ورزش

فوټبال: د کال درې غوره دروازه ساتونکي معرفي شول

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د فوټبال نړیوال فدراسیون د ۲۰۱۴ زیږیدیز کال درې غوره دروازه ساتونکي معرفي کړ.

د دغې فدراسیون لخوا مانویل نویر د ۲۰۱۴ زیږیدیز کال تر ټولو غوره او پیاړوی دروازه ساتونکی په توګه پیژندل شوي چې له هغې وروسته تیبوا کورتوا په دوهم او کیلور ناواس په درییم مقام موقعیت لري.

مانویل نویر د جرمني هیواد اوسیدونکی دی چې د بایرمونیخ او جرمني ملي لوبډله کې د دروازه ساتونکی په توګه لوبیږي.

مانویل نویر چې تیر کال هم د کال غوره دروازه ساتونکی ټاکل شوی و دا ځل هم د ۲۱۶ رایو ګټلو سره بیا هم د ۲۰۱۴ زیږیدیز کال غوره دروازه ساتونکی وټاکل شو.

له مانویل نویر څخه وروسته کورتوا له ۹۶ رایو سره دوهم او ناواس ۴۶ رایو له ګټلو سره د کال درییم غوره دروازه ساتونکی وټاکل شو.

دغه ټاکنو کې د چلي هیواد دروازه ساتونکی کلودیو براوو چې د بارسلونا لپاره هم لوبه کوي پنځم، رومرو د ارجنټاین ملي لوبډلې دروازه ساتونکی شپږم او ګیرمو اوچوا د مکسیکو لوبډلې دروازه ساتونکی اووم مقام خپل کړی.

دغه ټاکنې د ۶۰ هیوادونو ژورنالیستانو په رایو ترسره کیږي. په دغه ټاکنه کې ایکر کاسیاس چې ۵ کاله پرلپسې (۲۰۰۸-۲۰۱۲) د غوره دروازه ساتونکی مقام خپل کړی و دا ځل په لس غوره دروازه ساتونکو کې یي نوم نشته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x