افغانستان

د دفاع وزارت د افغانستان څخه د بهرنيو قواوو د وتلو هر کلى وکړ

US_Army_soldiersChinook_helicopterد افغانستان ددفاع وزارت وايي چې هغوى له دې هيواد څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو هرکلي او ملاتړ کوي.

د دې وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي د چهارشنې په ورځ 2011-06-22 په کابل يوه خبري کنفرانس ته وويل که څه هم لا تراوسه نه ده معلومه چې په لمړي پړاو کې به څه شميربهرني ځواکونه  له افغانستان څخه ووځي خو دا يوه ښه پريکړه ده او د دوي ځاي به د ملي اردو ځواکونه ونيسي “عظيمي” زياته کړه

( مونږ په افغانستان کې د بهرنيوسرتيروهڅې اوقربانۍ ستايو خو دوي ته دا مبارکې هم وايو چې له اوږدې مودې جګړو څخه وروسته بيرته خپل هيواد ته ستنيږي، د ملي اردو ځواکونه ديته تيار دي چې د دوي تشه ډکه کړي خو د تجهيزاتوله کبله په دې برخه کې يو لړ ستونزې شته ځکه ملي اردو لاتراوسه هم سم تجهيزات نلري)

دا څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې ټاکل شوې څو ساعته وروسته د امريکا ولسمشربارک اوباما له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د وتلو پلان اعلان کړي.

که څه هم لاتراوسه نه ده معلومه چې څومره بهرني عسکربه په لومړي پړاو کې له افغانستان څخه ووځي خو ويل کيږي چې دغه شمير به کم نه وي.

په عين حال کې ددفاع وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي څرګنده کړه چې افغان ځواکونه د امنيتي مسووليتونو منلوته پوره چمتودي او حتي دا توان لري چې د ټاکل شوو سيمو سربيره د ځينو نورو ځايونو امنيت هم د دې پروسې له پيليدو سره سم ونيسي.

جنرال عظيمي د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د سند په اړه د ځينو هيوادونو او سيمه ايزو چارو د انديښنوپه ځواب کې وويل چې افغانستان يوخپلواک هيواد دي او له خپلو ملي ګټو سره سم په دې برخه کې په خپله خوښه پريکړه کوي.

د پوځي چارو کارپوهان له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو د پروسې پيل ته په ښه سترګه ګوري خو وايي چې په پوځي تجهيزاتو د افغان ځواکونو سمبالولوته بايد پاملرنه زياته شي.

د پوځي چارو کارپوه جنرال مجيب الرحمان محبوب هم ورته نظرلري او افغان اسلامي اژانس ته يې وويل  چې له دې سره به له وسله والو مخالفانوسره د سولې پروسه هم پرمختګ وکړي ، ده په خپلو څرګندونو کې افغان اسلامي آژانس ته زياته کړه ( د افغانستان خلک او د دولت مخالفان همدا غواړي چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي خو د بهرنيوځواکونو له تدريجي وتلو سره سم بايد افغان ځواکونه د سيمې د هيوادونو په کچه پياوړي او تجهيزشي ځکه چې بيا هغه هيوادونه کيداي شي پرې تيري وکړي چې د سيمې په کچه واک غواړي.

زما په باور له مخالفانو سره د سولې خبرې آترې هم بايد چټکې شي ځکه هغوي به د بهرنيوځواکونو د وتلو له پروګرام څخه خوښ شي او له دولت سره به خبرو آترو او سياسي روغې جوړې ته زړه ښه کړي، خو يوشي بايد هرو مرو په پام کې ونيول شي چې هغه د افغان ځواکونو تجهيز اوله افغانستان سره د نړيوالو اوږدمهاله مرستې دي)

ټاکل شويده له افغانستان څخه د کابو يونيم لک بهرنيو ځواکونود وتلو پروسه د ۲۰۱۴ ميلادي کال ترپايه بشپړه شي خوپه دې لړکې داسې انديښنې شته که چيرې نړيوال په ځانګړي توګه امريکا له دې هيواد سره په سياسي،اقتصادي اوپوځي برخوکې پراخې مرستې ونکړي نو کيداي شي چې افغان ځواکونه تر دې ټاکلې نيټې پورې ونشي کولاي چې په بشپړه توګه له خپل هيواد څخه د دفاع جوګه شي.

سره لدې چې د افغانستان څخه د بهرنيو قواوو وتل به سولې ته لاره پرانيزي خو طالبان په سمدستي توګه بې له کوم قيد او شرطه د افغانستان څخه د ټولو بهرنيو عسکرو وتل غواړي.

يو شمير سرچينې وايي که چيرته د امريکا او طالبانو تر منځ اوسنيو روانو خبرو کې کوم پرمختګ وليدل شي نو کيدلاى شي چې طالبان د سمدستي وتلو او بهرنيان د دوه زره او څوارلسم کال د پاى نيټه بدله کړي خو وکتل شي چې افغانستان کې ځمکني حقايق څه ډول بدلون مومي؟

افغان اسلامي اژانس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x