ورزش

بنګلادیشی کرکټر روبیل حسین د جنسي تیري په تور ونیول شو

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د بنګلادیش کرکټ لوبډلې توپ ویشتونکی (بالر) روبیل حسین د جنسي تیري په یوې قضیه کې ونیول شو. په نوموړي یوې انجلۍ تور لګولی چې دې سره یې د واده په بهانه جنسي اړیکي نیولي دي او وروسته له واده کولو انکاري شوی.

د بنګلادیش د قانون په اساس د ۱۹ کلنې فلمي لوبغاړې نازنین اختر تور، د بالجبر زنا په کټګورۍ کې راځي.

روبیل حسین پر ځان لګيدلي تورونه رد کړي دي او د نوموړي وکیلان وايي چې دوی د محکمې ددې فیصلې پر خلاف چې نوموړی یې په ضمانت نه دی خوشې کړی لوړې محکمې ته استیناف (اپيل) کوي.

حسین د فرورۍ په میاشت کې د کیدونکي نړیوال جام کې د بنګلادیش کرکټ لوبډلې په نوملړ کې هم شامل دی.

تر دې مهاله دا لا څرګنده نه ده چې روبیل حسین به تر کله په بند کې وي، خو ددغې قضیې وروسته په نړیوال جام کې د نوموړي لوبېدل شکمن شوي.

عموما په بنګلادیش کې چې کومه انجلۍ پر چا د بالجبر زنا تور لګوي نو نوم یې پټ وي او رسنیو سره نه شریک کیږي خو په روبیل حسین تور لګونکې انجلۍ نازنین اختر بيا هر وخت په دې اړه رسنیو سره خبرې کوي.

نوموړې د دسمبر په میاشت کې د بنګلادیشي کرکټ لوبغاړي پر ضد دوسیه ثبته کړې وه او نوموړې وايي چې روبیل حسین سره یې هغه وخت اړیکې ختمې شوې چې د واده کولو څخه  انکاري شو.

یادې انجلۍ خبریالانو ته ویلي چې که روبیل حسین اوس هم واده ته تیار شي، دی خپل تورونه بېرته اخلي.

بنګلادیشي کرکټ لوبغاړي حسین پر ځان لګيدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې یاده انجلۍ دی بلیک میل [دبدنامولو د ډارپه واسطه پيسې ورڅخه اخيستل] کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x