نړۍ

مولانا فضل الرحمن: اساسي قانون کې یویشتم تعدیل پر دیموکراسۍ ځانمرګی برید دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د پاکستان په اساسي قانون کې وروستی او یویشتم تعدیل پر «دیموکراسۍ ځانمرګی برید» بللی دی.

۲ ورځې وړاندې پاکستان پارلمان په لوی اکثریت سره اساسي قانون د یویشتم ځل لپاره تعدیل کړ. په اساسي قانون کې د یویشتم تعدیل له مخې په هېواد کې نظامي محکمې جوړیږي چې له مخې به یې فرقه‌ییزو شخړو پر بنسټ د وژونکو دوسیې نظامي محکمو ته ځي. نوی تعدیل یواځې تر دیني مدرسو او مذهبي ګوندونو پورې محدود دی او سیاسي وسله‌والې ډلې په کې شامل نه دي او له همدې امله د پاکستان دیني ګوندونو په اعتراضونو پیل کړی دی.

مولانا فضل الرحمن نن په پلازمېنه اسلام اباد کې د پخوانیو مذهبي او سیاسي ګوندونو اتحاد «متحده مجلس عمل» د مشرانو سره تر کتنې وروسته په خبري کنفرانس کې په اساسي قانون کې د یویشتم تعدیل اړوند د جنورۍ په ۲۲مه ملي سمینار د جوړولو اعلان وکړ.

نوموړي زیاته کړه چې په اساسي قانون کې د یویشتم تعدیل اړوند د قانون پوهانو څخه مرسته اخلي او قوم یې له تاوانونو څخه خبروي.

فضل الرحمن وویل چې «په دې اړه ټول ګوندونه یو دي. د قانون پوهانو څخه به کومک اخلي، د وروستي تعدیل تاوانونه د اساسي قانون او قانون په ژبه له جذباتو لرې د دلیل سره د ملت مخې ته کېږدي».

مولانا فضل الرحمن دې ته په اشارې سره چې د سیاسي ګوندونو وسله‌وال ګروپونه او د سیاسي ګوندونو لخوا وژنې دې هم د ترهګرۍ لاندې راشي، وویل چې د پوځي عدالتونو په دایره کې دې د ترهګرۍ ټول صورتونه راشي.

نوموړي په اساسي قانون کې تعدیل «تاریخي تېروتنه او پر دیموکراسۍ ځانمرګی برید» بللی دی.

«سیاسي ګوندونو او دیموکرات ګوندونو په ټولییزه توګه په دیموکراسۍ ځانمرګی برید وکړ او تاریخي تېروتنه يې وکړه. ټول ملت یو صف کېدو، له دوی تېروتنه وشوه، ملت بیا تقسیم شو».

مولانا فضل الرحمن حکومت ته په پیغام کې وویل چې اوسمهال هېواد د هيڅ ډول تقسیم تحمل او برداشت نه لري او د «ترهګرۍ» پر ضد د دوی موقف دې غور وشي.

جمعیت علما مشر د پاکستان په اساسي قانون کې وروستی تعدیل د «ترهګرۍ» د زیاتیدو سبب بللی دی او ویلي يې دي چې «دوی په دې تشویش کې اخته دي چې دغه تعدیل ترهګرۍ ته د لارې خلاصولو سبب ګرځي».

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د اساسي قانون په یویشتم تعدیل کې د مهاجرو قومي غورځنګ غوښتنه وه چې پوځي محکمې دې یواځې تر دیني مدرسو او مذهبي ګوندونو پورې محدود شي او مولانا فضل الرحمن بیا د سیاسي وسله والو ډلو شاملول هم غوښتل چې د پوځ په مداخلې سره د مهاجرو قومي غورځنګ (ایم کیو ایم) غوښتنه ومنل شوه.

د پاکستان په اساسي قانون کې وروستي تعدیل یو شمېر پاکستاني کارپوهان هم انديښمن کړي دي. د پاکستان مشهور کارپوه، لیکوال او شننونکي جاوید چودري په خپلې وروستۍ مقاله کې ویلي چې په اساسي قانون کې یویشتم تعدیل ملت وویشلو او ددې پر ځای چې د کوم درد دوا شي نورې هم ستونزې راولاړې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

مولانا ته وایه چی ټوپک راواخله په خبرو نکیږی – ۱۰ کاله کیږی چی د پاکستان پوځ تاسی وژنی اوتاسی د دیموکراسی او جمهوریت شعارونه ورکوی – او په یو څو مدرسو خوشاله اوسی –

ښه شو چی د پاکستان د پوځ او استخباراتو اهداف وروسته له ۶۰ کلونو تاسی ته معلوم شو – هیله ده چی ټول علما او طالبان دا خبره نوره درک کړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x