.

راځئ، د سخت دريځي عوامل ولټوو. زموږ سخت دريځي پنځه ستر لاملونه لري. لومړۍ وجه یې مذهب دی، اسلام د نړۍ تر ټولو نوی او معاصر دین و (اوس هم دی). خو موږ د پخوانیو مذهبونو پر وړاندې برابر درولی، دا څنګه؟ تاسو وګورئ، زموږ په دین کې سل په زړه پورې روایات دي، په دې سلو کې یو روایت د ظلم په خلاف جهاد دی، د نړۍ یو مذهب هم د جنګېدو حکم نه کوي، دا یوازې د اسلام اعزاز و، چې الله تعالی خپلو بندګانو ته د ظلم په خلاف د پاڅون، جنګ ، قتل او قتال حکم ورکړی. ترڅو چې موږ پاتي ۹۹ روایات منلي نه وي او عمل مو پر کړی نه وي، تر هغو پر موږ دا حکم نه تطبیقېږي. مګر متاسفانه امریکا په ۱۹۸۰ع کې په افغانستان کې موږ ته اړه شوه، امریکا هغه مهال یو امریکايي اسلام وضع کړ، زموږ مشران یې وهڅول او پر موږ یې په خپل هېواد کې امریکايي اسلام نافذ کړ، د دغه اسلام بنسټ یوازې پر یوه حکم ولاړ و، او هغه حکم د شوروي اتحاد پر ضد جنګ، وژل او وژل کېدل و، چې فرض بلل کېده. موږ هغه مهال د اسلام ۹۹ نور په زړه پورې روایات ترې بیل کړل او له همدې حکم نه مو بشپړ مذهب جوړ کړ؛ نو هر وخت چې تاسو د څلور ټیره موټر یوازې پر یوه ټایر د چلولو کوښښ کوئ، نو پایله یې دا را وزي، چې دا دی زموږ په هیواد کې عملا روانه ده. تاسو نن په هیواد کې د شریعت نافذونکو خلکو تقریرونه او لیکنې مطالعه کړئ، تاسو به هېښ پاته شئ، چې دوی یوازې اسلامي حدود او جزاګانې شریعت بولي، دوی یوازې د قاتلانو د څټونو وهل، د غلو د لاس او پښې غوڅول او د زناکار سنګسارول مذهب ګڼي. تاسو یې وپوښتئ، چې ایا اسلام یوازې همدا دی؟ سزا او جزا د هر مذهب او هر ټولنې یو جز وي، کله هم کُل کیدای نشي، مګر موږ سزاګانې بشپړ مذهب ګڼو او دا د هغه امریکايي اسلام پایله ده، چې زموږ حکمرانانو د خپلو شخصي ګټو لپاره په هیواد کې نافذ کړ.

ترڅو چې موږ د اسلام ۹۹ پاته نور احکام خپل کړي او پلي کړي نه وي او ترڅو چې مو خپل ملت ته په ډاګه کړې نه وي، چي څلور ټیریز موټر پر یوه ټایر نه چلیږي، تر هغو به موږ کې د سخت دریځي نطفه پاته وي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمر ۶۳ کاله و، د دعوت موده یې ۲۳ کاله وه، ده مبارک د ۲۳ او ۴۰ کلونو په موده کې فقط څو ځلې حدود جاري کړل، په داسې حال کې اسوه حسنه ۶۳ کاله وه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د جهاد ۹۰ سلنه دفاعي وه، موږ همدا اسوه حسنه او نبوي اخلاق هېر کړي او وسله مو اخستې، ترڅو چې مو دا پاته ۹۹ اسلام په ټولنه کې را ژوندی کړی نه وي، تر هغو پورې د سختدريځي مقابله نشو کړای.

