نن غوره سافټ وییر: خپل بریښنايي کتابتون تنظیم کړئ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۸مه ۱۳۹۳ل): که خپل سیسټم کې بریښنايي کتابتون لرئ او غواړي چې په ښه توګه يي تنظیم کړئ نو کالیبرې (Calibre) سافټ وییر یو وار وازمویئ. دغه سافټ وییر به ستاسې بریښنایي کتابونه یوازې څو ثانیو کې منظم کړي.

په دې ورځو کې هغه سافټ وییر چې د بریښنايي کتابونو په لوستلو کې مرسته کوي ډیر زیات دي چې له دې سره د کتابتون تنظیمول ډیر مشکل او ضروری کیږي.

خو دغه سافټ وییر به ستاسې کتابتون یوازې څو ثانیو په موده کې منظم او هره برخه به جلا کړي.

د دغې سافټ وییر په مرسته کاروونکي کولی شي خپل بریښنايي کتاب په مختلف بڼو بدل کړي چې په مرسته به يي تاسې په هره آله کې خپل کتاب لوستلی شئ.

د دې سافټ وییر په مرسته کاروونکي خپل شته کتابونو ته کتابتون جوړولی شي او خپل کتابونه په مختلفو ګروپونو ویشلی شي. د دې سافټ وییر په مرسته کاروونکي کولی شي خپل کتابتون ته له انټرنیټ څخه لاس رسی ولري.

دغه سافټ وییر له انټرنیټ څخه نوی معلومات د کتاب بڼې ته بدلوي ترڅو کاروونکي وکولی شي له دغه معلوماتو څخه خپل کتابتون کې ګټه پورته کړي.

دغه سافټ وییر په وړیا ډول کاروونکو ته وړاندې کیږي کوم چې د نړۍ مختلف معلومات د کتاب بڼې ته بدلوي او کاروونکي به نور دې ته اړ نه وي چې د خبرونو او معلوماتو لپاره مختلف ویب پاڼې وګوري.

دغه سافټ وییر له دې ځایه ښکته کړئ:
http://calibre-ebook.com/

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د