د اسلام مشهور ګستاخ، سلمان رشدي

سلمان رشدي د رسول الله ﷺ په توهین فرانسوۍ مجله وستایله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د اسلام مبارک دین مشهور ګستاخ «سلمان رشدي» هغه فرانسوۍ مجله ستایلې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم توهین امیز کارتونونه یې خپاره کړي وه.

سلمان رشدي چې له اره هندی دی او اوس په برتانیه کې اوسیږي، وايي چې خلکو ته باید اجازه ورکړل شي چې په ادیانو توهینوونکې نیوکې وکړي او ملنډې پرې ووهي.

نوموړی دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې تېره ورځ وسله والو کسانو په فرانسه کې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته توهین کوونکې مجلې «چارلي ابدو» په دفتر برید وکړ او ۱۲ کسان یې ووژل.

سلمان رشدي په ۱۹۸۸ کال د یو کتاب په لیکلو د اسلام مبارک دین سپکاوی وکړ. د ده کتاب په اسلامي نړۍ کې توند غبرګونونه راوپارول. د دغه ګستاخ کتاب له خپریدو ۹ ورځې ورسته هند نوموړی خپل هیواد ته ممنوع الدخول اعلان کړ.

خو کله چې د ایران مذهبي مشر ایت الله خمیني نوموړی مباح الدم وباله او یو ځل پرې مرګونی برید هم ترسره شو، نوموړی برتانیې ته وتښتېد او له څه باندې دوه لسیزو راهیسې په لندن کې میشت دی.

د اسلام په خلاف د سلمان رشدي د پاروونکو څرګندونو له امله برتانوي پولیسو د نوموړي حفاظت ته ځانګړې پاملرنه کړې او په تېرو شلو کالو کې يې د امنیتي ملحوظاتو له امله لږ تر لږه دیرش ځله د هغه استوګنځای بدل کړی دی. د سلمان رشدي په وینا، له دې ویرې چې څوک پرې برید ونکړي ان حمام ته د تګ پر مهال ورسره امنیتي کسان موجود وي.

د برتانیې ملکې په ۲۰۰۷ کال نوموړي ته د «اتل» لقب هم ورکړ.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني که څه هم د فرانسوۍ مجلې د توهینوونکو مطالبو د تایید په اړه په ښکاره توګه څه نه دي ویلي، خو هغه برید یې په کلکه غندلی چې تیره ورځ د دې مجلې په دفتر ترسره شو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Hameed
میلمه
Hameed

هر هغه څوک چی دعلم با وجود د رسول کریم(ص) په توهین نه خوابدی کیږی او دا ورته یوه عادی مسله ښکاری د ټولو اسلامی مذاهبو په اتفاق له اسلام نه خارج ده او د زندیق په حکم کی راځی نبی کریم (ص) الله ته دومره ګران و چی الله پاک یی د تره یوه گستاخی او بده خبره هم ونشوای زغملای او په مذمت کی یی د المسد سورت د ابی لهب د هلاکیدو په باره کی نازل کړ نو دا به څنګه مسلمان وی چی دعلم باوجود و هغه چا ته په گستاخی نه خوابدی کیږی چی الله… نور لوستل »

افغان ځلمی
میلمه
افغان ځلمی

د سلمان رشدی نوم کشکی اسلامی نه وی او بیا د داسی جلیل القدر صحابه نوم چه د دی نوم به درنای به هغه څه نه لیکم چه ددی خبیث د شان وړ دی ، اسلام به نوم نه دی د نجیب او امین کرزی او غنی نومونه هم اسلامی مګر لوی خبیثان دی . بیا د سلمان هغه کتاب هم کوم یهودی د ده به نوم لیکلی وو دی د ( د ګلمکی ملالی یوسفزی په شان ) یوی خبیثی اوملحدی کورنی غړی وو د رشدی دا وینا چه د هغه مجلی دتایید په اړه یی لیکلی د خپلی… نور لوستل »

ابن شهید ين
میلمه
ابن شهید ين

اللهم عليك به يا جبار يا قهار.. اللهم خذ ه اخذ عزيز المقتدر.. يا عزيز يا متين يا قوي..

ابن جمیل
میلمه
ابن جمیل

انشا ّالله دا ورځ لری نده چه دا رنګه خبیث انسانان الله پاک وشرموی.