زموږ د سخت د ریځۍ دوهم لامل فرقه واریت دی، موږ په فرقو او ډلو ویشلي یو، هره فرقه مو ځان ته مسلمان او نورو ته د کافر په سترګه ګوري، دا یوازې فرقې او ډلې نه، بلکې فابریکې دي او دا فابریکې زموږ دښمنانو، زموږ په منځ کې پټو ځان غوښتونکو او څو ناپوهو مذهبي کسانو را منځ ته کړي دي.که دا فرقې یوازې فرقې او ډلې پاتې شوې وای، نو ښه به وه، خو دوی جلسې ، غونډي او مظاهري هم پيل کړي دي او د دغو مراسمو اتکاء د الهي احکامو پر ځای تر ډېره بریده په دودیزو رسم و رواجونو ولاړه ده. موږ چې ترڅو پورې فرقه واریت ختم کړی نه وي، موږ به تر هغو د سخت دريځي له میکروبه خلاص نشو. حکومت باید تر هر څه لومړی په فرقه یېزو غونډو او مراسمو محدودیتونه ولګوي،مذهبي جلسې او تجمعات به محدودوي او له دې وروسته به د فرقې عامه نښې نښانې ورکوي، موږ یوازې مسلمانان یو، هر څوک چې ځان ته وهابی مسلمان، شیعه مسلمان، اهلحدیث مسلمان او بریلوي مسلمان وايي، باید سخته سزا وویني. ترڅو چې موږ همدا پریکړه کړې نه وي، نو موږ به هېڅکله له دې بحرانه ونه وځو.
زموږ د سخت دریځي دریمه وجه، سیاسي ګوندونه دي. زموږ سیاسي ګوندونو او سیاسیونو وسله وال ګروپونه جوړ کړي، دا ګروپونه د مافیا په څېر فعالیت کوي، دوی اختطاف هم کوي، پيسې هم وړي، قتل هم کوي او ځمکې هم غصبوي،دا خلک د خپلو اهدافو لپاره له نسل، ژبې ، صوبې او کلتور څخه هم استفاده کوي. دا مافیاوې دي، چې نه پریږدي پاکستان پاکستان او پاکستانیان پاکستانیان شي، تاسي باید په دې اعتراف وکړئ او درک یې هم کړئ.

حقیقت دا دی، چې په ملت کې د شته اتحاد پر مهال هم دا ستونزې دي، ایم کیو ایم یوویشتم تعدیل  یوازې تر دیني مدرسو او مذهبي ګوندونو پورې محدودول غوښتل، په داسې حال کې چې مولانا فضل الرحمن سیاسي وسله والې ډلې هم پکې شاملولې،دا اختلافات پراخ شول، څو چې پوځ مداخله وکړه او د ایم کیو ایم غوښتنه یې ومنله او مولانا فضل الرحمن ترې ووت، دا د ۲۱م تعدیل لومړۍ لاسته راوړنه وه.

تاسو خپله قضاوت وکړئ، کله چې د فرقه یېزو شخړو پر بنسټ د وژونکو دوسیې به نظامي محکمو ته ځي او که د سیاسي ګوندونو خپل سري وسله وال سل کسان هم ووژل، نو حکومت یې دوسیه عادي محکمو ته راجع کوي، نو ایا په دې سره په هیواد کې امنیت را وستل کیدای شي. ترهګر باید یوازې ترهګر وي، دا باید په مذهبي ترهګر او سیاسي ترهګر ویشل شوي نه وای، خو حکومت دا ویش وکړ، موږ به اوس د یو –دوو کسانو قاتلان اعداموو، خو  د لسګونو او سلګونو کسانو هدفي وژونکي به په زندانونو کې د پنځه ستوریزو (فایو سټار) اسانتیاوو نه خوندونه اخلي. ایا زموږ دا منافقت موږ د یو بل بحران خوا ته نه کاږي ، ایا په دې حالت کې به موږ د سخت دريځي میکروب ختم کړای شو؟!

