نظــر

د افغانستان د مسئلې په هکله د امریکا د متحده ایالاتو بی ثباته سياست

ليکوال: پوهنیار احمد جاويد شکیب

د ۲۰۱۵ م کال د جنوري په لومړۍ نيټه د امريکا متحده ايالاتو د خپل تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې محاربوي ماموريت پای ته رسولو اعلان وکړ. دا جګړه د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱ مه نیټه د امريکا متحده ايالاتو د نړیوال تجارتي مرکز په غبرګو ودانیو د الوتکو د بريد د انتقام لپاره د القاعدي او طالبانو په خلاف د امریکې د پخواني ولس مشر جورج ډبلیو بوش له خوا په افغانستان کې پیل شوه.

د امریکا متحده ايالاتو په مشرۍ ناټو خپل محاربوي ماموريت په داسي حال کې په افغانستان کې پاي ته رسوي، چې حتی له ائتلافي ځواکونوڅخه افغان امنيتي ځواکونو ته د بشپړ امنیتي مسوولیت د سپارل کيدو په اړه جوړيدونکې غونډه هم د امنیتي ګواښ نه خوندي نه وه. د الجزیري ويبپاڼې د ایساف له قوله خبر ورکړی وو چې د غونډې ځای د وسله والو طالبانو د راکټي حملو له ويرې تر اخري لحظې پورې پټ ساتل شوي وو. د امريکا په مشری د نړيوالي ټولني د ۱۳ کاله مخکینیو ژمنو په ياد راوستلو سره داسي ښکاري چې د امریکا متحده ايالاتو په مشرۍ ناټو د افغانستان په اړه یو بی ثباته سیاست درلودونکې ده، او داسی اټکل کیږی چې امریکا به د افغانستان په جګړه کې ماتی خوړلي وي.

د امریکا د متحده ايالاتو سیاست د افغانستان په هکله هغه مهال بی ثباته شو چې کله په افغانستان کې جګړې زور واخيست. لومړی خو پخواني ولس مشر جورج ډبليو بوش په ۲۰۰۵ م کال کې د افغانستان د امنیت د خوندي کولو لپاره له ناټو څخه غوښتنه وکړه، چې د خپل منشور د پنځمې مادې په اساس افغانستان ته سرتیري ولیږي تر څو د القاعدي او طالبانو په له منځه وړلو کې د امریکا د متحده ایالاتو له پوځيانو سره مرسته وکړي.

د42 متحدو هيوادونو د نظامي شتون سره سره بیا هم د افغانستان په امنیتي وضعیت کې نه يوازی دا چې ښه والی رانغی، بلکه امنیتي حالات نور هم خراب شول. په امريکا کې د ۲۰۰۸ م کال اقتصادي بحران او په عراق کې د امريکايي سرتیرو د تلفاتو ډیروالی او دغه هيواد امريکي ته په یوه ناسور بدلیدل، دې ته زمینه برابره کړه چې د امریکا د متحده ایالاتو خلک د جګړې د ختمولو لپاره نوي ولسمشر ته رايه ورکړي.

د امريکامتحده ایالاتو ولسمشرۍ ته کانديد بارک اوباما له خلکو سره ژمنه وکړه چې دی به په عراق او افغانستان کې جګړه پای ته رسوي، د ګوانتانامو زندان به تړي، د امريکا وقار او حیثیت چې په اسلامي نړۍ کې زیانمن شوی بیرته پرځای کړي او په کور دننه اقتصادي بحران ته د حل لاره پیدا کړي. د همدغو شعارونو په مټ نوموړي وکولای شول، چې د عامو امريکايي وګړو ملاتړ خپل کړي او د ولسمشر په توګه وټاکل شي.

