شعـــــرونه

کن فیکون؟ – حمد

شاعر: قاری توریالی تآئب

څـومـره عظـیمـه اوچـت ذات لري تـه ‘
څـومـره عجـیبـه کمـــــالات لری تـه ‘
سـتا له نـامـه نـه صـدقـه شمـه زه’
رحـمان رحـیـم غوندی صفات لری تـه ‘
چـا تـه عزت ، چـا تـه ذلـت وربښی ‘
هره ورځ نوي شـان حـالات لری تـه ‘
د (کـاف) او (نـون) تر منځ به و نړیږي ‘
ټـول تـصـرّف د کائـنـات لری تـه ‘
کـورۀ د ځـمکـه یی یـوه نـوړئ ده ‘
داسـی عـجـیبـه مـخـلوقـات لری تـه ‘
ټـول فـنا کیـږی او فـنا به شی خو !
تـه ! تل تـر تـلـه یی ثـبات لری تـه ‘
دا (توریالی تآئب) ته عفـوه وکـړه ‘
ښـه لـیاقـت د مــناجـات لری تـه ‘

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x