دنبی کریم صلی الله علیه وسلم توهین کونکی مرتد او باید قتل شي

هر هغه څوک چي د نبی کریم صلی الله علیه وسلم توهین وکړي هغه مرتد او کافر دی او هغه باید قتل شي که څه هم هغه توبه وباسی، دا ځکه چي بل څوک بیا داسی خبیث عمل تکرار نکړي.
(فتاوای حقانیه ټوک ۱: ۳۸۴)

هر هغه څوک چي د الله او د الله د رسول صلی الله علیه وسلم ګستاخي او توهین کوي هغه کافر دي.
(فتاوای درالعلوم دیوبند۱۲ ټوک: ۲۳۹)

ونبی کریم صلی الله علیه وسلم ته بد ویل، ښکنځل کول، توهین کول کفر دی او سزا یی قتل ده.
(شمایل کبری ټوک ۱۱: ۴۲۸)

دحضرت علی کرم الله وجهه څخه روایت دی چي یوې یهودۍ ښځې ونبی کریم صلی الله علیه وسلم ته ښکنځل کول او بد ویل، یوه کس د هغې ښځې سر جلا کړ، نبی کریم صلی الله علیه وسلم د هغې وژل روا وبلله. (ابوداؤد)

د نبی کریم صلی الله علیه وسلم په ژوند کي ابو لهب، ابی بن خلف، کعب بن اشرف، عقبه بن ابی او داسی نورو ډیر مرتدینو، مشرکینو او کفارو د ده توهین کړی دی دا ټول واصل جهنم شول، په قرآن کي یې ښه بیلګه دا سورت دی د ابو لهب په هکله:

{ تَبَّتْ يَدَآ أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ } * { مَآ أَغْنَىٰ عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ } * { سَيَصْلَىٰ نَاراً ذَاتَ لَهَبٍ } * { وَٱمْرَأَتُهُ حَمَّالَةَ ٱلْحَطَبِ } * { فِي جِيدِهَا حَبْلٌ مِّن مَّسَدٍ } – سورة المسد

ژباړه:

دابولهب لاسونه مات شول اوتباه شو(۱)ګټلی مال اوشتمنۍ یې دالله له عذابه ونه ژغوره(۲) ژربه دلمبونه په ډک اورننوځي(۳) اودده ښځه به هم ورسره وي، هغه چي دخسودپلنډوراوړونکې وه (۴) دهغې په غاړه کي دکجورودپوټکوڅخه اوبدل شوي (غټه کلکه) رسۍ وه. (۵) سورت المسد

د نبی کریم صلی الله علیه وسلم یوه ځانګړتیا داده چي هر هغه څوک چي د ده توهین وکړي وده ته بد ووایی هغه کافر او مرتد دی او د هغه سزا قتل دی، چي دا په صحیح سند سره ثابته ده،

د حضرت ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چي یو چا امیر المؤمنین حضرت ابو بکر صدیق رضی الله عنه ته ښکنځل وکړل، ما ورته وویل چي ای د الله د رسول خلیفه زه د ده سر له تنه بیل کړم؟ حضرت ابو بکر صدیق رضی الله عنه وویل نه دا د نبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه ماسوا د بل چا لپاره نه دی.

یعنی صرف دا سر پرېکول د نبی کریم صلی الله علیه وسلم لپاره دي او بس.

د حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چي یوه ړانده نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته ډیربد وویل، یوه کس یې سر پریکړ نبی کریم صلی الله علیه وسلم د هغه مرګ روا وباله.
(خصائص الکبری ۲: ۵۱۵)

که یو مسلمان شخص د الله د رسول صلی الله علیه وسلم توهین وکړي:
۱: نکاح یی ختمه شوه.
۲: په اسلامي ډول سره دي تکفین او تجهیز نه کیږي.
۳: د جنازې لمونځ دي نه ورکول کیږي.
(فتاوی محمودیه ټوک ۲: ۴۹۳)

په اسلامي پاکه مینه ستاسو ورور عبد الغفار جُبیر

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حماد افغان
غړی
حماد افغان

مننه عبدالغفار صیب.
یوه اقتراح (په اصطلاح) لرم هغه دا چې دا قتل به مسلمان پورې خاص وي. مثلا:
که مسلمان د پیغمبر صلی الله علیه وسلم توهین وکړي وژل یې بلا شک او شبه روا دي، که کافر وي خو د مسلمان په ملک کې اوسیږي هم یې وژل روا دي، خو که کافر د کفر په ملک کې د پیغمبر توهین وکړي وژل یې نه دي روا. والله اعلم