ادبي لیکني

ویاړم درباندې !

رحیم الله حریفال

بار یې کښیښوده ، یو سوړ اسویلی یې تر خولې ووت . یوه قبر ته یې ډډه ووهله ، د ناهیلیو یوې پراخې نړۍ په غیږ کې واخیسته . د لوې هدیرې په اوږده خوب ویدو مسافرو ته سوچ وړی وه . د غونډۍ په پسته لمن دې بې غمۍ او خاموشۍ خوند ورکړ . له ډیره درده یې وخندل داسې خندا چې کیدای شي ډیر وخت به یې نه وه کړې . د لیونیانو په څیر یې خپلو خیرنو لاسونو ته وکتل .

له ځان سره یې وویل : د دې پراخې هدیرې اوسیدونکي هم تر مونږ ښه دي . څومره بې غمه ویده دي . هو هو هو دوئ ډیر بختور دي . دوئ خو هره ورځ د خپلې کونډې مور او کوچني یتیم ورور سلګۍ نه اوري . دوئ خو د کبرجنو انسانانو له غصو څخه بې غمه دي . هو پلاره ته هم بختور یې ته خو د شهادت لوړ مقام ته ورسیدې . پلاره ته به خبر نه یې ها ستا د ارمان ملګري اوس د خپلو تللیو ملګرو ماشومان نه پیژني هغوئ اوس یوه بې ساري حرص په مخه کړي دي .

هغوئ ته اوس کوم ارمان او کومه هیله نه ده ورپاتې . پلاره ښه شوه چې شهید شوې پر مونږ به دا وخت تیرشي خو دا مې زړه نه منله چې ته دې هم د خپلو پاتیو ملګرو په څیر شوی وای . یوازې دې مونږ ته شاهي ژوند جوړ کړای وای . او د خپلو وروڼو کونډې او یتیمان دې هیر وای ……… د هدیرې په درانه خوب له ویدو مسافرو یې رخصت واخیست او ورو یې وویل شهید پلاره ویاړم در باندې .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان ځلمی

ډیره معقوله او په ځآی لیکنه او حالات یی په ډيرو کمو ولی ډیرو معنی دارو کلیمو کی راټول کړی وو لکه د ډيرو ګلونو څخه چه غنچه جوړه کړی ، الله ج دی اجرونه درکړی رښتیا همداسی ده ، مونږ که کمونستان وژنی ، مونږ که سکولریستان وژنی او مونږ که اشغلګر او نړیوال کفر وژنی ، زمونږ دا وژنه د هغو د فطرت یوه برخه ده ، مونږ دشمنان ګڼی ، هغه نظام چه مونږ یی غواړو دوی یی د خپلو استثماری ګټو په مقابل کی خنډ او دیوال فکر کوی نو د دغه دیوال د نړولو د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x