کندهار: سړک د جوړېدو وروسته ګټي اخیستني ته وسپارل سو
د کندهار ولايت د ډنډ په ولسوالۍ کې شپاړس (16) کيلو متره اوږد سرک په پاخه او اساسي ډول جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د کندهار د ولايت د مقام څخه په خپره شوې يوه خبر پاڼه کې وويل شول چې دغه سرک د سه شنبې په ورځ د کندهار د والي ، کاناډا د هيواد د ملکي او فوځي استازو او يو شمير نورو مسئولينو په ګډون د يوې غونډې په ترڅ کې پرانيستل شو.
پر دې مهال د کندهار والي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې دغه شپاړس کيلو متره سرک د هغه دوه پنځوس کيلو متره سرک له جملې څخه دى چې د کاناډا په مالي مرسته به په کندهار کې پخيږي.
هغه زياته کړه ( د دې سړک په مرسته به ډنډ ميشتي بزګران وکولاى شي خپل کړهڼيز محصولات په ډېره اسانۍ سره په ښار کي تجارتي مارکېټونو ته ورسوي).
د ډنډ ولسوال حمد الله “نازک” هم غونډې ته وينا وکړه او ويې ويل چې دغه سرک اوه متره بر لري چې د دې ولسوالۍ پنځه زره کورنۍ به ورڅخه ګټه پورته کړي .
همدا راز په کندهار کې د کاناډايي ځواکونو قوماندان هم خبرې وکړې او ويې ويل چې د بيا ابادونې چارې د ډنډ د ولسوالۍ ډيرو کليو ته غزول شوي دي.
هغه د ډنډ په ولسوالۍ کې امنيت ښه وبللو او زياته يې کړه ( ډنډ يوه له هغو ولسواليو څخه ده چي ډېر ژر به پکښي ټول چاري په بشپړ ډول افغان لوري ته وسپارل شي).