افغانستان

کندهار: دميرمنو لپاره د حرفوي زده کړو بيلابيل کورسونه پرانستل سوه

kandahar_bazarنن ټکی اسیا: په کندهار کي د ۱۴۰ تنو میرمنو لپاره د کمپیوټر، ادارې منیجمنت او حرفه وي زده کړو لپاره کورسونه جوړ سول، چي نن د چهار شنبې په ورځ يې د سناتوري رڼا ترین له خوا د پټي په پرېکولو سره افتتاح وسوله.

په دغه مناسبت د کندهار ښار په دوهمي ناحیې په یوه شخصي کورس کي د افتتاح مراسم جوړ شوې وه، چي په کښي د سناتوري میرمن رڼا ترین، د اقتصاد رئيس محمد رحیم رحیمی او نورو مسؤولینو په کښي شرکت کړی وو.

رڼا ترین وویل چي یاد کورسونه ددې په نوښت د اي ایس جي پي انجیو په مالي مرسته د کندهاري مير منو لپاره په لاره اچول سوي دي چي د ورځي به هري زده كونكي ته دوه ډالره د ترانسپورت د مصارفو په نامه هم وركول کيږي چي ددي په خبره  داپروسه به څلور مياشتي په بر كي ونيسي .

په دغه کورس کي ګډون کونکي میرمنو او انجونو هم خوښي څرګنده کړه، او ویلي چي ددې لاري به خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کړي او هم به خپلي ټولني ته خدمت وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x