افغانستان

په جلا پيښو کي د اربکیو یو تن قوماندان، او پنځه پولیس ووژل شوه

kandahar_policeنن ټکی آسیا: دغزني ولایت د قره باغ په ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته برید شوی، چي له کبله يې ۵ تنه پولیس وژل شوي دي.

د غزني د والي ویاند معروف ایوبي ویلي چي یو تن سرښندونکي برید ګر د قره باغ د ولسوالۍ د موشکي په سیمه کې د پولیسو پر امنیتي پوسته ننوتلی او هلته يې چاودنه کړې، چي له کبله يې د لومړنیو معلوماتو پر اساس ۵ تنه پولیس وژل شوي دي.

د غزني امنیه قوماندان ویلی چي اوس هم په سیمه کي نښته روانه ده.

تر اوسه طالبانو په دغه اړه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو یو تن ویاند قاری یوسف احمدي ویلی چي نن سهار د کندهار په ښار کي د سرې جامع سره نيژدې د سیمه ایزو پولیسو یو تن قوماندان په یوه وسله وال برید کي ووژلو.

هغه ویلي چي وژل شوی قوماندان فیض الله نومیده، او د کندهار د ښار د خواجه ملک په سیمه کي د اربکیانو مشري يې په غاړه لرله.

دغه پيښه په کندهار کي امنیتي چارواکو هم تایید کړي.

Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA

غزني او کندهار: د طالبانو په بریدونو کي ۵ پولیس او یو تن د اربکیو قوماندان ووژل شو

نن ټکی آسیا: دغزني ولایت د قره باغ په ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته برید شوی، چي له کبله يې ۵ تنه پولیس وژل شوي دي.

د غزني د والي ویاند معروف ایوبي ویلي چي یو تن سرښندونکي برید ګر د قره باغ د ولسوالۍ د موشکي په سیمه کې د پولیسو پر امنیتي پوسته ننوتلی او هلته يې چاودنه کړې، چي له کبله يې د لومړنیو معلوماتو پر اساس ۵ تنه پولیس وژل شوي دي.

د غزني امنیه قوماندان ویلی چي اوس هم په سیمه کي نښته روانه ده.

تر اوسه طالبانو په دغه اړه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو یو تن ویاند قاری یوسف احمدي ویلی چي نن سهار د کندهار په ښار کي د سرې جامع سره نيژدې د سیمه ایزو پولیسو یو تن قوماندان په یوه وسله وال برید کي ووژلو.

هغه ویلي چي وژل شوی قوماندان فیض الله نومیده، او د کندهار د ښار د خواجه ملک په سیمه کي د اربکیانو مشري يې په غاړه لرله.

دغه پيښه په کندهار کي امنیتي چارواکو هم تایید کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x