ورزش

ملي لوبډلې سکاټلینډ ته ښه سبق ورکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۸مه ۱۳۹۳ل): نن د افغانستان او سکاټلینډ لوبډلو تر منځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه وه چې دغه لوبه کې افغان ملي لوبډله د سکاټلینډ لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه افغان لوبډل مشر محمد نبي وګټله او سیالې لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. سکاټلینډ په ټاکل شوي ۴۵ اورونو کې خپل ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۳۷ منډې جوړې کړې.

د سکاټلینډ لپاره تر ټولو غوره توپ وهنه ګاردینر له ۹۶ منډو جوړلو سره وکړه چې وروسته بیا د دولت ځدران لخوا وسوځول شو.

افغانستان لپاره تر ټولو غوره توپ اچونه دولت ځدران د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي سوځولو سره وکړه. دولت ځدران خپل ۹ اورونو کې یوازې ۴۱ منډې ورکړې.

افغان لوبډله نړۍ ته د یو غوره توپ وهنې ننداره وړاندې کړه او ټاکل شوی هدف يي د لوبې په ۳۸م اوور کې یوازې دوه لوبغاي له لاسه ورکولو سره پوره کړ.

دغه لوبه کې د افغانستان ټول لوبغاړي ښه وځلیدل. د افغانستان لپاره جاوید احمدی ۷۴ او عثمان غني ۴۸ منډې جوړې کړې په داسې حال کې چې ناصر جمال ۵۲ او افسر ځاځۍ ۴۸ منډو جوړولو سره ناسوځیدلي پاتې شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x