بارک اوباما د امریکا د ولسمشر په توګه له ټاکل کيدو وروسته په عراق کې د جګړې د ختمولو لپاره له عراق نه د خپلو ټولو سرتیرو د راویستلو لپاره یو مهال ویش ترتیب کړ، او په ۲۰۱۱ م کال کې يې خپل ټول پوځیان له عراق څخه وايستل. دا سیاسي فیصله تر ډیره د جمهوريت غوښتونکو او ډیموکراتانو په خوښه تر سره شوه.

۳۰ زره اضافي امريکايي سرتیرو لیږد هم د افغانستان جګړه پای ته ونه شوای رسولای او د افغانستان امنیتی وضعیعت نور هم خراب شو. بله خوا د امریکا اروپايي متحدين لا د ۲۰۰۸ م کال اقتصادي بحران څخه په بشپړ ډول نه وو راوتي. په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د مقاومت له کبله ایتلافي ځواکونو د سرتیرو د تلفاتو شمیره هم ورځ تر بلې ډیریده ( د ۲۰۰۸ م کال کې له ۲۹۵ نه په ۲۰۰۹ م کال کې ۵۲۱ او بیا په ۲۰۱۰ م کال کې ۷۱۱ تنو ته ورسيده.) د امريکا متحده ايالاتو ډیری متحدين له جګړې ستړي شوي وو. په عین حال کې د امريکا د متحده ايالاتو او اروپايي متحدينو ترمنځ یو ډول پټه بی اعتمادي او اختلاف هم موجود وو چې بیا وروسته دغه بی اعتمادي د ویکي لیکس او او د سی آی ای پخوانی قراردادي ښاغلي ایډوارډ سنوډن له خوا افشا شول. نو د دغو ذکر شويو ستونزو له کبله متحدينو نور نو نه غوښتل چې په افغانستان کې پاتي شي. په دې اساس دوي په ۲۰۱۰ م کال کې د ناټو د لیزبون په غونډه کې اعلان وکړچې نور به ناټو خپل محاربوي ماموريت له ۲۰۱۴ م کال څخه وروسته په افغانستان کې پای ته رسوي. او د افغانستان د امینت واک به افغان امنيتی ځواکونو ته سپاري.

همدارنګه د ۲۰۱۰ م کال څځه را وروسته د امريکا ولس مشر بارک او باما بار بار دغه خبره تکرار کړې ده، چې له ۲۰۱۴ م کال نه وروسته به په افغانستان کې جګړه ايز ماموريت پای ته رسيږي. د ۲۰۱۴ م کال د ډسمبر په میاشت کې رسنيو د پنټاګون د وياند جان کیربی له قوله خبر نشر کړ چې د ۲۰۱۵ م کال د جون د دویمي نيټي څخه وروسته به حتی د طالبانو مشر ملا محمد عمر که چيرته د امریکا منافعو ته خطر پيښ نه کړي نه به په نښه کوي. حال دا چې د بوش ادارې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر، القاعدي ته د پناه ورکولو له کبله مجرم ګاڼه او د وژني لپاره يې ۱۰ ميلونه ډالره تعين کړي وو.

په عين حال کې د مخکنیو ژمنو سر په تضاد د ۲۰۱۴ م کال د نومبر په ۲۱ نیټه نیویارک ټایم کې خبر نشر شو چې د امريکا متحده ايالاتو ولس مشر بارک اوباما پوځ ته اجازه ورکړي تر څو په ۲۰۱۵ م کال د طالبانو او القاعدي په خلاف په افغانستان کې عمليات ترسره کړي.

