افغانستان

رولنګ سټون: افغان جګړه دومره ژر پای ته نه رسيږي

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): رولنګ سټون مجلې د امريکايي ژورناليست او ليکوال جون کنيفل یوه ليکنه خپره کړې، چې امريکايي چارواکو خو افغانستان کې د جګړه ييزه ماموريت د پای ته رسولو اعلان کړی، مګر دغه هېواد کې د څارګرو بريدونو په کړنلاره کې بدلون نه دی راغلی او جګړه لا هم پای ته نه ده رسيدلې.

کنيفل د اوباما هغه وينا رايادوي، چې ۲۰۱۳م کال کې يې د امريکا ملي دفاعي پوهنتون کې کړې وه: «۲۰۱۵م کال کې به هم جګړه هماغسې روانه وي او کومو سيمو کې چې د مخالفينو خوځښت او فعاليتونه وي، د ځمکنيو جګړو سربېره د څارګرو الوتکو مرګوني بريدونه به هم روان وي.»

جون کنفيل زياتوي، چې د جګړه ييز ماموريت د رسمي پای ته رسولو سربېره زرګونو امريکايي عسکر په افغانستان پاتې کيږي او د يمن، سوريه، عراق، پاکستان او ګڼو نورو هېوادونو کې د اوباما د بهرنۍ پاليسي له مخې د بې پيلوټه څارګرو الوتکو بريدونه کميږي، مګر يو شمېر پټې او باوري سرچينې وايي، چې جګړه پای ته نه ده رسيدلې، امريکايان خپل ضعيف شوی مورال او زور له سره تازه کوي.

جون کنفيل د کابل ميشتي امريکايي ژورناليست «ماټ ايکينس» له قوله ليکلي، چې «د رسمي جګړې پای ته رسول د غير رسمي جګړې پيل دی او دا هغه جګړه ده، چې پای او ځانګړې موخه هم نه لري او دې سره د امريکايي چارواکو هغه درواغ را څرګند شول، چې جګړه يې پای ته ورسوله.»

د څارګرو الوتکو بريدونو کې بدلون نه دی راغلی

سپينې ماڼۍ د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو د رسمي پای ته رسولو اعلان وکړ، مګر افغانستان په کې نه دی شمار.

کنفيل وايي، ده په تېر اکتوبر کې هم يو راپور ورکړی و، چې سپينه ماڼۍ د اوږمهالې فتحې په لټه کې ده او د جګړه ييز ماموريت پای ته رسولو اعلان له ځمکنيو حقايقو سره مخالف او يوازې د الفاظو او کلماتو سره لوبې کول او خلک تېر ايستل دي.

د بې پيلوټه الوتکو بريدونه افغانستان کې د امريکايي ښکېلاک تر ټولو زياته برخه تشکيلوي، مګر رسنيو کې د يمن او پاکستان په پرتله افغانستان ډېر لږ راخيستل کيږي.

جون کنفيل ليکلي، چې د تېر ۲۰۱۴م کال جولايي مياشت په يو څېړنيز راپور کې راغلي وو، چې امريکايي او برتانوي عسکرو افغانستان کې له زرو زيات ډرون او نور هوايي بريدونه کړي دي.

د سپينې ماڼۍ له اعلانه ښکاري، چې د پاکستان قبايلي سيمو کې به هم د سي ای اې له لوري د بې پيلوټه الوتکو بريدونه همدغسې روان وي؛ ځکه چې قبايلي سيمو کې د څارګرو الوتکو بريدونه د افغانستان ښکېلاک سره تړاو لري او امريکايي چارواکي دغه بريدونه افغانستان کې د امريکايي عسکرو د ژوغونې په موخه کوي او دليل يې دا دی، چې دوی بايد هغه شکمن مخالفين هم ووژني، چې د دوی په ګومان افغانستان ته د امريکايي عسکرو په وژلو پسې راځي.

لس زره امريکايي پوځيان او بې شمېره نور قراردادي عسکر افغانستان کې د څه لپاره؟؟

د جون کنفيل په وينا د دغو عسکرو پاتې کېدل د جګړې د دوام يوه څرګنده نښه ده او د کابل ادارې سره د امريکا دوه اړ خيزه امنيتي تړون د همدې عسکرو د پاتې کېدو په موخه شوی دی.

امريکايي چارواکي وايي، چې دغه عسکر به د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې په موخه پاتې وي، مګر جون کنفيل د نيويارک ټايمز د راپور په حواله ليکلي: «د سپينې ماڼۍ پټې سرچينې وايي، چې امريکايي عسکر به د افغان پوځيانو د روزنې تر څنګ د مخالفينو پر ضد روانه جګړه کې مهم او بنسټيز رول لري.»

د امريکا د بهرنيو اړيکو د شورا مشر ميکا زينکو وايي، چې پينټګان له رسمي پوځيانو پرته افغانستان کې لږ تر لږه ۴۵۰۰ خصوخصي قراردادي عسکر هم لري، چې د طالبانو پر ضد به جنګیږي او کېدای شي دغه شمېره نوره هم زياته شي.

افغانستان لپاره د امريکايي مرستو مشر څارونکی جان سپوکو بيا د قراردادي

عسکرو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې دوی له پينټاګونه پرته هيچاته مسؤول نه دي او په ډېرو ناوړو پېښو او فسادونو کې لاس لري او د افغانستان خلک ترې ډېره کرکه او نفرت کوي.

ولسمشريزې، درغلۍ او د طالبانو بريدونه او چاودنې

د رولنګ سټون مجلې ليکوال وايي، چې د ولمسمشريزو ټاکنو دواړه پړاوونه له سختو درغليو ډک وو، چې له امله دواړه لوري تر اوسه پر يو بل د درغليو تورونه لګوي، چې زور يې تر کابينې هم راورسيد.

جون کنفيل زیاتوي، چې د کابل اداره پلازمېنه کابل کې واک نه لري، نور هېواد خو لا پر ځای پرېږده.

«که حالات همداسې وي، نو راتلونکې مياشتې او کلونه د طالبانو ملګري دي او د هېواد سويل په ګډون پلازمېنه کابل کې به ډېرې سيمې د طالبانو کنټرول کې شي.

جون کنيفل د خپلې څېړنيزې ليکنې په پای کې ليکلي، چې افغان جګړه د ختمېدو نه ښکاري، ځکه چې امريکايي عسکر له افغانستانه ووځي، بيا به هم امريکايي جګړه روانه وي.

کارپوهان وايي، چې امريکا غواړي، چې دغه روانه جګړه په لږ لګښت او د خپلو عسکرو په ژغورلو پر مخ بوځي او دوی هيله من دي، چې افغانان به د ملي اردو، پوليسو او اربکيانو په نوم د طالبانو پر وړاندې جنګوي، تر څو د دوی د ګټو ساتنه وکړي.

د څارونکو په وينا دې سره به امريکا يو خوا خپل عسکر له مرګه وژغوري او بل پلو په ډېر کم لګښت به دغه جګړه د دوی د ګټو لپاره روانه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x