زموږ د سخت دريځۍ څلورم ستر لامل وزګارتیا او د تربیې نشتوالی دی، په نوره نړۍ کې تعلیم یوازې تعلیم نه وي، بلکې ښوونه او روزنه وي، په داسې حال کې چې موږ یوازې پر تعلیم او ښوونې تمرکز کړی دی، موږ له ځانه د روزنې عنصر لیرې غورځولی دی ، زموږ ښونیز نظام تر ډېره اکتسابي دی او عملي نه ، موږ هر کال په لکونو نامسلکي فارغ التحصیل ورکوو، تاسو که لږ هم انسانان مطالعه کړئ، نو درته جوته به شي، چې نامسلکي او ناروزل شوی تعلیم او تحصیل یافته ګان د ټولنې لپاره تر مرګ کم نه دي ثابت شوي، ترڅو چې زموږ حکومت ښوونه او روزنه، روزنه او ښوونه کړې نه وي او بیا یې تعلیم او مسلک سره یو ځای کړي نه وي، زموږ ستونزه به حل نشي. حکومت باید د روزنې لپاره ځانګړی نصاب جوړ کړي او د ښوونځي لومړي درې کلونه د روزنې لپاره ځانګړي کړي او ماشومانو ته مو په څلورم کال کې ښوونه شروع شي او پوهنتونونو کې مو باید لس کاله یوازې په تجربوي او عملي درسونو ولګول شوي، څو چې له پوهنتونه یو ښه مسلکي فارغ ولرو او بیا دغه فارغ ته سمدستې کار وسپارل شي.

زموږ د سخت دریځۍ پنځمه وجه او لامل د تفریح کمښت دی، په هیواد کې ورزش، کتابتونونه، فلم ، موسیقي او چای خانې له منځه تللی، دا پنځه توکي چې هر ځای ختمېږي، نو هلته هم مهاله جګړې پيل کېږي او بیا نو له هغه ځایه دا پنځه واړه څیزونه کډه کوي، څو چې موږ دا پنځه تللي شیان بیرته خپل کړي نه وي، نو تر هغې به موږ د نظامي محکمو تر سیوري لاندې ژوند کوو.

زه له حکومت نه غوښتنه کوم،څرنګه چې د هیواد ټولو غټو او وړو سیاسي ګوندونو د اې پي سي په شلو مادو توافق کړی دی، موږ په دې شلو مادو کې یوازې د نظامي محکمو یوه ماده عملي کوو، خو ۱۹ نورې مادې مو پر ځای پرايښي دي. دا ۱۹ مادې یو پیپ دی او نظامي محکمې د دې پایپ وروستی سوری دی، ترڅو چې مو ټول پیپ رغولی نه وي، نو همدا وروستی سوری به هم کار ورنکړي. که تاسي همدا پاته مادې داسې ژر عملي کړئ، لکه د نظامي محکمو هغه چې مو عملي کړه، نو ستونزه حل ده، که داسې ونشي، نو ورځ په ورځ به نظامي محکمې وي، اعدامونه به وي او د ترهګرو د نویو ډلو را منځته کېدل به وي، موږ مخکې هم وژل کېدو ، وروسته به هم وژل کېږو، زموږ د پرونیو او نننیو مرګونو به یوازې دومره توپیر وي، چې مخکې به مو عادي محکمو نندارې کولې اوس به نظامي محکمې هم وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

هسی منافق ده دی خلکو د ګمراه کولو لپاره یی چټیات باد کړی د افغانستان او پاکستان د مسلی حل یوازی د سوچه اسلامی نظام قایمول پدی هیوادونو کی دی چی دژوند هر اړخ په بر کی نیسی لکه معاملات حدود سیاست او اقتصاد نه لکه دده په شان د اسلام او کفر گډوله

غوربندي

وحید پاڅون صیب

تاسو ته سلامونه او احترام

معمول خو داسې ده چې ډیری لیکوالان یوازی خپل د خوښې لیکنی ژباړي

خو داسی لیکوالان هم شته چې د ضرورت له مخی او یا خلکو د پوهونې لپاره د نفرت وړ لیکنې هم ژباړي لکه د کابل ایکسپریس کفریات چې ډیرو وژباړل

که تاسو د پورته لیکنی په ژباړه کی دوهمه کتګوری یاست نو خداوند متعال دی اجرونه درکړي چې د پاکستان د یو وتلي او مخکښ شنوونکي طرز فکر مو مونږ ته ژباړلی ده کوم چی د پاکستانیانو د فکري اغوا او غوایه کولو دنده پر غاړه لري.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x