په افغانستان کې د امریکا د متحده ايالاتو د دايمي هډو په هکله هم امريکا متحده ايالات یو ډول بی ثباته سیاست خپل کړی دی. له یوې خوا د ډیر فشار، یوه اوږده ځنډ او د مطبوعاتو د پراخ کمپاين نه وروسته د امریکا متحده ايالاتو د افغانستان د ملي وحدت له نوي حکومت سره امنیتي تړون امضا کړ. د نوموړي تړون د شپږويشتمي مادي، لومړی فقرې په اساس دغه تړون به تر ۲۰۲۴ م کال او له هغه څخه وروسته پوري نافذ وي. د نوموړي تړون د پاسنې مادې له د متن له دغه ( ۲۰۲۴ م او له څخه وروسته نافذ وي) برخې څخه دا استنباط کیږي چې دا به یو دایمي تړون وي، چې له مخې به یې د امريکا د متحده ايالاتو پوځي هډي د یوه نامعلوم وخت لپاره په افغانستان کې موجودي وي. له بلې خوا د همدغه تړون د پاسنۍ ذکر شوې مادي سره په تضاد کې د۲۰۱۴ م کال د مې په میاشت کې اوباما د ۲۰۱۶م کال تر پای د خپلو ټولو سرتيرو د ايستلو خبر ورکړ. او دا یی هم وویل چې یو محدود شمیر پوځیان به یوازي د امریکا د متحده ايالاتو د سفارت د حفاظت لپاره موجود وي. د افغانستان د راتلونکي په هکله يي څرګنده کړه چې افغانستان به د یوه ښه وضعيت درلودونکی نه وي، او نه دا د امريکا مسوولیت دی چې سم يې کړي. د افغانستان د راتلونکي فیصله په افغانانو پورې اړه لري.

له وسله والو طالبانو سره د سولې په خبرو کې هم د امریکا د متحده ایالاتو او د ولس مشر اوباما یو ډول بی ثباتي او له خپل رسمي مؤقف نه عقب نشیني ښکاري. د لومړي ځل لپاره په پټه د وسله والو طالبانو نماينده طیب اغا جرمني ته وغوښتل شو او د سولې په هکله پټې خبرې وشوې. د سولې د خبرو سره سره بارک اوباما د امريکايي جنرالانو د غوښتنو په اساس ۳۰۰۰۰ نور سرتیري افغانستان ته د جګړې لپاره وليږل.

د ۲۰۱۰ م کال د لندن د دويم کانفرانس د متن او د امريکا د نورو رسمي خپرونو مطابق د امريکا متحده ايالات د افغانانو په نوښت او د افغانانو تر رهبري لاندې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو ملاتړ کوي. حال دا چې د طالبانو لپاره په قطر کې د دفتر د پرانيستلو او وسله والو طالبانو سره د امريکا د مذاکراتو څخه په قطر کې د افغانستان سفیر بی خبره ساتل شوی وو. او بیا ورسته کله چې وسله والو طالبانو په قطر کې دفتر پرانيستل شو، دې کار د افغانستان د پخواني ولس مشر حامد کرزي کلک غبرګون را وپاراوه، ځکه دغه کار د کرزی د رضایت پرته تر سره شوی وو.

د دغو پاسنيو بی ثباته سیاستونو او اعلامیو څخه دا خبره په اثبات رسيږي چې د امريکا د متحده ايالاتو په کورنی سیاست کې د افغانستان د مسئلې په سر ژور اختلاف شتون لري. د وسلو تجاران، لوی قراردادیان او د جمهوریت غوښتونکي ګوند غړي غواړي چې دغه جګړه اوږده شي، ځکه له افغانستان نه د امريکايي سرتیرو بشپړ وتل  د ځینو تجارت ته تاون رسوي او ځینی بیا دا د امریکا د متحده ايالاتو د شان او شوکت سپکاوی ګڼي. په همدې سبب کله چې د تیر عیسوي کال کې د طالبانو لخوا یو تن اسیر شوی امريکایي سرتیری باو بیرګدل له پنځه طالب بنديانو سره تبادله شو نو جمهوریت غوښتونکو د بارک اوباما په دغه کار باندې سخت انتقاد وکړ، چې څنګه د امريکا د متحده ايالاتو د سرتيرو قاتلين یعني طالبان له زندان څخه خوشي شول. او ځینو خو ويل چې ولي له طالبانو سره مذاکرت وشول د دوی په اند طالبان تروریستان دي او له هغوي سره بايد هیڅ ډول خبرې ونه شي.

