ورزش

سریلانکا نړیوال جام لوبډله کې ملینګا ته هم ځای ورکړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۸مه ۱۳۹۳ل): سریلانکايي ټاکونکي کمیټې مشر د دغې هیواد تیز توپ اچونکی لاسیت ملینګا ته هم ۱۵ کسیزه لوبډله کې ځای ورکړی او هیله يي څرګنده کړه چې د نوموړي ټپ به اوس ښه شوی وي.

۳۱ کلن ملینګا په نړیوالو جامونو کې غوره تاریخ لري او نوموړی نړیوال جام سیالیو کې درې ځلي درې پرلپسې ویکټې اخیستې چې په همدې اساس نوموړي ته دغه لوبډله کې ځای ورکړل شوی.

هیره دې نه وي چې لاسیت ملینګا څلور میاشتې وړاندې ټپي شوی و چې د هماغه ټپ له امله يي له تیرو څلورو میاشتو څخه لوبه نه کوي. لاسیت ملینګا په ۱۷۷ یو ورځنیو لوبو کې ۲۷۱ ویکټې اخیستي.

سریلانکا ۱۵ کسیزه لوبډله:

۱- انجیلو متیوز (لوبډل مشر) ۲- دلشان
۳- کمار سنګکارا ۴- جیوردنې
۵- تریمانې ۶- دینش چندیمال
۷- کرونراتنې ۸- جیوان مېنډس
۹- تیسارا پرېرا ۱۰- سورنګا لکمل
۱۱- لاسیت ملینګا ۱۲- دمیکا پراساد
۱۳- نوان کولسیکرا ۱۴- رانګنا هیرات
۱۵- سچیترا سیننایک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x