شعـــــرونه

غزل – حلمیار

زه چي ښکل کړم دمور ټنډه او دپلار لاس
هغه ورځ دي نو بیا خلاص وي داغــیار لاس

ستا په مینه کي تر تا رسیدل ربـــه!
لګول دي پر اور پښې او پر انګار لاس

مادې ګوتې ایښودې دزړه دپاســــه
رانه ټول دي کړلو ولي په تلوار لاس

ویل زړه دي امانت ومـــــــاته راکړه
ما اخیستی اوس د زړونو له ازار لاس

له غوسې نه مې رقیب مروړل لاســونه
چي به کله زماپه لاس کي وو دیار لاس

کله جوړه کړي دســلو کالو  لار  لاس ①
کله ووزي له  لستوڼي  لکه  مار لاس

اوس به څوک نیسي پر زړه د حلمــیار لاس
های نیستیه! تا می څنګه کړلو خوار لاس

حمدالله حلمیار
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
①دوستي دسلو کالو لار ده پښتو متل

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close