بل پلو د اوباما اداره او ځیني نور امریکايي سیاسيون بیا په دې اند دي چې د افغانستان جنګ یو بي هدفه او نه ګټونکی جنګ دی. له ۲۰۰۱م کال څخه راپه دې خوا د امریکا متحده ایالاتو د جګړې د ګټلو لپاره مختلفي طریقې وکارولې او په بیلیونونو ډالر یې مصرف کړل خو جګړه ونه ګټل شوه. د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا پخوانی خاص استازی ريچرډ هالبروګ چې د سیمې د حالاتو په هکله یې کره معلومات درلودل او د امریکا د خارجه سیاست یو له مخکښو ډيپلوماتانوڅخه وو. نوموړي په ۲۰۱۰ م کال کې د مرګ نه مخکې هم د افغانستان د جګړې د ژر تر ژره د ودریدو غوښتنه کړې وه. دا ځکه چې وسله والو طالبانو ته ماتې نا ممکنه ده، هغوي د ټولنې د جوړښت برخه ده او د سولې نه پرته د جګړې په مټ به د هغوی له منځه وړل نا شونی کار وي.

تر کومه ځایه، چې د افغانستان د جګړې په هکله د عامو امریکایان نظر دی. نو دوي په غوڅ اکثریت د جګړې د پای غوښتونکي دي. له ۲۰۰۱ نه تر اوسه پورې د امریکا د متحده ايالاتو د مختلفو ادارو له خوا سرويګانې شوې دي، تقريباً د ټولو سرويو ګانو پايلې دا ښيې چې له ۲۰۰۷ کال نه راوروسته په افغانستان کې د امريکا د جګړې ملاتړي کم شوي دي. دلته د نمونې په بڼه غواړم د یو څو سرويګانو پایلي په لاندې توګه ذکر کړم:

د ان بی سي / وال سټریټ ژورنال د ۲۰۱۴ م کال د جون د میاشتي د سروې په اساس ۲۷ فيصده امريکایان په دې عقيده دي چې د افغانستان جنګ ارزښت لري او ۶۵ فیصدو داسي باور درلود چې د افغانستان جګړه یوه بی ارزښته جګړه ده. د دغه سروي نتیجه د ۲۰۱۳ م کال د جنوري په میاشت کې بیا داسي وه چې ۴۰ فیصده کسان په دې عقيده وو چې د افغانستان جنګ ارزښت لري او ۵۱ فیصده کسانو فکر کاوه، چې په افغانستان کې د امريکا جګړه بی ارزښته ده.

د ای بی سي / واشنګټن پوست د ۲۰۱۴کال د جون د نیټې د سروي نتیجه ښيي چې ۷۷ فیصده امريکايان د اوباما د هغې فیصلې چې په اساس به یې د ۲۰۱۴ م کال تر پایه یوازي ۹۸۰۰ امريکايي عسکر په افغانستان کې پاتي او په ۲۰۱۶ م کال کې به ټول سرتيري له افغانستان څخه وباسي ملاتړ کوي او یوازي ۱۹ فیصده د دغه فیصلې مخالف دي.

د پیو د تحقیقي مرکز د ۲۰۱۲ م کال د اکتوبر د سروې په اساس ۶۰ فیصده خلک غواړي چې د امريکا متحده ايالات دې ژر تر ژره خپل پوځيان له افغانستان څخه را وباسي او ۳۵ فیصده غواړي چې په افغانستان کې د حالاتو د نورمال کيدو څخه دې وروسته سرتیري وایستل شي. حال دا چې د ۲۰۰۸ م کال د فیبروري د سروي په اساس ۶۱ فیصده خلکو دا نظر وو چې د افغانستان نه دې سرتیري په افغانستان کې د حالاتو د نورمال کیدو نه وروسته بیرته امریکا ته ستانه شي. او یوازي ۳۲ فیصده خلکو دا نظر درلود چې له افغانستان څخه دې امريکایی سرتیري ژر تر ژره کورته ستانه شي.
د فوکس نیوز د۲۰۱۲ م کال د اپريل د میاشتې د سروې په اساس ۷۸ فیصده خلک د دې طرفداره دې چې امريکايي سرتيري دې له افغانستان څخه وايستل شي او یوازي ۱۶ فیصده مخالف دي.

