دعاوې څه شوې

سيد الهام

په ټول عالم توره تياره ده ها رڼاوې څه شوې
د سترګو رپ کي قبليدې چي ها دعاوې څه شوې

زړونه خپه دي خوشحالي د خداى په روى نه راځي
ژړا ده ساندي دي زګيروى دى  ها خنداوې څه شوې

لکه اومه  ميوه  په درختو کي د لمر په تمه
ناست يو آسمان وريځو کي پټ دى ها بريښناوې څه شوې

حق او باطل په يوه تله تلل کيږي درګرد
په هر قدم جفا ديره ده ها وفاوې څه شوې

بس ناقراريو خوب مو نشته يو جواب ته ليوال
ګڼ شميرخوبونه مو ليدلي ها معناوې څه شوې

موږ خپلې نکړې که راپا ته په ميراث کي نه شوې ؟
د صادقينو ، صابرينو ها ښکلاوې څه  شوې

هريو غمجن غوندي ښکاريږي يو ته  نه الهامه  !
ها وريني ټنډې ها په سرو شونډو مسکاوې څه شوې

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د