د سي ان ان / او ار سي د سروي نتیجه ښيي چې د ۲۰۱۲ م کال د مارچ په میاشت کې ۲۵ فیصده خلک په افغانستان کې د امريکا د جګړې طرفداره او ۷۲ فیصده یې مخالف ول. په داسي حال کې چې د ۲۰۰۶ م کال د سپټمبر په میاشت کې ۵۰ فیصده امريکايان د جګړې ملاتړي او یوازي ۴۸ فیصده یې مخالف ول.
د سي ان ان / او ار سي د ۲۰۱۱ م کال د اکتوبر د سروي په اساس ۵۸ فیصده خلک داسي نظر لري چې د افغانستان حالت د ويتنام د جګړې بڼې ته اوښتی دی او ۳۹ فیصده فکر نه کوي چې د افغانستان حالت دي د ويتنام د جګړې د حالت په څیر وي.

افغانستان د حکومت سره په راتلونکي کې د مرستو او د افغان امنيتي ځواک د تجهیز موضوع هم له شک نه ځکه ډکه ښکاري، چې تیر کال د مارچ په میاشت کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبر ورکړ چې د امریکا متحده ايالات به د ۷ بیلیونه ډالرو په ارزښت خپل نظامي تجهیزات د افغانستان د جګړې له ختمیدا سره سم پاکستان ته ورکوي.‌ اوس اوس په مطبوعاتو کې تازه نشریدونکي خبرونو کې ويل شوي چې د امريکا متحده ايالات به په افغانستان کې خپل پاته نظامي تجهيزات يوکراين ته ورکوي. که دغه خبرونه حقیقت ثابت شي نو له دې نه به دا خبره جوته شي چې امریکا متحده ايالات د افغان ځواکونو د تجهیز په هکله خپلو ژمنو ته متعهده نه ده او په افغان امنیتي ځواکونو اعتماد نه لري.

او یا به له امریکا سره دا ویره وي هسی نه چې د افغانستان مسئله هم د عراق په څیر شی، ځګه د عراق په پوځ باندې د امريکا متحده ايالاتو په بیلونونو ډالرمصرف کړل او په مجهزونظامي تجهیزاتو یې سمبال کړل. خو د موصل په جګړه کې د همدې پوځ ۳۰ زره سرتیرو له ټولو عصري پوځي تجهیزاتو سره سره د ۸۰۰ داعشي ځواکونو لخوا ماتی وخوړه او ټول وتښتيدل. وسلي او ټول نظامي تجهیزات له چینوک الوتکو سره د داعش لاس ته ولويدې.

د امریکا د متحده ايالاتو د دغو بی ثباته او متضادو د سياستونو په هکله د افغانستان دننه دوه نظره ډیر خاوندان لري. یوه طبقه افغانان د امريکا د متحده ايالاتو د پالېسو او په افغانستان کې د موجوده وضعیت په هکله وایی چې امريکا خپله په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب کړی دی. تر کومه ځایه چې طالبانو ته د ماتي او له افغانستان نه د هغوي د شړلو مسئله ده نو امریکا خپله نه غوښتل چې طالبان ماتي وخوري. طالبان او امریکایان سره جوړ دي، ځکه امريکا متحده ايالاتو د طالبانو په وړاندې ډیر زور استعمال نه کړ. د دغې نظريې لرونکي په ۲۰۰۱ م کال کې کله چې تازه امریکا افغانستان ته داخله شوه او دطالبانو په مورچو یې بمبارۍ کولې نو دوي دا نه لوريده چې د امريکا متحده ايالات دی په طالبانو باندې واړه بمونه استعمال کړي په هغه وخت کې به یې ويل چې د امريکي او برطانيې الوتکي بايد په طالبانو باندې لوي لوي بمونه واچوي. زما له انده دغه نظریه غلطه ده. او هغه کسان چې دغه ادعاوي کوي په اصل کې ځانونه له مسوولیته خلاصوي او ځانونه سپین ښيې. حقیقت خو دا دی چې دوي په هيواد کې د جګړې د غځيدو ملاتړي دي او په جګړه کې خپلې ګټې ګوري . حال دا چې هر څوک په دې ښه پوهيږی، چې په تیرو دیارلس کلونو کې طالبانو ته په خاص ډول او د ټولو پښتونو ته په عام ډول لوی لوی زیانونه واوښتل. کورونه او کلي يي بمبارد شول، په زرګونه یې ووژل او ټپيان شول او ځوان کهول یې د زدکړې له نعمت څخه محروم شول.

دویمه نظریه دا ده چې د امريکا متحده ايالاتو تیری په افغانستان باندې یوه لویه تیروتنه وه. د امريکا متحده ايالاتو په افغانستان کې ماتي خوړلې ده. نه یوازې په افغانستان کې یې طالبانو مات نه شوای کړی بلکه پاکستان، یمن، لیبیا، سوريه عراق او نورو سیمو کې یې هم سور اور بل کړ. په افغانستان کې د امریکا د متحده ايالاتو د بی ثباته سیاست نتیجه په اصل کې د امریکا ماتي ده. د امریکا متحده ايالات په دې ښه پوهيږي هغه کار (طالبانو اودحکمتیار په مشری حزب اسلامي ته ماتي) چې دوي د خپلو۴۲ متحدینو او له سلو زرو نه د ډیر پوځیانو په زور او میلیاردونو ډالروپه مټ مات نه کړل څنګه به یې د ۱۵ زره سرتیرو او یوازي څلورو متحدينو امریکا، جرمني، ایټالیه، او ترکیه په مټ مات کړي.

اوس په دې اخر کې د امریکا متحده ايالات په افغانستان کې د بایللی جګړې د بیرته ګټولو لپاره د شترنچ اخري چال داسی استعمالوي تر څو د افغانانو پر مټ او د دوي د وینو په بیعه خپله بایللې جګړه بیرته وګټي. زما په اند که چیرته ښاغلی اوباما په واقعي ډول غواړي چې د افغانستان جګړه په مسوولانه ډول پای ته ورسوي نو پکار خو دا ده چې په افغانستان کې د مخالفینو سره د یو توافق څخه وروسته د افغانستان د دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ دې سولې ته زمینه برابرکړي او خپل ټول سرتیري دې له افغانستان څخه وباسي نو هله به جګړه په مسوولانه او واقعي معنا پای ته رسیدلې وي.

د افغانستان په حکومت کې موجود هغه کړۍ چې له طالبانو سره د سولې مخالفه او امریکي ته اوس هم خوشبینه ده نود عراق له موجوده وضعیت او دیارلس کاله مخکې د امریکا د متحده ایالاتو له ژمنو او د امريکا د متحده ايالاتو د اوسنی حالت نه دي عبرت واخلئ، خپل نظر ته دې بدلون ورکړئ ، افغانستان د ټولو افغانانو مشترک کور دی. باید ټول افغانان یو بل وزغمي ، نه د بهرنیانو ملاتړ او نه هم د دوي مرستي به د تل لپاره وي. د راتلونکی په هکله هیڅوک هم نه پوهيږي چې څه به کیږي، کيدای شي حالات داسی نه وي څرنګه چې دوي یې اټکل کوئ او یا هیله ورته لرئ. وسله وال مخالفین هم بايد په دې پوه شي چې د سولې نه پرته جګړه د افغانستان د حل لاره نه ده، له افغانستان نه د روسانو د وتلو او کورنيو جګړو نه دې عبرت واخلې او د سولې لاره دې خپله کړي.

په درنښت
احمد جاويد شکیب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x